له دوکتور خالد حاتم سره مرکه

يادونه: د ويښتابه درنو لوستونکو!

د مجلې په دې ګڼه کې مو د پوهنتون ځوان افغان استاذ، دوکتور احمد خالد حاتم مېلمه دى. استاذ د لېسانس مرحله د ستاينليک په لاسته راوړلو پاى ته رسولې او د ماسترۍ مرحله کې يې طلايي مډال هم تر لاسه کړى. نوموړى اوس مهال د دوکتورا په مرحله کې د رسالې په ليکلو بوخت دى او ورسره په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د شريعې او حقوقو پوهنځي کې استاذ هم دى. استاذ د پوهنتون په اداري او فرهنګي چارو کې هم دنده تر سره کړې. هيله ده چې له علمي ژوند او تجربو يې استفاده وشي.                                                                 

(د مجلې اداره)

ويښتابه: ښاغلى استاذ حاتم صاحب! له هر څه د مخه درڅخه مننه کوم چې زموږ بلنه مو ومنله. لومړى مو د ويښتابه لوستونکو ته په مفصل ډول ځان وپېژنئ.

استاذ: احسانمن مو یم. زه، احمد خالد حاتم د استاذ عبدالله حاتم زوی، د کنړ ولایت د پېچ درې د اشنغر د کلي یم. ډېر وړوکى له کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شوی او د هجرت کلي په جامع جومات کې مې د سیپارې او اول ټولګي زده کړې تر سره کړي او له دې وروسته مې د (المدرسة الاسلامیة للتربیة و التعلیم النموذجیة) یا د تربیه اسلامي په ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکړ. کله چې له نهم ټولګي څخه لسم ټولګي ته کامیاب شوم نو ‏پلار مې راڅخه پوښتنه وکړه "بچیه! ښه به نه وي چې ته زما تخصص ته راشې او زما د کتابونو او علم وارث شی؟" دا پوښتنه وه او که امر و، خو د پلار له خوښې سره سم مې په (المعهد الشرعي لاعداد الدعاة) کې داخله واخیسته او له درېیم معهد څخه په ۲۰۰۰ کال کې فارغ شوم. له دې وروسته یو لړ مشکلات راولاړ شول او ما ونه شو کولاى چې په دغه کال کې لوړې زده کړې پیل کړم تر هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو د مشورې له مخې زما پلار، یو ځل بیا، پرېکړه وکړه چې زه باید د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې شامل شم. دلته مې د شرعیاتو او قانون په پوهنځي کې، چې د اسلامي او عصري قوانینو بې بېلګې امتزاج دی، په زده کړو پیل وکړ. په ۲۰۰۶ کې د بکالوریا له مرحلې څخه "اعزازي ستاینلیک" سره فارغ شوم، او په نړیوال قانون کې د ماسترۍ دوره مې په ۲۰۰۹ کال کې سرو زرو میډال اخیستو سره پای ته وروسوله. لا مې د ماسترۍ مونوګراف دفاع نه وه کړې چې  په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د قانون دیپارتمنت پرېکړه وکړه چې زه به د بکالوریوس په مرحله کې د استاذ په صفت کار پيل کړم، او د ماسترۍ د پای ته رسېدو څخه وروسته بیا ما ته اجازه راکړل شوه چې د ماسترۍ مرحله کې هم دنده تر سره کړم. له یو لړ نورو مصروفیتونو څخه د خلاصېدو وروسته مې د "فقه او اصول فقه" د تخصص لپاره په دکتورا کې په زده کړو پیل وکړ او اوس د مونوګراف د لیکلو په مرحله کې یم.

