مقالې
دویمه ښځه یوه لنډه کیسه
ښځې چی سر لاندې اچولی وهء او سترګي یی له اوښکو ډکې وې، په کمزوري آواز میړه ته وواییل “ څه خبره ده ولي دومره وارخطا یی. یو څه موده صبر وکړه انشاالله خدای به موږ ته هم ماشوم راکي” سړي چی له پخوا هود کړی وهء چی بله ښځه به کوي د ښځی خبري ته ځواب ونه وایه او له دي کوټې نه بلي کوټې ته ولاړ او تیلفون یی په لاس کی واخیست او د پیامونو لوستلو ته یی پیل وکړ. د ښځې نور صبر او طاقت تمام شو او بلې کوټي ته ولاړه او له میړه سره یی بیا په خبرو پیل وکړ. “یو چا راته ووییل چی پرون د احمد خان کور ته
دیو جهادي مشر ساتنه د کال په ۴ ملیارده افغانیو ترسره کیږي
آیا ښه به نه وي چه دکال په ۴ ملیارده افغانیو دیو جهادي مشر دساتني په ځاي دبیوزلو ماشومانونسونه ماړه شي؟ ۱۸۰ دجنرال دوستم، ۱۵۰ د محقق او ۱۲۵ ساتونکي د کریم حلیلي او داسي نور....چه پدي سره د هر یوه جهادي مشر مصرف دکال ۴ملیارده افغانیو ته رسیږي. په نظامي تشکیلاتو کي تر ټولو وړوکي جوړښت دلګي ده چه ۱۱ نفره جوړښت لري. دري دلګي یو بلوک جوړوي او دري بلوکه یوه ټولې جوړوي او داسي کنډک، غنډ، فرقه او قل اردو چه تر ټولو لوړ نظامي جوړښت ده. دا چه دجهادي مشرانو دساتني لپاره دلګي او بلوک خو
دشلمې پېړۍ په اوږدو کې دنړۍ دوخت د دوو سترو زبر ځواکونو ترمينځ ديپلوماسي - ۲ برخه
۴- امریکا په لویه جگړه کې له ۱۹۱۷ -۱۹۱۸م کال پورې د۱۹۱۷ م کال متحده ایالات دالمان ددښمنانوپه لیکه کی ودریده خوولسمشرویلسون په عاجزانه خبرواتروسره داڅرگنده کړه چی امریکانه د(همکار)په صفت نه دبریتانیا، فرانسی ، روسی د(دتړون )په صفت جنگیږی . دهمکاراودتړون دمفاهیمومعنی متفاوت د امریکایانوداندونوپه بناچی دخپل ځان لپاره کاوه همدارنگه داورپایانودهغه نظریاتوله مخی چی دامریکایانوپه برخه کی یی لرل خپل اثروکړ. دامریکاولسمشرله نظره متحده ایالاتوداروپایانو په پرتله دلوړواوعالی اهدافولپاره جګړه کوله تر
مساوات او ولسواکی د اسلام له نظره
پروفیسور سعیدالرحمن اعوان ژباړه :ع. شریف زاد په دې وروستیو کې ولس مشر غنی په یوتیوب کې را څرکند شو او دسولې په انواع او اقسام او همدارنګه محتوا او کارولو دکابل پوهنتون په کوم تالار کې لګیا وو.په دې اړوند زه د پروفیسور سعید یو څو خبرې له محتر مو لوستونکو سره شریکې کوم .زماهدف له لیکنې کومه سیالی نه ده او نه کوم بل مشکل له غنی سره یواز یوه لنډه مقایسوی کتنه ده وایی چې ده درکجا ودرختان درکجا؟ دشهروند حق : په اسلام کې دولت ،نظام ،سیستم او خلافت دشوری له مخې ،ضوابطو سوله ایزو
دشلمې پېړۍ په اوږدو کې دنړۍ دوخت د دوو سترو زبر ځواکونو ترمينځ ديپلوماسي
لومړۍ برخه سريزه دغه ليکنه چې د شلمې پيړۍ په اوږدو کې د نړۍ د وخت د دوو سترو زبرځواکونو تر مينځ د ديپلوماسۍ تر سليک لاندې ليکل شوى . په حقيقت کې مونږ ته دهمدې دواړو قدرتونو متقابل برخوردونو تصادمونو او بالاخره کله ناکله ندرتاً د دواړو سترو صنعتي او اقتصادي هيوادو د موازي ګټو د ملحوظاتو په پام کې نيولو سره د تفاهم رښتيني حقايق په لاس راکوي ،چې د شلمې ميلادي پيړۍ د متمدنې نړۍ په تاريخ په خپل عمق کې ستر بدلونونه عظمي جګړې او په عين وخت د معاصرې ديپلوماسې يادښتونه لري. د نورو ټولو پخوانيو
