زموږ خوارزپل سوی ملت دا شل کاله تردغه توري پردې لاندي پټ وو او دسولي د دروغو په بهانه ټولنه زهیره او د جنګ ترفشار لاندي ساتل سوې وه. اوس چي دا پرده لیري سوه ټول ښکاره سوه، چي خلک بېکاره دي، ډوډې نه لري، ترډېره بريده معتادان دي، خوارځواکي پکښې ډېره ده. کُونډي او یتمان په هرکنج کي دهېواد بې سرپرسته وُږي تږي پراته دي.
دغه حالت خو له پروند څخه نه دی پایل سوی. دغه ناخواله حالت دا شل کاله کيږي، چي دغه ټولنه ئې زغمي. د دغه حالت داصل محارک نوم نه اخستل کیږي. پروند امریکا له افغانستانه ووته نن دغه ټوله بدبختي راغله. چي دپروند نامشروع حکومت، غل، ریشوت خوراو فاسد وو دا نه وایي. نوري بابولالي وایي.
پوښتنه کیږي، چي دغه حالت یودم راغی؟ ترمخ خلکو په هېواد کي هرڅه درلوده؟ ایا اوس یودم دابدبختي پرخلکو له اسمانه راغله؟ دغه کسان چي بیا دمقاوت نارې وهي او غواړي چي خبري ورسره وسي او ځانونه مطرح مطرح کوي اوشل کاله په رأس کي د نامشروع حکومت اوپه لوړو چوکویو کي ئې کارکاوه او داملت ئې خواراو ذلیل ساتلی وو او دوې میاشتي ترمخ ئې هم دطالب سره خبري نه کولې، چي وې لیدل طالب کابل نسي ټولو پښي سپکي کړې هېواد ئې وېجاړ طالب ته پرېښود. امریکا خپل هېواد ته ولاړه او دوی بل هېواد ته ولاړه. دوی خوافغانان وه او په حکومت کي وه او کې رښتیا خلکو ته کارکاوه نو ولي وتښتېده؟ داهغه دپاړسي یوه خبره ده؛ چي وایي:(دوزد به کلای خود پر دارد.)
داهغه خلک دي چي په ۷۰میلیونه دالره ئې دامریکاسره د افغانستا دنیولو قرارداد امضاء کی اودامریکا سره سم په ۲۰۰۲کي کابل ته ننوتل او وروسته ئې دبن معاهده لاسلیک کړه شل کاله پردغه خوار ملت ئې «خوّرۍ» وایشولې. اوس چي دهېواد اقتصاد وران دی، بېکاري ډېره ده، لوږه او خوارځواکي دهېواد لمن نېولې ده؛ دا خدای ناترسو بیاږغ پورته کی، چي زموږ سره که تفاهم ونسي موږ جنګ کوو. هیڅ څوک پیدا نه سوه، چي ورته ووايي تاسو خوشل کاله دا وطن برباد کی اوس بیا غواړۍ چي دا مظلوب ملت ټوکرټوکر کی. یوازي دوو ژونالستاتو خپل ږغ پورته کی اوځواب ئې ورکی. دوي باید راسي ملت ته حساب ورکي دا د اوس حالت د دوي د پخوا د کړو وړو نتیجه ده.
دامریکا رئیس جمهور یوه هفته ترمخ تر وتلو د اشرف غني سره تلیفوني اړیکي نیولي وې.
ورته ویلي ئې وه؛ چي: (۳۰۰زره مسلح جنګي عسکرلرې وجنګېږه زه دسلاح او روپو مرسته کوم) ده ورسره منلي وه. خو څلور میاشتي تر مخ دروسېې آستازي اشرف غني ته ویلي وه دطالبانو سره کښېنه خبري وکه؛ او که نه ته به هم دغسي وزړېږې لکه «نجیب». داخبره ئې هم په غوږ کي وه. او دبلي خوا دامریکا اطمنان ورسره وو. نو ویل بې: (که د توپک مرمې مي تر غوږ تېره سي ږغ ئې داسي راځي لکه دیوې غوماشي.) دا ډاډ ئې امریکا ته ورکاوه. کله چي د «دوستم» سره ئې مشوره کوله او وزیر دفاع ته د جنګ د پلان لپاره ورغی؛ نو په دغه مهال کي خبر ورته راغی چي «دوستم» اوملګري ئې وتښتېدل «اشرف غني» حیرانۍ واخست او له بلي خوا خبر ورغی چي طالبان کابل ته راغله؛ نو ده ده له قوله، چي په چپلکو کې ئې هېواد پرېښود او وتشدېد. اوس دطالبانو مخالیفین یو وار «اشرف غني» ګرمه وي، چي طالبانو کابل ونیوی او بیا هغه نورئې «خلیل زاد» باندي پړه اچوي، چي طالبانو ته ده داموقع برابره کړه. اوخپلي تېښتي ته ئې پام نه دی.
پردې خبره او واقعیت باندي نه راځي چي شل کاله افغان ولس د دغو نامرادو له لاسه په اور کي کړې ده. ولس دخدایه یوڅوک غوښت چي دوي له دې کړاوه خلاس کړي.
سعدي شیرازي وایي:
(ریاست به دست کسان خطاست++که ازدست شان دستها برخداست)
بل ځای بیا وايي: (توکزمحنتی دیگران بی غمی++نه شاید که نامت نهند ادمي)
تاسي وګورۍ دغه کسان چي دمجاهیدونو په رأس کي زانونه بولي کوم یوئې د دوي څخه غریب دی؟ اوبیا ئې سلسله وګورۍ؛ چي ترمخ تردې ئې پلار څه درلوده. چي د دالر ګټولو وخت راغی دخپل دوښمن سره څنګ پرڅنګ په شوراکي سره کښېناستل. یوه اړخ ته دپخواکمونست ناست وو ودابله څنګ ته ئې مجاهد نما ناست وو. دغه مجاهیدین نما تراوسه دین خرڅه وي قدرت په رانيسي.
دلته بیا حمید ماشوخېل وایي:
(له هغه صیاد حمیدوساته خدایه+چي ئې لومه کړه درب ثنا سپاس)
دوغو تل په نامه د مجاهد او الله اکبر خلک غوله ولي خو اوس بیا غواړي چي ځانونه مستحق وبولي. شرم چیري دی؟ که تاسو روښتیا هم مستحقین وای نو ولي وتشتېدلاست؟ خو لکه دانوربه په وطن کي پاته وای! خوتاسي مستحقین نه یاست. تاسي باید دغه افغان ملت ته ځواب ووایاست!
وايي چي «اشرف غني» پرخپل «ټیوټر» لیکلي: (ما کابل پرېښود چي دخون ریزۍ مخه ونسم.» نو دغه خبره د ده کله حقیقت لري. د طالب تر راتګ یوه میاشت ترمخ ډېرو ورته وویل چي دطالبانو سره کښېنه یوه جوړه سره وکۍ د هیڅ چا خبره ئې نه منل. او دغه بمبارد وو چي په هلمند اوننګرهارکي ئې کاوه او بې ګناه خلک ئې وژل. ایا هغه خونریزي نه وه؟ اوس هوښیارسوې. افغان ملت دي تېر ایست او امريکا دي وغوله وله. ته هم باید ددغه دواړو ځواب ووایه!