زاهد جلالی
د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك
زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .زاهدجلالي صیب:
پلارنی استوګنځای دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .
زاهدجلالي صیب ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.
درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.
د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.
دپوهنتون له شاملیدو دمخه زاهدجلالي صیب دمكتب جريده په مخ بېوله او.
په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.
دا مهال د توبې بلوګ چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو
رومال اداره
مخامخ خبرې
ته هم نابغه يې، خو...(د مخامخ برو وروستۍ کړۍ)
ته هم نابغه يې، خو...(د مخامخ برو وروستۍ کړۍ) زاهد جلالي هر انسان نابغه دی، خو چې له خپلې الهي موهبې کار واخلي او له لېوني پرته، نورو ټولو انسانانو ته خدای يوه موهبه ورکړې. هر انسان چې دغه الهي موهبه درک کړي، نابغه دی. علامه سيد جمال الدين افغاني که چېرته د خپل پلار خبره منلې وه او په خپل کور کې پاتې شوی و، نه خو به يې د نبوغ خبرې دومره خلکو کولې او نه به يې په اسلامي نړۍ کې داسې د ويښتابه غورځنګ پر مخ بوولی و، خو دا
د خدای له رحمته هېڅ کله مه مايوس کېږئ(۲۲)مخامخ خبرې
مخامخ خبرې (۲۲) د خدای له رحمته هېڅ کله مه مايوس کېږئ زاهد جلالي دوکتور احمد سليمان ته يې د ناروغۍ د پوښتنې له پاره ورغلم، ما غوښتل يوه يا دوه دقيقې ورسره ودرېږم او د ناروغۍ پوښتنه يې وکړم، ځکه ملګري راته ولاړ وو، چېرته تلو، ما له ملګرو څخه د دوو دقيقو له پاره ا
مخامخ خبرې (21)نه پوهېږم!
مخامخ خبرې (21)نه پوهېږم! زاهد جلالی زموږ په ټولنه کې د (نه) فرهنګ تر ډېره بريده نه شته. په دې کې ډېری کسان خپل توهين ويني او فکر کوي چې د نورو په وړاندې به سپک ښکاره شي، چې ووايي (نه پوهېږم) او هغه کسان چې له کوم استاذ يا عالم نه د (نه پوهېږم) خبره واوري، داسې ګومان کوي، د نورو په وړاندې يې عزت تر پښو لاندې شو! زما ښه په ياد دي، د انګليسي په
مخامخ خبرې (20) کفن جېب نه لري!
مخامخ خبرې (20) کفن جېب نه لري!ډېری داسې کسان پېژنم، چې ښه تقوا داره دي، تهجد لمونځونه کوي، نفلي لمونځونه کوي، نفلي روژې نيسي، ټول لمونځونه يې په جومات کې له جماعت سره ادا کوي، په داسې حال کې چې خدای ښه سرمايه هم ورکړې، خو د خدای جل جلاله په لاره کې، يوه روپۍ صدقه او حتی زکات نه ورکوي، زه داسې کسان هم پېژنم، چې پر سر تړلې لونګۍ به يې سر دروند کړی وي، ږيره به يې نامه ته نږدې وي، نورې خبرې څه چې د جهاد په اړه هم ښه زړور غږېږي، خو متاسفانه چې د خپل مال زکات نه ورکوي، ځينې خو دا
مخامخ خبرې (19) د مبايل آداب
مخامخ خبرې (19)د مبايل آداب زاهد جلالی يو مشر استاذ راته له ځينو شکايت وکړ، چې د مبايل په اخلاقو نه پوهېږي، کله د شپې يوه يا دوه بجې زنګ راوهي، کله چې مصروف وم، په يوه زنګ اکتفا نه کوي، حتی ويل يې چې کوم يوه ورته تر شلو ډېر زنګونه وهلي وو! ده هم ځواب نه ورکاوه، خو هغه تر پايه زنګونه وهل، کله چې ورسره تماس کې شوی و، خبره هم ډېره وړه خبره وه، چې حتی په يوه ليکلي پيغام هم حل کېده!
مخامخ خبرې (18)يوازې ته، خپل ځان ښه تمثيلوی شې!