طنز: د سولې لپاره د طالبانو نوی شرط
د ملا نصرالدين له نوم څخه بايد د ملا کلمه لرې شي، ځکه چې د طالبانو سپکاوی کېږي.يوه ډله طالبانو د اينجينر نصرالدين وړانديز کړی، بلې هغې يې د ډاکتر نصرالدين، خو تر اوسه پورې طالبان په يوه خوله نه دي. ملا برادر اخوند ژمنه کړې ده چې په دې اړه به په پاکستان کې مېشت اسلامي علما وپوښتي. عبث ستانکزي هرګوره ټينګار کړی دی چې د داسې اړينو مسئلو د حل لپاره بايد له امريکا سره تړون اساس او تهداب وګڼل شي او د دوحې د تړون په رڼا کې حل شي. په قطر کې د طالبانو نوي وياند ډانګتر صاحب او مولوي صاح
ولې د سولې له پلوه محکوم پاتې يو؟
د جګړه ييزو او تاريخي مسايلو په څېړلو او لوستلو سره افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم پاتې شوی چې د تل لپاره يې جګړې ګټلي او هر تېري کوونکي ته په خپل ځای او وخت سره ښه درنه ماتې ورکړې، ولې د جګړې او ماتې له ګټلو وروسته دغه غيرتمند قوم چاه په ارامه نه دی پرېښي چې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې دې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د قومونو او ملتو په څېر د کاميابۍ په لور پرمختللي ګامونه واخلي، خپله خاوره آباد کړي، هغه جګړې چې په دې قوم نن د بهرنيو او کورنيو د ښمنانو له
په خلکو کې عمر نشته!
حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه چې په جدیت او غښتلې حوصله مندۍ پیژندل شوی وو ، یوه ورځ یې په مدینه منوره کې د خلکو لپاره د خوراک دسترخوانونه تیارول ، یو کس یې ولید چې په کیڼ لاس خوراک کوي ، د شاه له خوا پرې ورغی او غږ یې پرې وکړ : ای د الله بنده ! په ښي لاس یې وخوره ! هغه کس ورته ځواب ورکړ : ای د الله بنده ! هغه مصروفه دی . عمر رضی الله عنه دوه ځلې خپله خبره تکراره کړه او هغه کس ورته هماغه یو ځواب ورکړ . عمر رضی الله عنه ورته وویل : نو کار یې څه شی دی ؟ هغه کس ورته وویل : د مؤ
غني او د باجوا غوړیدلی جال
د پنجاپستان ( پاکستان) پوځ تیری او توطیه کوي ، د افغانستان واکمنان یې ننداره کوي. دا حالت څلویښت کاله روان دی. د پنجاپستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا یو ځل بیا په دا فکر کې دی چې دده په کوماندانی کې به یو ځل بیا کابل د پنجاپ له خوا ( د پټ اشغال ) په بڼه سره ونیسي او د پنجاپستان په تاریخ کې به دا ویاړ بیا دده په نصیب شي. باجوا د ځانه سره حساب کړی چې په افغاستان کې د پنجاپ مزدوران او د هغه شاوخوا فاسدې کړۍ اوس ددې توان لري چې غني دې ته اړ کړي چې د پنجاپ د اجندا سره سم حرکت وکړي
ښاغلی امرالله ستوان! کابل ښار کې کامره نه بلکې امانت اوسلامت غواړی
موږ ټول پوهېږو چې د یوه ښار امنیت ،سکون او مدنی حالت دیوه هېواد حیثیت او ارزښت لری او ساده کار نه دی خو که چېرې هلته عدالت ، مساوات ،سوله اورښتینی اخوت په ټولنه کې داسلامی اصولو اوبنسټ بر بنا ء عملا رامنخ ته شی نو یو کس هم کولی شی د ټول ښار امنیت تامین کړی چې کامرې ته اړه نه پیداکیږی. امنیت ساتل په مافیایی ، سهامی شرکت، سازش ،غلو او رهزنو په ګواښونو کې نا ممکن کار بلل کیږی هغه هم چې د لافو فرهنګ یی تر شا ولاړ وی . دغه ډول امنیت په هیڅ توګه په هېڅ هېواد کې دمنلو وړ نه دی او چا هم نه دی لیدلی.
