مقالې
د روسېې اټومي برید او د دریمې نړیوالې جګړې ګواښ
د اوکرایین جګړې لاملونه او مخنیوي:په اروپا کې د سولې او امنیت په اړه د لویډیځوالو سیاستوالو اندېښنې په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي، چې روسیه په اوکرایین کې تر بل هر وخت د خپل ټول وسله وال ځواک سره ناټو هیوادونو ته د اټومي برید مستقیم ګواښونه کوي. په روسیې رسنیو کې د پوټېن د بهرنیو چارو وزېر خبرې داسي تفسیر کیږي ٬٬ موږ په دې نه ویاړو، که اړتیا وي، موږ به یې وکارو، موږ غواړو هر څوک په دې پوه شي٬٬. ظاهرآ داسي بریښې چې د پوټېن دا جګړه د ا
که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي
که تاسو یواځې ۹ ورځې بوره ونه خورئ نو په بدن کې به مو حیرانوونکي بدلون راشي. مونږ هره ورځ تقریبآ ۹ کاشوغې بوره اسعمالوو، که له دې څخه زیاته استعمال شي په جسم باندې منفي اغیزې کوي، خو که دا کچه کمه کړو یا یې بیخي استعمال نه کړو نو زمونږ په جسم کې به ډېرې مثبتې اغیزې وکړې. Obesty jornal کې خپرې شوې یوې څیړنیزې لیکنې کې ویل شوي دي که د بورې کچه بیخي ختمه کړی شي نو په نهه ورځو کې به ستاسو جسم کې حیرانوونکي اغیزې رامنځته شي. په ۴۳ چاغو (زیات وزن لرونکو) ماشومانو چې عمرونه یې ۹-
مزاحمت!
۱۳۷۳ کال وو. د پښتونخوا د سوات جنتي درې په مټه کې مو د یوې غونډۍ په لمن کې اړولي ول. غونډۍ د ناجو په ګورو او نورو ونو پوښلې وه. تر غونډۍ لاندې د سوات سیند مخ پر ځوړي بهیده. طبیعت دلته د ښکلا خپله ټوله زیرمه کارولې وه. د دې کوچني کلي پر سر کې، جومات اباد وو چې درې خواو ته يي لوډسپیکرونه لګېدلي ول. سهار وختي به چې لوډسپیکرونو کې د کلي ملا اذان پیل کړ، پاس غونډۍ کې به لومړی سولنډیانو او ګیدړانو هغه بدرګه کړ. د سولنډیانو او ګیدړانو په ځواب کې به د کلیو سپو هم غپا پیل کړه او ورپسې به د کلي ماش
شهید محمد داوذ خان په تصمیم او ایمان باورمن وه
موږ باید داومنو چې ملی او اسلامی دانش او بینش هېڅ وخت په هېڅ صورت احسا ساتی فتنې او ابزار نشی منلی غنی دافغانستان بیرغ مچو کاوه خو کله چې رشتیا دسوګند د عملی کېدو وخت راخی نو بیاتښتی! زموږ فرهنګ کې دلاف او باټ ګراف لا ډیر لوړ پاتې دی غني ډیر ګواښیده اما پوهه او اکاډ میک ترم ته دغه خبره اعتبار نه لری .داډېر اسانه کار دی چې د ارشد ،تحلیلګر ،دسیاسی مسایلو کار پوه دا اوهغه القابو کې يو څوک خان راوپېژنی نو له لیکواله نیولې بیاتر بېسواده پورې دغه عادت موږلرو نړی داوخت! هیچا پر دې کار نه دی کړی چې و
د هند،چين او روسيې اوسنيو نږدې اړيکو ته لنډه کتنه
د ريک RIC په نامه مثلث چې د (روسيه،هند او چين) د انګرېزي نومونو له لومړيو توريو اخيستل شوی دی ؛ د يادو دريو هېوادونو د اقتصادي، نظامي او سياسي اړيکو مثلث دی چې له کلونو کلونو راهیسې ګډې سياسي او اقتصادي غونډې او ناستې کوي او د ګډو همکاريو تړونونه لاسليک کوي، خو په دې وروستيو کې يې اړيکې تر بل هر وخت ډېرې نږدې شوې دي، په ځانګړي ډول د روسيې - اوکراين د روان کړکېچ په جريان کې کله چې امريکا او ناټو له پرلپسې او سختو فشارونو او ګوتڅنډنو سره، سره چين او هند دې ته قانع نه کړل چې د اوکراين په کړکېچ
