سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
امریکا بیرته د یونسکو سازمان سره یوځای شوه
د متحده ایالاتو لومړۍ میرمنې جیل بایډن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سره د امریکا د بریته یوځای کیدو په مراسمو کې برخه واخیستله.
د هالنډ په ساحل کې یوې سترې بیړۍ چې ۳۰۰۰ موټر یې لیږدول اور اخیستی
د هالنډ ساحلي ځواکونه وايي ددغه هېواد په ساحل کې د موټرو لېږدونکې یوې سترې بیړۍ اور اخیستی چې یو کس پکې مړ او څو نور ژوبل شوي دي.
کوګلمن: پاکستاني طالبان امریکا ته امنیتي ګواښ نه پېښوي
د واشنګټن په ویلسن څېړنیز مرکز کې د سیمې د چارو شنونکی مایکل کوګلمن وايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ یوه لانجمنه موضوع ده، خو دغه ډله امریکا ته خطر نه پېښوي.
ملګرو ملتونو ۶ میاشتو کې په خپله خوښه ستنیدونکو افغان کډوالو ته ۲.۲۳ میلیونه ډالر ویشلي
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه یې د جون دتیرې میاشتې تر پای پورې ۲.۲۳ میلیونه ډالره هغو افغان کډوالو ته، چې په خپله خوښه وطن ته ستانه شوي ویشلي دي.
د طالبانو حکومت خبریالانو ته د پیژندګلوۍ کارتونه ورکوي
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې د خبریالانو د ستونزو د هوارلو لپاره یې دغه وزارت سره د خبریالانو د نومونو د ثبتولو او ورته د پیژندګلوۍ د کارتو د ویشلو لړۍ پیل کړې ده.
حقاني: نجونو د زده کړو په مسله د طالبانو ترمنځ اختلاف شته، حل به یې وخت واخلي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هرات ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې د نجونو د زده کړو په مسله د طالبانو په منځ کې اختلاف شته، چې پر معقول حل باندې یې کار روان دی.
اندونیزیا: جاکارتا ته د طالبانو سفر غیر رسمي و
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبې جولای ۲۵ (زمري۳) ویلي چې د دې هیواد پایتخت جاکارتا ته د طالبانو د استازو سفر غیر رسمي و چې د همدې میاشتې په سر کې یې کړی و.
ډنمارک کې د ترکیې او مصر سفارتونو مخې ته د قرانکریم نسخې سوځول شوي
د اسلام ضد فعالینو یوې وړې ډلې سه شنبه جولای ۲۵ (زمري۳) د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې د ترکیې او مصر سفارتونو مخې ته د قرانکریم نسخو ته اور اچولی.
امریکا کې یو فدرالي قاضي د حکومت د پناغوښتنې پالیسي رد کړله
د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت د سان فرانسیسکو په ښار کې فدرالي قاضي د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د پنا غوښتنې پالیسي چې څه باندې لس اوونۍ وړاندې یې د غیر قانوني کډوالو د ستونزې حل کولو لپاره جوړه کړې وه، رد کړله.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
خیبر پښتونخوا کې په ځانمرګي برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی
په پاکستان کې پولیس وایي د پولیسو یو افسر سه شنبه جولای ۲۵ (زمري۳) هغه وخت ووژل شو چې یو ځانمرګي برید کوونکي پخپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد په جومات کې دننه وچول.