د تخلص ټاکل
په ادبي ډگر کې زياتره ليکوال د ځان لپاره د تخلص نوم غوره کوي ، چې په ادبي بنډارونو کې په دغه خپل ټاکلي تخلص ياديږي .د وخت په تېريدو سره دغه نوم دومره عام شي،چې په ځينو وختونو کې په اصلي نوم بيا څوک نه پيژندل کيږي. د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي. دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو. تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا ي
په قطر کې د راتلونکي نظام په سر ناندرۍ
درنو سياستوالو! تاسو ته په کار ده چې د خپل هېواد د آباد ولو او خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسۍ چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال را پيدا کړي چې ټول وطنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لاره کې يو شان برخه درسره واخلي او د ذمه وارۍ احساس په ننني حالت وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه ونه شول هغه عوامل او خنډونه ورو ورو له
په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار
دا خبره څرگنده ده چې ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي. يوه ډول مفغن او بل نامفغن :١_ هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، محکمه…. ٢_هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي معنا ب
ولسمشر په ننګرهار کې له ميرمنو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره وکتل. په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار هم حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار ولایت د ښځو په استازیتوب پوهاند ذاکره بابکرخېل خبرې وکړې او جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې وویل، د سولې په برخه کې ستاسو د هلو ځلو ستاینه کوو، ځکه جګړې تر بل هر قشر د افغانستان
محمد عثمان روستار تره کی چې ما ليدلی
د دغه ليکنې انګېزه په رسنيو او د افغانانو په ټولنيز ژوند کې د ښاغلي پوهاند محمدعثمان روستار تره کي په اړه د يو شمېر څرګندونو په اړه ما ته پيدا شوه، چې لاندې څو کرښې پرې تورې کړم. په دې هيله چې دغه څو کرښې د درنو افغانانو او په تېره بيا د رسنيز ډګر د فعالينو خوا پرې بده نه شي، ځکه زه دغه څو کرښې د خپل شخصي ليدلوري په اړوند ليکم، چې نه کتابي خبرې دي او نه هم کومه ځانګړې څېړنه ده. څو کاله مخکې له ښاغلي آصف وردګ سره په يوه فاتحه کې مخامخ شوم، چې وروسته له فاتحې مو د افغانستان، خپل ګاونډ
د جمعیت، حکمتیار او طالب ګډ ایتلاف