مخامخ خبرې (18)يوازې ته، خپل ځان ښه تمثيلوی شې! زاهد جلالی ډېری کسان داسې وي چې د دنيا د لوړو شخصيتونو په اړه مطالعه کوي، دا په خپل ذات کې ښه کار دی، خو دا چې د هغوی هر عادت خپل کړو، ډېر مؤثر نه دی، ځکه هر څوک په خپل شخصيت کې خپل روح لري او خپل جسد تر ټولو ښه کولی شي خپل عادتونه په ځان کې ښه عملي کړي.
مخامخ خبرې (17)ظاهر که حقيقت؟!
زاهد جلالی زما ډېر دوستان په دې باور دي، چې د انسان شکل ډېر اړين دی، انسان که ښه وي او که بد، بايد ظاهر يې برابر وي او دا زموږ د ټولنې عادت هم دی، زموږ په ټولنه کې که څوک څومره متدين هم وي، خو چې ظاهر يې د دوی له ذهن سره برابر نه وي، چا ته د منلو وړ نه دی او د دې په مقابل کې که څوک څومره غټ بې دينه هم وي، خو چې ږيره يې غټه وي، ښه خولۍ يې پر سر وي، اوچتې پيڅې يې وي، همدا ورته له هغه دينداره چې په شکل کې يې دينداري نه ښکاري، ښه او بهتر ښکاري. شايد ځينې دا زموږ د ټولنې يو له ښو ځ
مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين
مخامخ خبرې (16) بې فکره مفکرين زاهد جلالي پرته له بې فکره مفکرينو نور ټول په دې راسره موافق دي چې زموږ په ټولنه کې جهل او بېسوادي ډېره زياته ده او همدا بېسوادي ده چې موږ څو لسيزي مسلسل وژل شوي يو، له خپلو ودانو کورونو وېستل شوي يو، په کورونو مو لوی لوی بمونه غورځول شوي دي، وژل کېږو هم موږ او ترورېست هم موږ ته ويل کېږي، خو موږ د دې جرات هم نه لرو چې نړيوالو ته ثابته کړو، موږ بېګناه يو، دا ظلم دی چې موږ وژل کېږو، سره دې ټولو مصيبتونو، زموږ بې فکره مفکرين چې کېني او شين چای يې مخ
مخامخ خبرې (15)حجاب
مخامخ خبرې (15)حجاب زاهد جلالي حبيب بېنک کې ناست وم، د حبيب بېنک يوه ماموره بېنک ته راننوته، ما د مېز له شا وليده، يوازې سر يې ښکارېده، زما ډېره خوښه شوه، ځکه چې په اسلامي حجاب مزينه وه، داسې حجاب يې و، چې د سر يو ويښته يې هم نه ښکارېده، خو چې مخکې راغله، بيا مې خوښي په خپګان بدله شوه، ځکه حجاب يې يوازې سر باندې و، خو لاندې په اسلامي حجاب برابره نه وه، مټې يې ښکارېدې، همدا رنګه پنجابي کالي يې وو او د پتلون په څېر پرتوګ يې و. ما هلته له ځانه پ
مخامخ خبرې (14) موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې!
مخامخ خبرې (14) موږ او غرب؛ د تخلف او پرمختګ دوه نمونې! دې کې شک نه شته چې غرب کې اخلاقيات صفر ديٍ، د شيطان حاکميت تر عنوان لاندې ليکنه د هغوی د ژوند دې اړخ ته اشاره کوي، په دې موضوع کې شهيد سيد قطب ډېرې جالبې کيسې ليکلي. هغه چې کله امريکا وليده او هلته يې د هغوی په ژوند کې وحشت وليد، بيا يې تفصيلي کتاب وليکه او خپلې خاطرې يې په کې ښکاره کړې. پرته له طه حسين او ده ته ورته شخصيتونو، نور ټول مفکرين په دې قانع دي چې په غرب کې ژوند له خپل انساني
مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!
مخامخ خبرې (۱۳) ناروغي هم رحمت دی!ليکوال: زاهد جلاليهغه ناروغي چې تشخيص نه شي، حتما انسان نهيلي کوي. هر څومره چې انسان قوي او دينداره هم وي څه نا څه نهيلي ورته پيدا کېږي. دا ډول ناروغيانې ډېر هغه شرير انسانان چې په ټولنه کې خلک ترې په عذاب هم وي، په ډېرو نېکو انسانانو بدلوي، دا ناروغي د هغوی له پاره خدای ته د رجوع يوه وسيله جوړېږي، که څه ه
مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!
