مخامخ خبرې (19)د مبايل آداب

زاهد جلالی

يو مشر استاذ راته له ځينو شکايت وکړ، چې د مبايل په اخلاقو نه پوهېږي، کله د شپې يوه يا دوه بجې زنګ راوهي، کله چې مصروف وم، په يوه زنګ اکتفا نه کوي، حتی ويل يې چې کوم يوه ورته تر شلو ډېر زنګونه وهلي وو! ده هم ځواب نه ورکاوه، خو هغه تر پايه زنګونه وهل، کله چې ورسره تماس کې شوی و، خبره هم ډېره وړه خبره وه، چې حتی په يوه ليکلي پيغام هم حل کېده!

استاذ راته له دغه ډول کسانو ګيله وکړه او راته يې وويل چې د دغو کسانو له پاره د مبايل آداب وليکم، دا چې استاد ډېر مصروف و، نو ما ته يې دا دنده راکړه.

مبايل د سهولت يوه نوې وتلې وسيله ده، چې عمر يې ډېر لنډ دی، همدا ده چې د آدابو په هکله يې څه نه شته، له دې سره چې مبايل په ژوند کې ډېر استعمال لري او ډېر لوی پرابلمونه حلوی شي، زه په دی نظر يم، چې د مبايل آدابو ليکلو ته اړتيا هم نه شته، په دی هر مثقف او غير مثقف پوهېږي، چې د مبايل آداب دې څنګه مراعات شي، خو دا چې لا هم دغه آدابو ته ځينې توجه نه کوي، زه يې دې ته اړ کړم، چې په دې هکله څه وليکم.

تر دې مخکې چې د مبايل د آدابو په هکله وليکم، اړينه بولم، يادونه وکړم چې، مبايل په دې عصر کې يو لوی سهولت دی، دا سهولت بايد زموږ په منځ کې د مينې او د اړيکو د ټينګښت وسيله شي، پخوا به دوو دوستانو چې لرې فاصله کې اوسېدل، په کال کې يو وار يا له دې هم ډېر وخت وروسته سره ليدل او د احوال پوښتنه يې کوله، خو نن مبايل د دې آسانتيا رامنځ ته کړې، چې خلک د خپلو دوستانو له حالاتو هره ګړۍ ځان خبروی شي او خپله اندېښنه هر کله له منځه وړی شي. مبايل بايد د دې وسيله شي، چې يو مسلمان د بل مسلمان د حالت پوښتنه وکړي، د هغه له حاله ځان خبر کړی. لږ تر لږه په مياشت کې خو دې يو وار يو دوست له بل سره اړيکه ټينګه کړي او د احوال پوښتنه يې وکړي.

د مبايل زنګ هم د کور د ور ټکولو په څېر دی، د کور د ور ټکولو په هکله علما وايي، چې بايد درې وارې دروازه وټکول شي، که په دغه درې وارې ټک ټک کې هم چا ور خلاص نه کړ، بيا دې نور نه شله کېږي، خو هغه درې وارې ټک ټک، داسې نه لکه نن سبا چې مروجه ده، دې وختو کې د کور دروازه درې وارې په دوه دقيقو کې ټکول کېږي، يا د کور زنګ وهل کېږي. د کور د زنګ وهل يا دروازې ټکول بايد داسې وي، چې له يو وار ټک ټکه وروسته، دې دومره صبر وشي، چې څوک اودس کوي، هغه پای ته ورسوي، يا که څوک په څلور رکعته لمونځ اخته وي، چې هغه هم پای ته ورسوي. زما په اند مبايل هم همداسې دی، که څه هم د مبايل زنګ اوږد وي، خو د درې زنګونو تر منځ فاصله د دروازې له فاصلې زيات وخت ونيسي ځکه د مبايل زنګ د کور د زنګ په څېر نه دی، شايد هغه چا ته چې زنګ وهل شوی، په کوم ملاقات کې ناست وي، شايد صنف کې وي، شايد داسې ځای کې وي، چې د خبرو کولو فرصت ورتنه نه وي ميسر، نو يو زنګ کافي دی، بيا څه موده وروسته دوهم وار زنګ وهلو کې څه خبره نه شته، له درې زنګونو زيات زنګ وهل خو د اخلاقو غوښتنه نه ده، په مبايل کې خو دا ښېګڼه هم شته چې چا ته چې زنګ وهل شوی، هر کله چې خپل مبايل وګوري، هغه ته خبر ورکوي، چې پلانکي دومره زنګونه وهلي دي.