 

ويښتابه: راته مو وويل چې د شريعې او حقوقو پوهنځۍ مو لوستې، د دغه پوهنتون په دغه پوهنځي کې د دوو قوانينو بې بېلګې امتزاج شوى، د دې په هکله څه وايئ او ستاسو په نظر دا امتزاج به د محصل په فکري روزنه کې کومه اغېزه ولرئ؟

استاذ: دا یو روڼ حقیقت دی چې د اسلامي قانون صفات او مشخصات د دنیا پر مخ موجودو او له منځه تللو قوانینو څخه ممتاز دي، او بیا د اصول فقه علم، چې د اسلامي علومو د سر تاج بلل کېږي، په دې ډول علم له نورو قومونو سره نه شته. خو له بده مرغه، د مسلمانانو د مشکلاتو له امله په نړۍ کې خلک د دغه کمزورو قوانینو د کنترول لاندې دي. په دې فاکولته کې د عصري قوانینو هر قانون په همدغه موضوع د اسلامي قانون سره یو ځاي زده کونکو ته ښودل کېږي، دا په دې معنی نه ده چې ګوندې د اسلامي قانون د ضعف یا له عصري قانون څخه د دفاع په نیت وي، بلکې، څرنګه چې ما د مخه ورته اشاره وکړه، په اسلامي هېوادونو کې هم تقنین شوي عصري قوانین پلي شوي دي،  نو ځکه دا لازمه ده چې د شرعیاتو زده کوونکي ته په دغو قوانینو کې د مشکل ځایونه معلوم وي، څو یې اصلاح کړي. له دې علاوه، یو مسلمان زده کوونکې باید د دې اهلیت ولري چې د اسلامی قوانینو د کمال ټکي او د هغوى کارولو لاره نورو ته ورسوي. څو کله چې د مسلمانانو بیا عروج راځي، چې له مونږ سره یې وعده هم شوې، نو چې مونږ خالي لاس او خالي ذهن نه اوسو.

ويښتابه: آيا افغان محصل ته د وضعي قانون لوستل، د وخت ضايع کول دي او که مؤثر هم واقع کېداى شي؟

استاذ:  د دنیا د واقعیتونو او مشکلاتو څخه باخبره اوسېدل او د هغوی د علاج او مخنیوي لارې چارې څېړل د یو مسلمان په توګه د هر مسلمان فرض دی. خو د وضعي قانون په اړه چې د خلکو په ذهنونو کې کوم مشکلات دي لازم نه ده چې هغه دې ټول صحیح ټکي وي. مسلمانانو ته دا ډول مشکلات په خاصه توګه د تېرو دوه نیم سوه کلونو څخه ځکه مخامخ دي چې دوى د مختلفو خنډونو له امله د مثبت بحث، مباحثې، خبرو اترو څخه لاس اخیستې دی او کوښښ کوي چې یا خو د خپل ذهن او یا هم د بل چا د لیکنو له مخې پر یو بل انتقاد وکړي. دا لامل دی چې زمونږ ډېر مشکلات نظري دي او هېڅ واقعیت نه لري، ځکه مونږ کولاى شو د خبرو اترو په واسطه د دغه مشکلاتو حل راوباسو. د وضعي او شرعي قانون اصطلاح د عقل او وحي تر منځ د توپیر واضح کولو لپاره ډېره مناسبه ده خو دا مطلب یې بالکل نه دى چې ګوندې وضعي قانون (الحکم بغیر ما انزل الله) وي، که خداى مه کړه دغه شان حالت رامنځ ته شي نو بیا خو دغه څیز ته د قانون نوم ورکول هم غلط دي. ځکه مسلمانانو ته باید د تقنین شوي شرعي قانون (چې وضع دې ته هم وایي) سره سره د تقنین شوي اجتهادي قانون (چې کېدای شي د نوو مسایلو لپاره عقل کارول شوی وي او د شریعت له نصوصو او مقاصدو سره یې اختلاف نه وي) زده کړه کې، زما په اند، مشکل نه شته.