دسرګی لاوروف د مشروط ډوله وړاندیز ژمنه
ما دمنځنی آسیا دنیمه اشغالو هېوادونو په څېړنه کې دروسانو کاواکه دېپلو ماسی ته لنډه کتنه کړې ده چې د ټول افغان له لوری خپره شوې ده د روسا نو سیاست او دېپلوماسی د کمونیزم له سقو طه کوږ ووږ دی او دمظلوم ولس افغانستان ها تر اوسه پکې چلیږی چې ڼړۍ کې بې باوره شوی دروسانو سیمه ایزه لوبې یواړخیزه دی او کمزوری ابعاد لری.وایی چی کومه زمانه ابو عبدالله الفارسی د بلخ قاضی وه یوخل یو عالم په کومې خبرې باندې ډېر ناراض او خفه شوی وه اوقاضی ته یی یو ډېر نهایت درجه تریخ خط ولیکه قاضی په ځواب کې وفرمایل ستا خط
د امان الله خان مالی او اقتصادی ریفورمونه
( دغازی امان الله خان د درناوی د اونۍ په مناسبت) د پاچا امان الله خان د اصلاحاتو په تطبیق کی یو غوره ګام په مالی چاروکی سمون او نوښت و. پاچا د اقتصادی زیربنا په اهمیت پوهید او اقتصادی استقلال یی د سیاسی استقلال ملاتړ باله. دغه پاچا د ډیرو نورو اقتصادی تدابیرو او پروژو ترڅنګ، بانکنوټ نشر کړ او پخوانی جنسی مالیات یی په نقدی واړول، دا اقدام هم مودی او هم د دولت د خزانی لپاره ګټور و. د ملت د اکثریت (بزګرانو شپنو او پیشه ورانو) په وړاندی یی پخواني درانه بارونه سپک کړل، جنسی مالیات، د خرید
ولى د شپى اسمان تياره وى?
اسمان ولی د شپی له خوا تیاره وی؟ ولی د تیاره اسمان په باره کی معلومات متناقض دی؟ تاسی به داسی فکر کوی چی په دی موضوع کی سه داسی خاص دی. اسمان ځکه تیاره وی چی لمر نه وی، نو د ستورو په باره څه فکر کوی؟ یوازی زمونږ د میلکی ویی(Milky Way) کهکشان د ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ بیلیونو پوری ستوری لری. او په دی کایناتو کی د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰بليونو پوری کهکشانونه موجود دی او دا هاغه کهکشانونه دی چی مونږ ته په نظر راځی. نو کیداشی چی زمونږ کاینات لای
دوژنې په هکله بشپړ کلام
ومن یقتل مومنا متعمدا فجزاءوجهنم خلدا فیها وغضب الله علیه ولعنه واعدله عذابا عظیما « سورة نساء۹۲» فا یق نه پوهیږی چې دا څو لسیزې ملګروملتواو جګړه ایزه بلا او بد ترو څه کول ؟ چا یو بشپړ ملت د وژنو مسلخ باندې بدل کړی وه . ولې دبشرحقوق شغالان په اوږده خوب کې په غارکې ورک ول ایا داټولې مزورې ،کرکجنې ، تبا هی او بدمرغی د همدې یوشمېر تش په نوم سیاستوالو ، شنونکو، کارپوهانو غلط وړاندیزونه نه دی نو فایق خان دچا په استازیتوب د ملګرو ملتو په سازمان کې دپاکستان بمباری غندی او ملګرو څنګه ده ته اج
دمطبوعاتو ورځ
د آلمانی یوهانس ګوتنبرګ (۱۳۹۸-۱۴۶۸م.) له خوا دچاپ د ماشین اختراع، یو لوی فرهنګی انقلاب و چې د خلکو پر ژوندیی ډیر ژور اغیز وکړ. البته ترده ۴۰۰کاله مخکې په چین او بیا کوریا کې د چاپ د ساده تنخیک لپاره هڅې شوی وې، خو ګوتنبرګ د چاپ وسیله یوه نوی پړاو ته ورسوله. په چین کې داسی پاڼې وموندل شوی چې په ۸۶۸م. کال کې طبع شوې وې. دګوتنبرګ ماشین پیچلی او له ستونزو ډک و، توري یې بی سایزه او کلکول یی سخت کارو، خو بیا هم دچاپ په صنعت کی یو پرمختللی ګام و. ده دلومړی ځل لپاره په دغه کتاب د انجیل د کتاب څو پاڼې