مخامخ خبرې (۱۲) روشنفکره مېرمن!ليکوال: زاهد جلاليپه داسې حال کې چې د شمس الدين سترګې به له اوښکو ډکې وې، غټې غټې اوښکې به يې په رخسار غورځېدې، يو وار به موسکی هم شو، ويل يې عجيب وختونه وو، زه په څه فکرونو کې وم او څه راباندې وشول. زما په خوږ دوست شمس الدين باندې رښتيا هم لوی مصيبت تېر شوی و، داسې مصيبت چې د ده بې تجربې ژوند يې لکه الماس کلک کړ.
مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!
مخامخ خبرې (۱۱)خدای مې وليد!ليکوال: زاهد جلاليخدای موږ ته د ژوند لار راښودلې، د تباهۍ او کاميابۍ ټولې لارې يې راپه ګوته کړي. د کاميابۍ د ترلاسه کولو او له تباهۍ د ځان ژغورنې له پاره يې راته د ځينو کارونو په کولو امر کړی او د ځينو له کولو يې منع کړي يو. خدای تعالی موږ له دې، نه يو منع کړي چې په دغه اوامرو او نواهيو کې يې حکمت ولټوو، بلکې د دې پر خلاف، راته يې ام
مخامخ خبرې (۱۰) سياسي اسلام!
مخامخ خبرې (۱۰)سياسي اسلام!ليکوال: زاهد جلاليمفکر او په ځانګړي ډول فيلسوف چې حاکم ته نږدې شو، ممکنه نه ده چې بيا دې هماغه پخوانی فيلسوف يا مفکر پاتې شي، ځکه مفکر يا فيلسوف بايد د فکر په سمندر کې داسې آزادانه غوټې ووهي چې د هېڅ کوم سد په فکر کې دې نه وي. د مفکر د فکر دايره بايد منحصره نه وي، مفکر بايد د باز په څېر په هوا کې آزادانه ښکار وکړی شي، که ن
مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح)
مخامخ خبرې (۹)ښځه د اسلام له نظره (د څو تېروتنو تصحېح) لیکوال: زاهد جلاليپه اسلام کې د ښځې حقوق يو له هغو موضوعاتو څخه دي، چې د اسلام دښمنان غواړي، د اسلام دغه منصف، خو پيچلی نظر خلکو ته داسې ښکاره کړي، چې ګنې اسلام له ښځې سره ظلم کړی او نر ته يې افضليت ورکړی. په داسې حال کې چې اسلام اصل د نر او ښځې تر منځ مساوات ايښی دی، خو زموږ په ټولنه کې دغه حقيقت نه دی درک شوی.اسلام ښځې ته لوړ مکانت ورکړی، همدا ده چې د قرآن يو اوږد سورت يې د (النساء) يا ښځو په نامه ياد کړی
مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!
مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!ليکوال: زاهد جلاليزما داسې ډېر دوستان شته چې هره ورځ پوهنتون ته ځي او راځي، اوچت اوچت فيسونه تحويلوي، خپل وخت ضايع کوي، له خپلې کورنۍ په مسافرۍ کې ژوند تېروي او دېته ورته نور ډېر مشکلات پر ځان زغمي خو پوهنتون نه پرېږدي. داسې ډېر کسان شته چې د دې هر څه په مقابل کې صرف يو کاغذ غواړي، داسې کاغذ چې د پوهنتون په ادا
مخامخ خبرې (7)د اسلام آباد فحشا خانې
مخامخ خبرې (7)د اسلام آباد فحشا خانېليکوال: زاهد جلالي ډېر بېچاره پلاران د خپلو اولادونو لپاره په ځان سختې ورځې تېروي، حتی په لوږه شپه او ورځ سبا کوي، د ژوند له عيش او عشرته لرې اوسېږي، ځينې د همدغو اولادونو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي، د پرديو خلکو سختې خبرې او بد اخلاقي زغمي، پلاران په بازارونو کې درانه بار
مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې
مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې ليکوال: زاهد جلاليسيد جمال الدين افغاني د دې عصر د اسلامي ويښتابه مخکښ دی، دی په افغانستان کې زېږېدلی، دلته لوی شوی، همدې هېواد کې يې د لومړي وزير منصب کې هم کار کړی. سيد جمال الدين افغاني، علامه عالم، وتلی فيلسوف، مخکښ مفکر او زړور زعيم و، وسطي فکر يې لاره، همدا ده چې نن صفوي شيعه ګان د هغه د ايرانيت خبرې کوي او ادعا کوي چې هغه سيد جمال الدين حسيني نه، نه افغاني! موږ ټول افغانان د
مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟!
مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟! ليکوال: زاهد جلاليقرآن هغه الهي رڼا او هدايت دی چې ټول بشريت ته اطمنان ورکولی شي، قرآن کولی شي ټول بشريت له بېلارۍ بج کړي، قرآن کې داسې خوند شته چې د روحي مرض سربېره د نورو ډېرو مرضونو دوا هم په کې شته او بالآخره قرآن هغه کتاب دی چې که څوک يې يو وار خوند وڅکي، په دې به پښېمانه شي چې ولې مې له لومړۍ ورځې له قرآن سره اړيکه نه ټينګوله، دا هسې د احساساتو خبره نه ده، ثابته شوې هم ده.
مخامخ خبرې (۴)جومات خو د خدای کور دی!
مخامخ خبرې (۴)جومات خو د خدای کور دی!ليکوال: زاهد جلاليشاډولا زموږ په کلي کې يو تقوا دار سړی و. سره د دې چې ږيره يې ټوله سپينه شوې وه، د لمسيانو او کړوسيانو خاوند و، دومره چاغ هم و چې په لاره سم تلی نه شو؛ خو له دې ټولو سره به يې د روژې په مياشت کې مکملې تراوېح په ولاړه کولې، که چا به ورته ويلې چې تا ته خدای رخصت درکړی، په قهر به شو، ويلې به يې زه لمونځ کولی شم، ولې داسې بېغيرتي وکړم چې په ناسته لمونځ وکړم، يا وهابيانو غوندې اته رکعته لمونځ وکړم، زه سم لمونځ کوم. سره له دې چې کور
مخامخ خبرې (۳)دلته ژړا هم جرم دی!
مخامخ خبرې (۳)دلته ژړا هم جرم دی! ليکوال: زاهد جلاليمتاسفانه زموږ په ټولنه کې د ښځې او نر جنس تر منځ لوی تبعيض شتون لري، مور په دې قانع ده چې زوی د خدای لوی نعمت دی او حتی ما اورېدلي چې ځينې سړي خپلې ښځې په دې تهديدوي چې که دې لور وزېږوله په ما طلاقه يې! داسې خبرې واورې چې حيران پاتې شې، دا د پرمختګ عصر کې داسې جاهليت چې له اسلامه مخکې هم داسې جاهليت نه و! ځينې ناپوهان خو بيا دا تعصب ته دينې بڼه هم ورکوي، ښځو ته ناقص العقل او ناقص الدين وايي، خپلې ښځې يې هم په دې قان
مخامخ خبرې (۲) د شيطان حاکميت
يو وار مې غربي رېسټلنګ ته په ډېر تعجب کاته، د دوی وحشيانه وهل ټکول، دا چې مخونه يې تور کړي، په خپلو کاليو يې ليکلي وي (لوی شيطان)، ځينو خپل ټول ځانونو باندې ټاپې ماپې کړې وي او داسې نور عجيب او غريب په کې ووينې او سيلانيان خو په زرهاو کسه ورته راغلي وي، هغه څه سړي ته وريادوي چې له اسلامه مخکې به عربو کول، د انسانانو جنګول او بيا په هغوی قمار وهل، چې هر يو يې وګټي د بل له مالکه به پيسې اخلي. داسې وحيشيانه اعمال چې اسلام ورته د پای ټکی کېښود، د غرب په متمدنه ټولنه کې ليدل کېږي، هغه ځای کې چې د
مخامخ خبرې (۱) د مرګ خوند
مخامخ خبرې (۱) د مرګ خوند ليکوال: زاهد جلالياصول الفقه په اسلامي شريعت کې يو له سختو موضوعاتو ده، خو له سختۍ سره خوند هم پکې شته، اول خو په آسانۍ څوک پرې پوهېدی نه شي، بيا که پوه شي، چې څومره په سختۍ درس زده کړی وي، هومره خوند هم ترې اخلي.دا چې زما پلار اصول الفقه کې تخصص کړی و، زما هم له اصول الفقه سره زښته ډېره مينه ده. شايد له دې پرته مې هم ورسره مينه وه، ځکه چې د اسلامي فقهې اساس اصول الفقه ګڼل کېږي، له همدې امله يې په ډې