د زاهد جلالی لخوا خپرې شوې لیکنې


موږ او د اختلاف فرهنګ

موږ او د اختلاف فرهنګ(۱)د بدلون څرک زاهد جلالي انسان ماشين نه دى، نه کمپيوټر دى چې جامد وي، که څوک يې مخې ته کېني دقيق کار به کوي او که يې څوک د چلولو له پاره نه وي بيا دې ولاړ وي. انسان عقل لري، همدا عقل دى چې انسان له نورو څخه بېلوي او څوک چې له عقله استفاده کوي، حتما فکر کوي او څوک چې فکر کوي، د هغه فکر پايله لري، د هر انسان د فکر پايله حتما له بل سره توپير لري، د دغه توپير په نتيجه کې نظرونه مخالفېږي، يو به سم وي او بل ناسم، يو فکر له يوه نظره ب

27.01.2013 زاهد جلالی

ته هم نابغه يې، خو...(د مخامخ برو وروستۍ کړۍ)

ته هم نابغه يې، خو...(د مخامخ برو وروستۍ کړۍ) زاهد جلالي هر انسان نابغه دی، خو چې له خپلې الهي موهبې کار واخلي او له لېوني پرته، نورو ټولو انسانانو ته خدای يوه موهبه ورکړې. هر انسان چې دغه الهي موهبه درک کړي، نابغه دی. علامه سيد جمال الدين افغاني که چېرته د خپل پلار خبره منلې وه او په خپل کور کې پاتې شوی و، نه خو به يې د نبوغ خبرې دومره خلکو کولې او نه به يې په اسلامي نړۍ کې داسې د ويښتابه غورځنګ پر مخ بوولی و، خو دا

18.01.2013 زاهد جلالی

د خدای له رحمته هېڅ کله مه مايوس کېږئ(۲۲)مخامخ خبرې

مخامخ خبرې (۲۲)  د خدای له رحمته هېڅ کله مه مايوس کېږئ زاهد جلالي دوکتور احمد سليمان ته يې د ناروغۍ د پوښتنې له پاره ورغلم، ما غوښتل يوه يا دوه دقيقې ورسره ودرېږم او د ناروغۍ پوښتنه يې وکړم، ځکه ملګري راته ولاړ وو، چېرته تلو، ما له ملګرو څخه د دوو دقيقو له پاره ا

16.01.2013 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (21)نه پوهېږم!

مخامخ خبرې (21)نه پوهېږم! زاهد جلالی زموږ په ټولنه کې د (نه) فرهنګ تر ډېره بريده نه شته. په دې کې ډېری کسان خپل توهين ويني او فکر کوي چې د نورو په وړاندې به سپک ښکاره شي، چې ووايي (نه پوهېږم) او هغه کسان چې له کوم استاذ يا عالم نه د (نه پوهېږم) خبره واوري، داسې ګومان کوي، د نورو په وړاندې يې عزت تر پښو لاندې شو! زما ښه په ياد دي، د انګليسي په

13.01.2013 زاهد جلالی

له دوکتور خالد حاتم سره مرکه

له دوکتور خالد حاتم سره مرکه يادونه: د ويښتابه درنو لوستونکو! د مجلې په دې ګڼه کې مو د پوهنتون ځوان افغان استاذ، دوکتور احمد خالد حاتم مېلمه دى. استاذ د لېسانس مرحله د ستاينليک په لاسته راوړلو پاى ته رسولې او د ماسترۍ مرحله کې يې طلايي مډال هم تر لاسه کړى. نوموړى اوس مهال د دوکتورا په مرحله کې د رسالې په ليکلو بوخت دى او ورسره په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د شريعې او حقوقو پوهنځي کې استاذ هم دى. استاذ د پوهنتون په اداري او فرهنګي چارو کې

13.01.2013 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (20) کفن جېب نه لري!

مخامخ خبرې (20) کفن جېب نه لري!ډېری داسې کسان پېژنم، چې ښه تقوا داره دي، تهجد لمونځونه کوي، نفلي لمونځونه کوي، نفلي روژې نيسي، ټول لمونځونه يې په جومات کې له جماعت سره ادا کوي، په داسې حال کې چې خدای ښه سرمايه هم ورکړې، خو د خدای جل جلاله په لاره کې، يوه روپۍ صدقه او حتی زکات نه ورکوي، زه داسې کسان هم پېژنم، چې پر سر تړلې لونګۍ به يې سر دروند کړی وي، ږيره به يې نامه ته نږدې وي، نورې خبرې څه چې د جهاد په اړه هم ښه زړور غږېږي، خو متاسفانه چې د خپل مال زکات نه ورکوي، ځينې خو دا

03.01.2013 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (19) د مبايل آداب

مخامخ خبرې (19)د مبايل آداب زاهد جلالی يو مشر استاذ راته له ځينو شکايت وکړ، چې د مبايل په اخلاقو نه پوهېږي، کله د شپې يوه يا دوه بجې زنګ راوهي، کله چې مصروف وم، په يوه زنګ اکتفا نه کوي، حتی ويل يې چې کوم يوه ورته تر شلو ډېر زنګونه وهلي وو! ده هم ځواب نه ورکاوه، خو هغه تر پايه زنګونه وهل، کله چې ورسره تماس کې شوی و، خبره هم ډېره وړه خبره وه، چې حتی په يوه ليکلي پيغام هم حل کېده!