ډېری کسان په دې له خپلو دوستان خپه شوي دي چې ولې يې زنګ قطع کوي، کېدی شي هغه کس په داسې ځای کې نه وي چې مبايل ته ځواب ورکړی شي، يو صحابي په دې ارمان و چې د چا کور ته ورشي او هغه ورته ووايي، چې اوس ځه، مصروف يم درسره کتلی نه شم، که زموږ په ټولنه کې څوک داسې کار وکړي، کېدی شي له خپل نږدې ملګري به ډېر خپه شي.

نن سبا له ځينو سره دا ټوکه هم شته چې له پردي نمبره خپل دوست ته تکليف رسوي، له دې خوند اخلي، خو دا کار ښه نه دی، ولو که هغه سړی د ده څومره نږدې ملګری هم وي، ځکه تجربو ښکاره کړې ده، چې ډېر نږدې دوستان په همدغې ټوکې په خپل منځ کې سخت خپه شوي هم دي، يا چې کوم څوک چا ته زنګ وهي، د اخلاقو غوښتنه دا ده چې بايد ځان ورته معرفي کړي، ځکه هغه خو د زنګ وهونکي شکل نه ويني چې ويې پېژني څوک دی؟ نو بايد خپله هغه کس ورته ځان معرفي کړي، ځينې خو داسې دي، چې د خبرو په پيل کې وايي (لکه چې ودې نه پېژندم) که ورته وايي چې نه، حتی خپه کېږي، وايي زه دې دوست يم او ما اوس نه پېژنې! لکه هغه چې قصدا دا کار کوي.

د زنګ وهلو وخت هم اړين دی. که څوک د چا د احوال پوښتنه کوي، بايد په مناسب وخت کې ورته زنګ ووهي، داسې وخت نه وي چې خپل دوست په کې له خوبه راپاڅوي، يا يې د مطالعې په وخت کې ورته زنګ ووهي، زما په اند د زنګ وهلو ښه وخت مازيګر دی، ځکه دې وخت کې ټول خلک ويښ او وزګار وي.

يو بل مشکل ته چې زه د مبايل په اړه متوجه شوی يم، هغه دا دی چې، دې وختونو کې خو، ټليفوني شبکو مختلف سهولتونه ميسر کړي، يو ساعت خبرې د څلور يا پنځه روپيو په بدل کې کېدی شي، همدا ده چې ځينې دوستان نيم ساعت يا يو ساعت خبرې کوي، هغه په دې فکر وي چې مبايل خو ډېر مصرف نه لري، خو دې ته يې پام نه وي، چې د مقابل کس وخت هم ضايع کېږي، که دی وزګار وي، دا په دې معنی نه، چې ټول خلک وزګار دي، د مبايل د اخلاقو غوښتنه دا ده، چې بايد د بل کس وخت په پام کې ونيول شي، هغه به ورته له حيا ويلی نه شي، چې زه مصروف يم، خو دا په دې معنی نه ده چې هغه به وزګار وي. بايد عموما په خبرو کې ضروري خبرې وشي، نه دا چې د مبايل مصرف په نظر کې ونيول شي، خو د وخت کيسه کې نه وي.

ځينې نور واړه آداب هم شته، خو زما له نظره هغه داسې دي، چې ډېرو کشرانو ته يې ښودل اړين دي، دلته ضروري نه ده او مناسبه هم نه ده چې ويې ليکم.


-- 
-- 
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com