ويښتابه: تاسو مختلفې علمي مرحلې طى کړي. ښوونځى، ديني معهد او بيا مو په پوهنتون کې درې اوچتې علمي مرحلې په کاميابۍ پاى ته رسولي، طبيعي ده چې په دغه موده کې به له لوړو ژورو سره مخ شوي ياست، ستاسو په نظر په درس کې (سختي) چې ډېرو ته د علمي پرمختګ په لار کې سد (خنډ) واقع شوى، آيا دا رښتيا هم داسې يوه لويه بلا ده او که د البرټ اينشټاين خبره، سختي نه شته، بلکې همدا د سختئ کلمه ده چې د علم ګيلم ټولوي؟

استاذ: واقعیت دا دی چې بې زحمته راحت نه شته. خو داسې زحمت چې د علمي پرمختګ په لار کې خنډ واقع شي، امکان نه لري. له مشکلاتو سره مخامخ کېدل د ژوند نښه ده، خو باید مشکلات د پرمختګ فرصت وګرځول شي نه چې د پښو زولنې ترې جوړې شي. ډېرو ته به دا پوښتنه خامخا پیدا کیږي چې مشکلات به څنګه د پرمختګ فرصت کېږي، څرنګه چې الحمد لله مونږ مسلمانان یو، باید د لازمو لارو چارو برابرولو څخه وروسته په الله تعالی توکل وکړو او د خپل هدف په لاره کې د واقع شوي خنډ مقابله په بیلا بیلو طریقو وکړو، هر مشکل حل لري، که غر لوړ دی په سر یې لار ده، همدا رنګه که مشکل دي نو حل یې شته، اوس دا د یو انسان غلطي ده چې هغه د یو مشکل د حل لپاره غیر مناسبه لاره خوښوي. زما په فکر همدومره به دی پوښتنې ته کافي وي.

ويښتابه: ډېرى محصلين د پوهنتون په منهجي کتابونو اکتفا کوي، يعنې د اسلافو قيمتي کتابونه نه لولي. دا مصيبت د ديني او غير ديني پوهنځيو په محصلينو کې شته، ستاسو په نظر دا ډول زده کړه څنګه ده او په ځانګړې ډول د ديني پوهنځيو محصلينو ته څومره ضرر لري؟ يا په بل عبارت: آيا علم يوازې درسي صنفونو ته په تلو کې ترلاسه کېداى شي او که خارجي کتابونو ته رجوع هم اړينه ده؟

استاذ: دا پوښتنه به په څو ټکو کې ځواب کړم. لومړی، د مکتب او لېسې د زده کوونکي او د پوهنتون د زده کوونکي تر منځ ډېر ستر او اساسي توپير باید له پامه و نه غورځول شي. د مکتب او لیسې زده کوونکی د ښوونکي په ښودل شوو ټکو بسنه کوي او هغه ورته پوره ښکاري، کولای شو چې هغه ملامت نه کړو، خو د پوهنتون زده کوونکی دا حق نه لري چې د ټولګي په درس اکتفا وکړي. دوهم، د پوهنتون په ټولګي کې مهمو ټکو ته اشاره کېږي او د تفصیل تعقیب کول د زده کوونکي کار دی، نو لازمېږي چې زده کوونکی باید عامه او تازه معلوماتو سره سره د تخنیکي معلوماتو لاس ته راوړو لپاره کوښښ وکړي. درېیم، یو علم دی او یو د شیانو سره اشنايي! دواړو کې ډېر ژور توپیر دی. علم هغه چې د انسان په کړو وړو کې رغنده رول ولري او اثر یې د هغه په ژوند کې معلوم شي. او اشنايي دا ده چې له شیانو سره یې پيژندګلوي وشي او د هغه په شخصیت او کړو وړو کې هېڅ تاثیر ونه لري. دا اوس زمونږ په واک کې ده چې مونږ کوم اړخ ته ودرېدل غواړو. څلورم، یو علم لپاره سبق ویل دي او بل په امتحان کې د بریالیتوب لپاره، په زده کونکي پوره اړه لري چې کوم کار کول غواړي. پنځم، د اسلام په برکت له مسلمانانو سره ډېره پراخه علمي ذخیره ده، د پیړیو کوښښونو څخه وروسته لاس ته راغلی علم دی چې فقهاوو پرې خپل ژوند مصرف کړی دی. د ټولو علمونو په څیر اسلامي پوهه هم دا لازموي چې باید مونږ هر څه له الف څخه پیل نه کړو، د سلفو کړي خدمتونه او د هغوى پای باید زمونږ د کوښښ او خدمت پیل وي، څو مونږ پرمختګ وکړو. د نن ورځې مشکل هم دا دی چې ټول په دې لټه کې دي چې څرنګه به نوي علمي فقهي ایجادات وکولاى شي نو ځکه زمونږ په کړنو کې د تسلسل د مادې نه شتون مونږ ورځ په ورځ ورسته تګ ته مجبوروي. ځکه لږ تر لږه د پوهنتون زده کونکی باید په دې پوه وي چې د سلفو د کارونو او علمي خدمتونو نه پرته هغه هېڅ نه شي کولاى، نو لازم ده چې د هغوی نظریات او کار د نوي نظریاتو او کار بنیاد وي که نه نو په دایره کې د منډو وهلو څه نتیجه نه ترلاسه کېږي.

