استاذ نيازي ته!
زاهد جلالي
استاذه!
رهبره!
امامه!
مرشده!
د حق د لارې لارښوده!
ستا له نوم سره مو سترګو ته د روزنې
سرښندنې
مينې
او حقپالنې
وياړلي تصويرونه ودرېږي
تاسو خپل رسالت ترسره کړ
د حق حقه وينا مو رښتيا کړه
ځان مو د رښتينو شمېر کې راوست
موږ ته مو د حق پالنې
زړورتيا
لياقت
صداقت
حماسيت
او استقلاليت درسونه راکړل
تاسو لاړئ
کاش
لږ مو نور هم نازولي وو
لږ مو نور هم فکر پېرزو کړی و
لا خو مو ستاسو د روزنې کتاب نه و ختم کړی
لا خو مو ستاسو د پالنې درس نه و تمام کړی
لا خو مو ستاسو د فکري مکتب لومړ ټولګی نه و ختم کړی
لا خو مو ستاسو د سياسي روزنې کتاب نه و پيل کړی
خو تاسو پرېښودو
موږ هم ستاسو فکر پرېښود
خيانت مو وکړ
خرڅ مو کړ
ځان ته مو فکر طابع کړ، نه فکر ځان ته
خو خير
تاسو مه خپه کېږئ
دا چې ستاسو روزنې ته مو په سپکه وکتل
تاسو مو د حکومت مامور وګڼلئ
ستاسو صدق کې مو شک وکړ
ځان غوښتنې
مشرۍ غوښتنې
رهبرۍ
او سياسي پروتوکولونو مو سترګې ړندې کړې
ستاسو صداقت کې مو شک وکړ
ستاسو مخ ته مو لاړې در تو کړې
تاسو مو په خيانت تورن کړئ
خير دی
دا زموږ عادت دی
موږ له سيد جماله تر سيد صلاحه له ټولو سره هم همدا کړي
علامه حبيبي مو هم له هېواده شړلی
په وجود کې مو رټلي
خو په عدم کې مو ستايلي
استاذه!
موږ که هر څه وکړل
ماشومان يو
ناپوهان يو
خو ستاسو سينې د دې لس چنده هم زغمي
په مينې او خلوص يې قبلوي
همدا ده چې نن د سيد جمال په کتار کې ياست
همدا ده چې نن
د وياړلو په شمار کې ياست
هيله کوم
د فکر څرک مو بيا وځلوئ
د مکتب درسونه مو بيا ولوروئ
د فکر ويالې مو بيا راخړوبې کړئ
امامه!
موږ وبښه
او زموږ لاسنيوی وکړه
يو وار بيا د ځان غوښتنې
قدرت غوښتنې
او حزب غوښتنې په لور مو مخه کړې
په دوهم وار مو مه پرېږده چې ست شو
بيا مو مه پرېږده چې وريت شو
مرشده!
لاسنيوی مو وکړه
موږ مه پرېږده چې تباه به شو
ځان به بيا وپلورو
غيرت او اسلاميت به
بيا وپلورو
وطن پلورو
عزت پلورو
او مشري غواړو
پام چې
د وحشت په دغه بې سره او بې پايه صحرا کې مو تنها پرېنږدې
اسلام آباد
۲۰۱۲/۸/۸