که څه هم د ښي افراطي اندیښنو له مخې د جمعیت، حکمتیار او طالب ترمنځ د چین دېوال نشته او د شرایطو په اندک تغییر سره یو په بل استحاله کولای شي، خو دا هم باید په پام کې ولرو چې په نږدې تېر مهال کې د دوی ترمنځ هډ مات شوی او یو د بل په وړاندې سخت جنګېدلي دي. بلخوا د دوی ترمنځ د واک سیالي او د دولتي واک سره لیونۍ مینه هم د دوی په ګډو اندیښنو غلبه کوي او د بېلا بېلو بهرنیو ادرسو سره اړیکې هم په دې برخه کې خپل ځای لري. خو اوس مهال شرایطو ته په کتو خپل ترمنځ ګډ ایتلاف او یو دریځ لرل، دوی د ځان د ژغورنګ
سياسي واک ،منبع ،ماهيت،وساييل او کړنلاره ئې
د انساني ژوند ټول هدفونه ، ارمانونه او غوښتنې يوازې په واک لرلوسره پياده کېدلئ شي . ازادي چې د الله پاک تر ټولو ستر نعمت دئ په قدرت ولاړه ده . څوک چې واک نه لري ، ازادي نه لري ، اسیر دئ او د بل تر واک لاندې د قيد په ځنځيرونو تړلئ دي . نه تصميم نيولئ شي ، نه پرېکړه کولئ شي او نه مستقلانه اقدام او عمل . دا مساله هم په انفرادي ژوند کې مطرح ده او هم په ټولنيز کې او همدا واک دئ چې د ژوند او ټولنې ټولې سياسي -اقتصادي -علمي - مديريتي او کلتوري برخې اداره کوي او په حرکت يې راولي . د ټولنيز او معا
یوه لنډه کیسه
هغي قلم نه درلود یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک انجلۍ له کوره ووته. که څه هم چی هغه ښونځي ته تلله خو په لاره کی ورته په یاد شو چی باید هغه دوکان ته چی قرطاسیه خرڅوي ولاړه شی او یو پنسل واخلي. هغي له ځانه سره پنځه افغانۍ له کوره راوړي وي چی د هغي په ګمان به پرې یو پنسل واخلي خو، د یو پنسل قیمت له پنځه افغانیو نه جګ شوی وهء نو هغي ونه شو کولای چی پنسل واخلي نو بیرته په د مکتب په لور روانه شوه. مکتب ته چی ورسیده له ځانه سره یی چرت وهه چی که نن هم په صنف کی پنسل ونه لري
ځمکه څه شی ده؟
ژباړن: غلام حسیني خرم د ځمکې دغه تصویر د شنو مرمرو په نوم هم یادېږي. د امتیاز مرجع: ناسا (NASA) د ځمکې ځوړتیا یا انحراف د موسمونو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي. د امتیاز مرجع: ناسا (NASA) ناسا د ځمکې په مدار کې تر لسو ډېرې څیړنیزې سپوږمکۍ لري. دغه سپوږمکۍ ناسا سره د سمندرونو، سطحو او هوا په اړه د څېړنې په برخه کې مرسته کوي. د امتیاز مرجع: ناسا (NASA) ناسا زموږ د سیارې په اړه څېړنه کوي ترڅو د هغې د ساتنې لپاره لارې چارې پیدا کړي. د امتیاز مرجع: ناسا
کوږ بار تر مزله نرسیږی
دافغانستان یوه ډله هغه خلک دی چې تل دشخصی ګټو ، مقام ،شهرت،پیسو، اړیکو په لټه کې دی. دغه ډله تل کوښښ کوی چې دولس مشر دفرمایشونو ،غوښتنو ،سالګرو او ناستو او ولاړو مصنوعی بڼه په چاپلوسانه مهارت راواړوی او دهغه حریص نفس او خیال دهمدغو ګټو په تناسب خوښ وساتی فلهذا د هېواد ملی زعامت ، ملی ګټو ،یووالی او ورورولۍ له واره احساس کمزوری پا تې کیږی اوخپل ارزښت له لاسه ور کوی. دغه لوبه ظاهرا دسیاست په نوم خو باطنا د کلتور ،ملګرتیا،تګلاری ،سازش،خرخره کول او دبډو اخیستلو سرقلفی ، یا په بل هر نوم یی چې