ويښتابه: د محصلينو څو داسې اساسي مشکلات چې د دوى په پرمختګ کې خنډ واقع شوي کوم دي او څنګه بايد اصلاح شي؟

استاذ:  د هر علم تر شا څو اساسي نظریات او اصول کار کوي، لکه څرنګه چې د هر سم ماشین تر شا ځینې نظریات او اصول کار کوي او ماشین هم خپله دنده په ښه او سمه توګه تر سره کوی، هغه اسلامي فقهي علوم دي، که علم کلام دی، که اقتصاد او اداره او طب او نور. ځکه باید هر زده کونکې کوښښ وکړي چې له سرسري زده کړې ځان وساتي، ښه په کلکه باید د حفظ کولو څخه ډډه وکړي او کوښښ وکړي چې د علم په اصولو او بنیادي نظریاتو ځان پوه کړي. دا ټکې چې استاذان دغه اصولو ته اشاره نه کوي، مونږ پورته پوښتنه کې رد کړ. نو ځکه باید زده کونکی پخپل لاس د دغو اصولو او نظریاتو لپاره کار وکړي. دا ټکې زما په اند دومره لازم دی چې څومره پرې وغږېږو لږ به وي.

ويښتابه: د يو کامياب علمي انسان په ژوند کې حتما داسې څوک وي چې د کاميابي په لار کې ترې متاثر شوى وي، تاسو په خپل ژوند کې له کومو معاصرو او پخوانيو شخصيتونو او کتابونو ډېر متاثر شوي يئ؟

استاذ:  رسول الله صلی الله علیه و سلم، او د هغه د دولت چلولو او رهبرۍ څخه. حضرت عمر رضی الله عنه. حضرت خالد بن الولید رضی الله عنه. ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله. ابن تیمیة رحمه الله. امام محمد بن حسن الشیبانی رحمه الله. امام سرخسي رحمه الله، او د هغه الاصول، او المبسوط، محمد حمید الله. فی الحال مې نور نومونه ذهن ته نه راځي، خو نور خلک هم شته.

ويښتابه: په پاى کې محصلينو ته څه پيغام لرئ؟

استاذ: زمونږ د کور، کورنۍ، ولس او وطن پر مونږ حقونه دي او هېڅ ډول دلیل پيدا کیدای نه شي چې مونږ له دغو واجباتو څخه بري الذمه شو، نو چې هر څه کوو باید دا مو په پام کې وي چې مونږ د دغو حقوقو تر لا ډېر بوج لاندې کېږو. ډیره مننه!

ويښتابه: له تاسو هم مننه چې زموږ بلنه مو ومنله او د قيمتي وخت څو شېبې مو له موږ سره تېرې کړې.