26.12.2012 زاهد جلالی

شيطاني شيخي!

شيطاني شيخي! ((شيخ به ډېر کله په خپله صومعه کې و. هغه د خپل منفي فکر په نتيجه کې ځان شارع باله، شارع خو يې ځان ته نه ويل، خو فکر يې کاوه چې که خداى نه وي، لږ تر لږه مشاور خو به يې وي! شيخ خپل صومعه عبادتخانه بلله، خو په حقيقت کې هغه ځاى له عقدو او کينو ډک شوى و. هغه داسې انګېرله چې په کور کې يې ايماني وړانګې ځلېږي، خو هغه ځاى له شيطاني تيارو ډک و. هغه په دې باور و چې خلک ټول بېلارې او نامسلمانه دي، يو دى او څو همفکره يې اصلي مسلمانا

12.12.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (18)يوازې ته، خپل ځان ښه تمثيلوی شې!

مخامخ خبرې (18)يوازې ته، خپل ځان ښه تمثيلوی شې!   زاهد جلالی ډېری کسان داسې وي چې د دنيا د لوړو شخصيتونو په اړه مطالعه کوي، دا په خپل ذات کې ښه کار دی، خو دا چې د هغوی هر عادت خپل کړو، ډېر مؤثر نه دی، ځکه هر څوک په خپل شخصيت کې خپل روح لري او خپل جسد تر ټولو ښه کولی شي خپل عادتونه په ځان کې ښه عملي کړي.

10.12.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (17)ظاهر که حقيقت؟!

زاهد جلالی زما ډېر دوستان په دې باور دي، چې د انسان شکل ډېر اړين دی، انسان که ښه وي او که بد، بايد ظاهر يې برابر وي او دا زموږ د ټولنې عادت هم دی، زموږ په ټولنه کې که څوک څومره متدين هم وي، خو چې ظاهر يې د دوی له ذهن سره برابر نه وي، چا ته د منلو وړ نه دی او د دې په مقابل کې که څوک څومره غټ بې دينه هم وي، خو چې ږيره يې غټه وي، ښه خولۍ يې پر سر وي، اوچتې پيڅې يې وي، همدا ورته له هغه دينداره چې په شکل کې يې دينداري نه ښکاري، ښه او بهتر ښکاري. شايد ځينې دا زموږ د ټولنې يو له ښو ځ

25.11.2012 زاهد جلالی

استاذ نيازي ته!

استاذ نيازي ته! زاهد جلالي   استاذه! رهبره! امامه! مرشده! د حق د لارې لارښوده! ستا له نوم سره مو سترګو ته د روزنې

21.10.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين

مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين زاهد جلالي پرته له بې فکره مفکرينو نور ټول په دې راسره موافق دي چې زموږ په ټولنه کې جهل او بېسوادي ډېره زياته ده او همدا بېسوادي ده چې موږ څو لسيزي مسلسل وژل شوي يو، له خپلو ودانو کورونو وېستل شوي يو، په کورونو مو لوی لوی بمونه غورځول شوي دي، وژل کېږو هم موږ او ترورېست هم موږ ته ويل کېږي، خو موږ د دې جرات هم نه لرو چې نړيوالو ته ثابته کړو، موږ بېګناه يو، دا ظلم دی چې موږ وژل کېږو، سره دې ټولو مصيبتونو، زموږ بې فکره مفکرين چې کېني او شين چای يې مخ

16.10.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (15)حجاب

مخامخ خبرې (15)حجاب زاهد جلالي حبيب بېنک کې ناست وم، د حبيب بېنک يوه ماموره بېنک ته راننوته، ما د مېز له شا وليده، يوازې سر يې ښکارېده، زما ډېره خوښه شوه، ځکه چې په اسلامي حجاب مزينه وه، داسې حجاب يې و، چې د سر يو ويښته يې هم نه ښکارېده، خو چې مخکې راغله، بيا مې خوښي په خپګان بدله شوه، ځکه حجاب يې يوازې سر باندې و، خو لاندې په اسلامي حجاب برابره نه وه، مټې يې ښکارېدې، همدا رنګه پنجابي کالي يې وو او د پتلون په څېر پرتوګ يې و. ما هلته له ځانه پ

03.10.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (14) موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې!

