افغان حکومت بېوزلو او اړمنو ته د ډوډۍ ورکولو لړۍ پیل کړه
ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ناوخته «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» په همدې اړه په خپل خپاره کړي پیغام کې وویل، د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د مرستو دا لړۍ پیل شي.
د امریکا اقتصاد د ژغورلو لپاره د دغه هېواد مرکزي بانک تازه هڅې
د امریکا د مرکزي بانک د ازاد بازار کمېټه به نن په واشنګټن کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوي او وروسته به په دې اړه خپله پالېسي په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکه کړي.
امریکا کې د کرونا قربانیانو شمېر د ویتنام د یوې لسیزې جګړې تر قربانیانو زیات شو
بل لور ته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا د تلفاتو شمېر د تېرو څو اوونیو په پرتله کم شوی دی او ځیني چارواکي د دې پلوي کوي چې تدریجي د کرونا ویروس له امله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.
د بشري حقونو څار: افغان معلولې ښځې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان معلولې ښځې په سیستماتیک ډول له تعبیض سره مخ دي او ان په دولتي ادارو کې هم ځورول کیږي. راپور زیاتوي چې معلولین په افغانستان کې له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه تعلیم او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. لیمه هادي په دې اړه راپور جوړ کړی.
هارون باچا: د کرونا ویروس له سندرې مې هدف دا و چې خلک په کور کېني
لارې کوڅې له کرونو ډکې دي زما لالیه په خپل کور کېنه! د دې سندرې او نورو مسایلو په اړه له هارون باچا سره د اجمل تورمان مرکه.
د بشري حقونو څار: افغان معلولې ښځې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان معلولې ښځې په سیستماتیک ډول له تعبیض سره مخ دي او ان په دولتي ادارو کې هم ځورول کیږي. راپور زیاتوي چې معلولین په افغانستان کې له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه تعلیم او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. لیمه هادي په دې اړه راپور جوړ کړی.
کابل ښار کې د یو شمېر کورنیو د قرنطین تجربه
د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپور په اساس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د قرنطین له امله په زیات شمېر کورنیو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی، خو په پلازمېنه کابل کې د دل اقا فهیم کورنۍ بیا له قرنطینه خوند اخلي. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي دغه راپور لېمه هادي وړاندې کوي.
نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳ میلیونو ته رسېدلی
له کرونا د مړو شمېر بیا د دوه لکو او شپږو زرو له بریده اوښتی او د هغو چې درملنه شوې شمېر اته لکه او ۷۵ زرو ته رسېږي.
ننګرهار والي: د پاکستاني روپیو بیا دودېدل نور ممکن نه دي
ښاغلي میاخیل له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، له پاکستاني روپیو څخه افغانیو ته د کاروبارونو له اوښتلو شپږ میاشتې تېرې شوي او په نرخو د دې کار منفي اغېز لهمنځه تللی دی.
د ضد عفوني موادو د څښلو په اړه د نړۍ روغتیايي چارواکو خبرداری
د ضد عفوني موادو جوړوونکي مخکښ شرکت رکيټ بینکیزر (Reckitt Benckiser) د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افواهاتو او وروستیو اټکلونو په اړه مسئولیت لري چې ووايي، ضد عفوني مواد د ویروس د درملنې په توګه نهشي کارېدای.
د نورو ناروغانو د تداوۍ لپاره له کورونا د روغو شویو له وینو کار اخیستل کېږي
د کورونا په وایرس د اخته شویو کسانو د درملنې لپاره له بېلابېلو طریقو کار اخیستل کېږي. له یوې خوا هڅه روانه ده چې دې ناروغۍ ته واکسین یا درمل جوړ شي او له بلې خوا له هغو کسانو څخه مرسته غوښتل کېږي چې دا ناروغي یې تېره کړې ده. دې وروستۍ طریقې ته د پلازما درملنه وايي
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱،۳۳۰ ته ورسېد
د دې وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.
د تاجکستان ولسمشر: کروندګر دې روژه نهنیسي
د تاجکستان ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې لیکلي «سره له دې چې دا ډول ساري ناروغۍ تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې نهده لیدل شوې، خو د دې معنی دا نهده چې بېپروا شو او لاس تر زنې ورته کېنو.»
امریکا کې د کرونا ویروس اقتصادي زیانونو سره مبارزې لپاره د مالي بستې تصویب
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په تېرو پنځو اوونیو کې ۲۴ میلیونه کسان وزګاره شوي او د اروپا د مرکزي بانک مشر خبرداری ورکړی چې روان کال ښايي د دې لویې وچې اقتصاد ۱۵ سلنه نزول ولري.