د زمکی ورځ Earth day
د اپریل ۲۲مه، د غویی دوهمه ؛ د زمکی ورځ ده، زموږ په لوی کهکشان کې هغه یواځنی غونډاری چې زموږ ژوند ورباندې ممکن دی. له نیکه مرغه چی دبشریت د کلیزو پرپاڼو دغه ورځ هم ثبت او ټول بشریت د زمکې دساتنی ارزښت ته رابولی. کله چی موږ د خپلی زمکې د یواځنی غونډاری په هکله خبرې کوو، نو خامخا د (باربارا وارد) نوم رایادیږی. داههغه اقتصاد پوهه وه چی د زمکې، چاپیریال او چاپیریال مسایلو په اړه یی لیکنی کړی دي. هغې د اقتصاد او چاپیریال، د پایداره پرمختګ او دبیوزلۍ د له منځه وړلوپه برخه کې ژور علمی کار وکړ، دزمکی
د قبرس پوهنتونونه که د زرداد پاټک
له پلار مې اورېدلي ول، ویل به یې چې د مجاهلینو وخت کې به د مشرقي خواته تلې، لغمان ته نه رسیده د زرداد پاټک ؤ، زرداد د اوکومتیار (حکمتیار) یو قومندان ؤ، دې پاټک جلا قانون درلود، له دې پاټک تېرېدل هومره سخت ول لکه پل صراط چې تېریږې، هر مسافر به چې تیریده اړ ؤ چې د پاټک لپاره هومره خرچه پرې کړي چې پاټکوال یې غواړي، که به یې غږ وکړ چې لس روپې واچوه په کار وه چې بې له عذر یې ورکړې، که په لومړي امر مو پیسې نه ادا کولې، دا پیسې دوه برابره کېدې، مثلا: ویل به یې چې زر افغانۍ ورکړه، که تا ویل چې دا زیا
پر مسلمان باندی د بهتان ويلو ګناه
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا.[الاحزاب 58] ژباړه: هغه کسان چي نارینه او ښځینه مسلمانانو ته پداسي شیانو آزار رسوي چي هغوی نه وي کړي نو یقینا دوی د بهتان او ښکاره ګناه مرتکب سویدي. یعني هغه خلګ چي مسلمانان پداسي شیانو متهم کوي چي هغوی نه وي کړی نو دوي د بې ځایه ګمان او لویي ګناه مرتکب سویدي. پر مسلمان باندي بهتان ویل دومره لویه ګناه ده چي په یو حدیث کي یې پر مسلمان تهمت ویل
د مسلمان د دفاع ثواب او د تهمت یې عذاب
ژباړه: څوک چي مسلمان د هغه منافق څخه وساتي چي دده عيب وايي الله تعالی به د قيامت په ورځ ملائکه را واستوي چي دده غوښه د جهنم د اور څخه وساتي او څوک چي پر مسلمان د يو شي تور ولګوي هدف يې دده بدنام کول وي الله پاک به يې د جهنم پر پله باندي تر هغه وخته پوري ودروي تر څو چي کومه خبره يې چي کړې د هغې د عذاب څخه راوځي. نو ددې لپاره چي د الله تعالی مرسته تر لاسه کړی د هر منافق په وړاندي د خپل هر مسلمان ورور پلوي وکړئ او د آبرو دفاع يې وکړئ او ددې لپاره چي الله تعالی مو د جهنم د عذاب څخه وساتي
آیا انسانیت د دین ځایګی دی؟
نن سبا د ځینې خلکو ترمنځ تبلیغات او یا شعارونه ښکته پورته کې کېږي چې: دین مې انسانیت او انسانیت راته له دین څخه مهم دی. د اړیکو او تعامل نښه باید انسانیت وي نه دین. دین د انسانانو ترمنځ کرښه راښکلې، هغوی یې تقسیم او په طبقو وېشلې دي او... ولې آیا په رښتیا هم همداسې ده؟! د دې بحث په دوام کې باید لاندېنیو پوښتنو ته ځواب وویل شي: ۱- دغسې بحثونه ولې په ټولنه کې مطرح شوي دي؟ ٢. دین څه شی دی؟ ٣. انسانیت څه شی دی؟ ۴. دین او انسانیت په خپلو کې څه نسبت او اړیکه لري؟ د ل
شات دیووالی محصول دی