 مخامخ خبرې (14) موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې! دې کې شک نه شته چې غرب کې اخلاقيات صفر ديٍ، د شيطان حاکميت تر عنوان لاندې ليکنه د هغوی د ژوند دې اړخ ته اشاره کوي، په دې موضوع کې شهيد سيد قطب ډېرې جالبې کيسې ليکلي. هغه چې کله امريکا وليده او هلته يې د هغوی په ژوند کې وحشت وليد، بيا يې تفصيلي کتاب وليکه او خپلې خاطرې يې په کې ښکاره کړې. پرته له طه حسين او ده ته ورته شخصيتونو، نور ټول مفکرين په دې قانع دي چې په غرب کې ژوند له خپل انساني

30.09.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!

مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!ليکوال: زاهد جلاليهغه ناروغي چې تشخيص نه شي، حتما انسان نهيلي کوي. هر څومره چې انسان قوي او دينداره هم وي څه نا څه نهيلي ورته پيدا کېږي. دا ډول ناروغيانې ډېر هغه شرير انسانان چې په ټولنه کې خلک ترې په عذاب هم وي، په ډېرو نېکو انسانانو بدلوي، دا ناروغي د هغوی له پاره خدای ته د رجوع يوه وسيله جوړېږي، که څه ه

23.08.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!

مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!ليکوال: زاهد جلاليپه داسې حال کې چې د شمس الدين سترګې به له اوښکو ډکې وې، غټې غټې اوښکې به يې په رخسار غورځېدې، يو وار به موسکی هم شو، ويل يې عجيب وختونه وو، زه په څه فکرونو کې وم او څه راباندې وشول. زما په خوږ دوست شمس الدين باندې رښتيا هم لوی مصيبت تېر شوی و، داسې مصيبت چې د ده بې تجربې ژوند يې لکه الماس کلک کړ.

17.08.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!

مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!ليکوال: زاهد جلاليخدای موږ ته د ژوند لار راښودلې، د تباهۍ او کاميابۍ ټولې لارې يې راپه ګوته کړي. د کاميابۍ د ترلاسه کولو او له تباهۍ د ځان ژغورنې له پاره يې راته د ځينو کارونو په کولو امر کړی او د ځينو له کولو يې منع کړي يو. خدای تعالی موږ له دې، نه يو منع کړي چې په دغه اوامرو او نواهيو کې يې حکمت ولټوو، بلکې د دې پر خلاف، راته يې ام

15.08.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۱۰) سياسي اسلام!

مخامخ خبرې (۱۰)سياسي اسلام!ليکوال: زاهد جلاليمفکر او په ځانګړي ډول فيلسوف چې حاکم ته نږدې شو، ممکنه نه ده چې بيا دې هماغه پخوانی فيلسوف يا مفکر پاتې شي، ځکه مفکر يا فيلسوف بايد د فکر په سمندر کې داسې آزادانه غوټې ووهي چې د هېڅ کوم سد په فکر کې دې نه وي. د مفکر د فکر دايره بايد منحصره نه وي، مفکر بايد د باز په څېر په هوا کې آزادانه ښکار وکړی شي، که ن

12.08.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح)

مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح) لیکوال: زاهد جلاليپه اسلام کې د ښځې حقوق يو له هغو موضوعاتو څخه دي، چې د اسلام دښمنان غواړي، د اسلام دغه منصف، خو پيچلی نظر خلکو ته داسې ښکاره کړي، چې ګنې اسلام له ښځې سره ظلم کړی او نر ته يې افضليت ورکړی. په داسې حال کې چې اسلام اصل د نر او ښځې تر منځ مساوات ايښی دی، خو زموږ په ټولنه کې دغه حقيقت نه دی درک شوی.اسلام ښځې ته لوړ مکانت ورکړی، همدا ده چې د قرآن يو اوږد سورت يې د (النساء) يا ښځو په نامه ياد کړی

29.07.2012 زاهد جلالی

مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!

مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!ليکوال: زاهد جلاليزما داسې ډېر دوستان شته چې هره ورځ پوهنتون ته ځي او راځي، اوچت اوچت فيسونه تحويلوي، خپل وخت ضايع کوي، له خپلې کورنۍ په مسافرۍ کې ژوند تېروي او دېته ورته نور ډېر مشکلات پر ځان زغمي خو پوهنتون نه پرېږدي. داسې ډېر کسان شته چې د دې هر څه په مقابل کې صرف يو کاغذ غواړي، داسې کاغذ چې د پوهنتون په ادا

20.07.2012 زاهد جلالی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more