شيطاني شيخي!
((شيخ به ډېر کله په خپله صومعه کې و. هغه د خپل منفي فکر په نتيجه کې ځان شارع باله، شارع خو يې ځان ته نه ويل، خو فکر يې کاوه چې که خداى نه وي، لږ تر لږه مشاور خو به يې وي!
شيخ خپل صومعه عبادتخانه بلله، خو په حقيقت کې هغه ځاى له عقدو او کينو ډک شوى و. هغه داسې انګېرله چې په کور کې يې ايماني وړانګې ځلېږي، خو هغه ځاى له شيطاني تيارو ډک و. هغه په دې باور و چې خلک ټول بېلارې او نامسلمانه دي، يو دى او څو همفکره يې اصلي مسلمانان دي، خو حقيقت د دې عکس و. شيخ چې به کله مصلى په ځمکه وغړوله، له خدايه به لا ډېر شو او له خپل طاغوت سره به يې مرکه پيل کړه.
شيخ له دنيا سره اړيکه شلولې وه، ځکه نور ورته مفسدين او مبدعين ښکارېدل، همدا وه چې د خپلوۍ او دوستۍ ټولې ديني اړيکې يې پرې کړې وې.
هغه تر دې اندازې ځان ته مغرور و چې د ډېرو سلام ته به يې عليک هم نه ويل، بلکې د سلام په ځواب کې به يې ورته نېغ نېغ وکتل او هغه به يې په خپل سلام پښېمانه کړ.
همدا وه کله به چې شيخ ويل (الله اکبر) خداى به پرې خپل لعنت وايه. هغه چې بل ويل (سبحان الله) ملايکو به ويل (درواغجنه ستا په وړاندې خداى ستر نه دى، طاغوت درته تر هر چا ستر ښکاري)!
بالآخره يوه ورځ شيطان ورته د وقاره په جامه کې راښکاره شو او ورته يې وويل: (ته نور عبادت! ته اړتيا نه لرې، نور ځان مه ستړى کوه، ته اوس زما په دربار کې ځانګړى ځاى لرې، له دې سره ورک شو).
شيخ له ډېرې خوښۍ په جامو کې نه ځايېده، ځکه د ده خداى ورته بشارته ورکړى و!))
زموږ په ټولنه کې ځينې داسې طاغوتي شيخان شته. اوس يې تاسې په هکله فکر وکړئ او به نښه يې کړئ، چې ځان له دغه ډول شيخۍ وساتۍ!
--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com