یونان کې اورلګیدنې: زرګونه کسان ایستل شوي، سیلانیان په تیښته دي
د یونان د روډس ټاپو په ځنګلونو کې اورلګیدنې په زرګونه سیلانیان او د ټاپو اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري اول) اړ کړل چې په ښوونځیو او سرپټو لوبغالو کې پناه واخلي.
وسله والو د ایران څلور پولیس وژلي- دولتي تلویزون
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې اورپکو نن یکشنبه جولاۍ ۲۳ (زمري لومړی) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د لویې لارې څلور پولیس وژلي دي. د تلویزیون د راپور په اساس، دغه پولیس افسران د سیستان او بلوچستان د نا امنه ایالت د خاش او تفتان په سیمه کې په عادي ګزمې بوخت وو، چې «ترهګرو پرې برید» وکړ. ایران بیلتون پال «ترهګر» بولي. د پېښې سیمه له مرکز تهران څخه ۱۲۰۰ کیلو میتر لېرې ده. د سیستان او بلوچستان په ایالت کې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو او د ایران د امنیتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي. همدغه راز د سوني بیلتون غوښتونکو ډله «جیش العدل»، چې له القاعدې سره تړاو لري، هم د ایران په امنیتي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي. د سیستان او بلوچستان ایالت اروپا، د خلیج او نورو عربو هېوادونو ته د افغانستان او پاکستان څخه د انساني قاچاق کوونکو او نشه يي توکو د قاچاق کوونکو یوه ترازیتي لار بلل کېږي. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې ایراني پولیسو وویل چې د زاهدان په ښار کې وسله والو په پولیسو برید کړی، څلور بریدګر او دوه پولیس وژل شوي دي.
طالبان: سیلابونو څلورو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارې د دولت وزارت وايي، چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سیلابونو له امله په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
طالبان: ترکیه کې افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو لړۍ پیل شوه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو د لړۍ د پیلیدو خبر ورکړی دی.
شیعه ګانو کابل کې د محرم د مراسمو د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې
د شیعه ګانو یو شمیر دیني عالمانو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو او تکیه خانو باندې د محرم په مراسمولګیدلي محدودیتونه دې لغوه کړي او په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د عاشورا د ورځې مراسمو ته اجازه ورکړي.
ملګري ملتونه: سوریه کې په ډله ایزه توګه په توقیف کې د ماشومانو ساتنه
د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې د سوریې په شمال ختیځ کې د لسګونو زرو ماشومانو او میرمنو توقیف غندلی او دا کار یې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه بللې.
پر سړک د خواړو یوه پلورونکې د مکسیکو جمهوري ریاست ته کاندیده ده
په مکسیکو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته داسې یوه میرمن کاندیده ده چې په ماشومتوب کې یې په سړک خواړه پلورل.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
شمالي کوریا کې لا هم د نیول شوي امریکايي سرتیري په هکله څه ندي ویلي
د شمالي کوریا چارواکو لا هم د هغه امریکایي سرتیري د موقعیت په هکله څه ندي ویلي چې د همدې اوونۍ په سر کې د جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته وتښتید.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر تازه ادعاوې چې وایي د داعش ډلې مشران افغانستان ته تللي دي، رد کړي او له ایران څخه یې غوښتې چې که په دې هکله معلومات لري، له دوی سره دې یې شریک کړي . په داسې حال کی چې طالبانو په دې تیرو دوو کلونو کې تل د داعش ډلې پر ضد د پوځي عملیاتو خبره کړیده، د ایران دغه ادعاوي به څومره حقیقت ولري؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه