مخامخ خبرې (18)يوازې ته، خپل ځان ښه تمثيلوی شې!

 

زاهد جلالی

ډېری کسان داسې وي چې د دنيا د لوړو شخصيتونو په اړه مطالعه کوي، دا په خپل ذات کې ښه کار دی، خو دا چې د هغوی هر عادت خپل کړو، ډېر مؤثر نه دی، ځکه هر څوک په خپل شخصيت کې خپل روح لري او خپل جسد تر ټولو ښه کولی شي خپل عادتونه په ځان کې ښه عملي کړي.

يو متل دی وايي کارغه د باز پېښې کولې خپلې يې هېرې کړې، هېڅوک نه شي کولی د بل چا عادت په خپل ځان کې د هماغه په څېر تطبيق کړي.

د هر انسان روح د هغه جسد ته ښه مناسب دی او د هغه روح عادتونه په همدغه جسد کې ډېر عادي او بې تکلفه عملي کېږي. دا که څوک غواړي د نورو عادتونه خپل کړي، ممکنه نه ده. خو د دې په مقابل کې هغه عادتونه چې دی يې لري هم هېروي.

ځينې ځوانان ډېره هڅه کوي د هندي ستورو په شان جامې واغوندي او د هغوی عادتونه په ځان کې تطبيق کړي، مثلا که هغوی د خپلو ويښتو سټايل خپلې ټولنې ته مناسب برابروي، دوی هم کوښښ کوي هماغه سټايل خپل کړي، خو په دې پوهېږي نه چې زه او هغه نور څومره توپېرونه لرو چې د دې دنيا رب په کې سره بېل کړي يو.

زه ډېر داسې کسان وينم چې خپله خپل عادي حالت کې ډېر ښه ښکاري، خو که د چا د عادت د خپلولو کوښښ کوي، له ورايه ښکاري چې د ده جسد دغه عادت ته جوړ نه دی او نا اشنا سړی يې هم درک کولی شي چې دا يو پردی عادت د ده په جسد کې دی.

هو دا هم سمه ده چې د دنيا کوم لوی شخصيت به دغه عادت لاره خو دا نه شوه چې يوازې همدا عادت دی چې دی يې دغې درجې ته رسولی دی. که ته په ځان کې د هغه مخالف عادتونه ولرې، هم کولی شې يوې لويې درجې ته ورسېږي، هر څوک د خپلو عاداتو په لرلو ښه پرمخ تللی شي. مثلا؛ د يو فکري شخصيت په جوړرېدو کې مطالعه او ډېر لوستل داسې يو ضرورت دی چې هېڅ مفکر پرته له مطالعې مفکر شوی نه دی، خو فرق په دې کې دی چې هر يو د خپل طبيعت مطابق مطالعه کوي. يو انسان سهار وختي ښه مطالعه کوی شي، بل چې شپه سبا کړي ښه مطالعه کوی شي، د يوه ذهن د دې قابليت نه لري چې له لسو ساعتونو ډېره مطالعه وکړي، د بل کولی شي ۱۵ساعته مطالعه وکړي.

د دوکتور وهبه الزحيلي په هکله ويل کېږي چې شپاړس ساعته مطالعه کوي، دا د هغه د طبيعت مطابق دی، شايد بل عالم يې په ورځ کې څوارلس ساعته هم ونه شي کړی، همدا رنګه چې د مطالعې اندازه فرق لري، له کتابه فهم يې هم فرق لري. دوکتور مصطفی محمود وتلی مفکر دی. هغه به شپه او ورځ په خپل کتابتون کې ناست و. ډېر بدل طبيعت يې و. دنيا يې د عقبی له پاره ترک کړې وه، د خدای په مينه کې يې د شهوت مينه هېره کړې وه، همدا وه چې دوه ښځې يې طلاق کړې او د ژوند وروستۍ شېبې يې په تنهايۍ کې تېرولې، که څوک به يې د ليدو له پاره ورته، له هغه سره به يې خپل وخت نه ضايع کاوه، د هغه د کتابتون په هکله وايي چې تقريبا شل متره وه او دا شل متره کوټه داسې له کتابونو ډکه وه چې څوک سم په کې ګرځېدی هم نه شو. د دوکتور مصطفی محمود په کتابتون به يې ليکلي وو (تابوت) يعنې دې کوټې ته ننوتل داسې معنی لري لکه څوک چې له دنيا سره خدای پاماني کوي او رب سره يې راز او نياز وي، همدا وه چې هېڅ کومې ښځې ورسره ورځ سبا نه کړای شوه.

د دوکتور مصطفی محمود په څېر ژوند نورور انسانانو ته ډېر مشکل دی او حتی که څوک هڅه وکړي د ده په څېر ژوند وکړي، ښايي خپل اعصاب له لاسه ورکړي، ځکه خدای انسانانو ته داسې قابليت نه دی ورکړی، خو هغه ته عادي ښکارېده.

دوکتور محمد عماره هم يو وتلی شخصيت دی، هغه په خپل کتابتون کې له شپاړسو ساعتونو هم ډېر تېروي، همدا ده چې طارق البشري ورته د بلډوزر لقب ورکړی دی، هغه د همدې له پاره هېڅ کومه دنده نه لري، هغه غواړي شپه او ورځ د فکر په مهراب کې ناست وي او د ليکلو له لارې خپل امت ته ګټه ورسوي او همدا ده چې په دې لاره کې بريالی شوی هم دی، د هغه دغه فکري کار له اجتماعي کارو ډېر لرې ساتلی دی او حتی پر ځان يې د دنيا ښه ژوند هم بند کړی، هغه کولی شي د پاريس ښکلي ښار ته لاړ شي، د نړۍ په ټولو ښو ښارونو، لويو کتابتونونو او موزيمونو وګرځي، خو نه، هغه دا هر څه پر ځان د خپل امت له پاره حرام کړي، ښايي دا کار هر څوک ونه شي کړای.

دوکتور محمد سليم العوا هم مفکر دی، خو د العوا طريقه له دوی سره کاملا فرق لري، العوا په اجتماعي فعاليتونو کې ښه سهيم وي او د دې ترڅنګ فکري کار کې هم ځلېدلی دی. مصطفی محمود او دوکتور محمد عماره پر ځان اجتماعي فعاليتونه بيخي حرام کړي دي، ځکه هغوی په يو وخت کې ټول نه شي کوی، خو سليم العوا داسې نه دی او العوا بيا په فکري کار کې له هغوی يو څه وروسته پاتې.

زه چې د نړۍ د هر لوی شخصيت خپلې ځانګړنې ګورم او په دې هم پوهېږم چې دوی دا له چا اخيستي نه دي، خپله همداسې دي، بيا په هغه خبره پوهېږم چې وايي (نقش خودت را بازی کن…نه اصلا بازی نکن چون بازيگر خوبی نيستی فقط خودت باش). هېڅ کله هڅه مه کوه چې د بل چا په پښه پښه کېدې، خپله له ځانه څه جوړ کړه او خپل عادتونه مه پرېږده، ځکه دا عادتونه يواځې ته يې چې درسره ښه ښکاري او همدا ته يې چې دا عادتونه په ځان کې ښه تمثيلوی شې.

د دوکتور ابراهيم الفقي رحمه الله هغه وينا مې ډېره خوښه ده، چې د ځان د تمثيلولو په اړه وايي، د مرحوم الفقي په دغه په زړه پورې خبره دا ليکنه پای ته رسوم: (ته په خپله اوسه، متميز اوسه).