سعودي عربستان د روژې په میاشت کې یو تن اعدام کړ
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې دې هیواد یو تن د روژې په میاشت کې اعدام کړی.
د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر د تایوان د جمهور رئیسې سره ګوري
د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مکارتي دوشنبه اپریل ۳ (وري۱۴) تائید کړه چې د چارشنبې په ورځ به د تایوان د جمهور رئیسې تسای انګ وین سره د کلفورنیا په ایالت کې وګوري.
ټرمپ د جنايي جرمونو د تور په تړاو محکمې ته د حاضرېدو دپاره نیویارک ته ورسېد
د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبې اپریل ۳ (وري ۱۴) په فلوریډا کې له خپل کور څخه نیویارک ښار ته ولاړ چیرې چې ټاکل شوې هغه د سه شنبې په سهار ځان امنیتي مسولینو ته له تسلیمولو وروسته پر نوموړي باندې د لګول شویو جنايي تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شي.
امریکا د غږ له لارې د ناروغانو په درملني کار کوي
د امریکا د حکومت لخوا تمویل شوې یوه پروژه په زرګونه غږونه ددې لپاره راټولوي چې د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د د ناروغیو د تشخیص لپاره یې وڅېړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینه ماڼۍ: په روسیې کې نیول شوی امریکايي خبریال لا هم کونسلي اسانتیاوې نلري
سپینه ماڼۍ وايي په روسیې کې نیول شوی امریکایي خبریال لا هم په دغه هېواد کې د متحدو ایالتونو د کونسلګرۍ له کوم مقام سره لیدلي نه دي او له کونسلي اسانتیاوې بې برخې دی. په توقیف کې په کونسلي اسانتیاو کې له کورنۍ سره تماس نیول، صحي او حقوقي امکاناتو ته لاسرسی او دا ډول نور مسائیل شامل وي. روسیې څو ورځې مخکې د والسټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرېشکویچ د جاسوسۍ په تور ونیوه، والسټریټ ژورنال دا تور په کلکه رد کړی دی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي نن دوشنبه اپریل درېیمه (وري ۱۴) خبریالانو ته وویل: «هغوی کوښښ کوي چې له ایوان سره کونسلي تماس ټېنګ کړي، خو ډېر زیات سخت دی او تر دې دمه په دې کار توانېدلي نه یو.» د روسیې له لوري د دغه امریکايي خبریال له نیول کېدو وروسته د دواړو هېوادونو کړکیچن روابط نور هم پسې خراب شوي دي. فرانس پرس اژانس وايي نن په مسکو کې یوې محکمې وویل چې ګریشکویچ د خپل نیولو په ضد اعتراض کړی او د هغه د قضیې د اورېدو لپاره به د محکمې نېټه د همدې اوونۍ په وروستیو کې اعلان شي. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند کربي ویلي دي چې دې «قضیې د ولسمشر په ګډون د ټولو پام جلب» کړی دی او «څومره مو چې له وس پوره وي، هڅه کوو چې ایوان کور ته راستون» کړو. والسټریټ ژورنال او د رسنیو لسګونو نورو ادارو د ایوان نیول غندلي او ویلي دي چې په جاسوسۍ د هغه تورنول یوه جوړه شوې قضیه ده. جان کربي په ایوان ګرېشکویچ باندې د جاسوسۍ تور «خندونکی» وباله.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د مالیزیا پارلمان د 'حتمي اعدام د حکم د ممانعت' لایحه تصویب کړه
د مالیزیا پارلمان د مرګ د حتمي سزا د منع کولو قانون تصویب کړ، چې د بشري حقونو ډلو یو مهم ګام بللی دی.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د هند د کرکټ د پخواني افغان لوبغاړي سلیم دراني په مړینې غبرګونونه
په افغانستان کې زېږېدلی د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سلیم درانی د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.
سټولتنبرګ: فنلند د سه شنبې په ورځ د ناټو غړی کیږي
د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ اپریل دریمه (وري ۱۴) وویل چې فنلینډ به د سه شنبې په ورځ د دې پوځي تړون ۳۱ غړی شي.
فلیپین د امریکايي ځوکونو لپاره څلور نورې پوځي اډې هم اعلان کړې
د فلپین حکومت نن دوشنبه اپریل درېیمه (وري۱۴) د متحدو ایالتونو د پوځ لپاره څلور نورې اډې هم اعلان کړې چې یوه یې د چین د جنوبي سمندر لانجمنې سیمې ته نژدې او بله یې هم له تایوان څخه ډېره لېرې نه ده.
پولنډ اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکړې
پولنډ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ژمنې سره سم یې خپلې یو شمیر میګ-۲۹ جنګي جت الوتکې اوکراین لیږدولي دي.
فرانسوي فوټبالر د روژې نیولو په خاطر له لوبې ایستل شوی
د فرانسې د غوره لیګ فوټبال په سیالیو کې د نانت لوبډلې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۳) وروسته له هغه ۳-۰ ماتې وخوړه چې خپل مسلمان لوبغاړی جاوین هاجم یې د روژې نیولو په خاطر له لوبې وایست.