بشنو از نی چون حکایت میکند وازجدایی ها شکایت میکند مولا نا جلال الدین بلخی امریکا یو ستر ملک دی . ډیر شیان یې له نورو ملکو نو سره زیات توپیرونه لری اوپه هیڅ توګه دمقایسې وړ نه دی. امریکا د مالی او اقتصادی ،پوځی او حکومتی سیستم په خاطریو ستر زبر ځواک دی امریکا په اقتصا دی، سیاسی، مدنی برخوکې یو عجیب او غریب فرهنګ او منابع لری. نور ډیر داسې توپیرو نه هم شته چې یادونه یی دلته ناممکنه بریښی ..... ولې سره له دې ټولو امکا ناتوکه د بشر د حقونو بحث ته راشودامریکا جنایت هیڅ عقل او منطق په افغا
انسان او تغذيه ئې ( بدني او روحي -ذهني )
ټول ژوندي موجودات که حيوانات ، نباتات او حشرات دي د خپلې بقا او ژوندي پاته کېدو د پاره تغذيې ته ضرورت لري . که په خپل وخت او ځای کې يې دا ضرورت رفع نه شي د ژوند کولو نه محروم او مړه کيږي . هر څومره چې غذايي مواد د يوه ژوندي موجود د پاره پریمانه او دده د بدني جوړښت د اړتياوو سره برابروي د هغه د بدن د سلامتيا ، متوازن رشد او فزيکي قوت د ډېروالي سبب ئې کيږي او عمر يې ورسره اوږديږي او که د غذايي موادو قلت ، قحطي او يا نيستي شي نو تدريجي او يا فوري مرګ يې حتمي دئ . ژوندي موجودات د همدې غذ
کيسه، لنډه کيسه، ناول اورومان
-ادب پوهان او ادب څېړونکي دادبیاتو داوسني تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلي او شفاهي منثور آثار چې هُنري ارزښت ولري ادبیات ګڼي چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړي اړين ځای لري.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې ليدلي،اورېدلي،احساس کړي اویايې په فکرا وخيال کې تېرېږي بیانوي د دغوداستاني لیکنو ارزښت اوکره والی دلیکوال اوپنځوونکي په الهامي یا فطري استعداد،فني اوکسبي پوهې اومهارت پورې تړاو لري چې انساني رواني حالات،دوګړوهيلې او غوښتنې،جذبات،احساسات اوعواطف په الفاظو کې څنګه اڼخور او راونغاړي،لوستونکي ته يې ؤل
د پنجاب او پښتنو وروستۍ جګړه چې د دواړو برخلیک ورپورې تړلی دی
وايي ډاګټر نجیب ته وویل چې خوست او کونړ یې ونیول اوس به څه کېږي؟نجیب ورته وویل: ټول وطن دې ونیسي، بېرته به یې ترې ونیسو خو چې یو متر ځای رانه ونه نیسي.ورته ویې ویل دا یو متر ځای چېرته دی چې ته یې نیولو ته دومره اندېښمن یې؟نجیب ورته وویل دا د جومات ممبر دی، که دغه ممبر د پنجابي لاس ته ورغی، بیا د وطن خیر نشته چې همداسې هم وشول. زه پوره مطمین نه یم چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ته دا منسبوبه کیسه او ډیالوګ به څومره کره او رښتینی وي، خو د افغانستان د خپلواکۍ له
نگاهی به تاریخ آریانا
کشور عزیز ما افغانستان در ادوار مختلف تاریخی ، مهد پرورش فرهنگها و تمدنها بوده است .ولی طبعا" مانند سایر ملل جهان ، تاریخ مردم ماهم آکنده از نشیب و فراز ها میباشد. حفریاتی که طی قرن گذشته در گوشه و کنار کشور ما صورت گرفت ، نه تنها شرایط مادی زندگی مردم مارا در مقاطع مختلف تاریخ بیان میکند ، بلکه تحولات فکری و عقیدتی آنهارا نیزمعرفی میدارد. امروز از برکت همین تحقیقات باستان شناسی میدانیم که مردم ما و یا بخشهای از آن در کدام دورۀ تاریخ ، چه آئین و یا مذهبی را پیروی نموده اند؟ کدام امپراتوری ها