مقالې


د ایجړا کرامت

د پيښوریانو خبره؛ ښه راته پته ده چې زما د دې لیکنې عنوان به ځینو وطندارانو ته پیکه او څه بی نمکه غوندې ښکاري. زموږ د یو اروا ښاد کلیوال، ګلا جان کاکا عادت وو چې کله به یې کومه خبره په مزاج برابره نه وه نو له ځان سره به غلی شان وګڼید؛ عالم په څه دې او سید عالم په څه؟ ځکه همدا اوس د هیواد ۹۴ سلنه خلک د بیوزلۍ او بیکارۍ له لاسه بغارې وهي او حتی ویل کیږي چې د خپلو پښتورګو خرڅولو ته اړ دي. بله دا چې د کرښې په کوزې خوا کې یوې پیغلوټې د نوبل جائزه واخیسته خو دلته ۱۴ میاشتې وشوې زموږ درې ملیونه خویند

01.10.2022 ولي الله ملکزی

سوره «نساء»؛بخشی از قرآن برای زنان

نقش زن در جامعه و خانواده یکی از موضوعات مهمی که درصدر اسلام مورد توجه قرار گرفته است و برای دانستن این اهمیت می‌توان به چهارمین سوره قرآن کریم مراجعه کرد؛ جایی که یک سوره به زنان اختصاص پیدا کرده و به نام آنان ثبت شده است که یک امتیاز معنوی وحایز اهمیت است . فوتوی قران کریم سوره نساء جز سوره‌های مدنی است؛ یعنی در مدینه نازل شده است و انتظار می‌رود موضوعات اجتماعی در آن وزن بیشتری داشته باشند. این سوره ۱۷۶ آیه دارد و در قرآن کریم چهارمین سوره و در جزء چهارم تا ششم قرآن جای گر

29.09.2022 ع، شریف زاد

ددنیوی علومو مباح بلل: دوزیر سیب په نظر انتقاد

  هغه بله ورځ می دستانکزی سیب او دارشاد او دعوت وزیر خبری واوریدلی. دستانکزی سیب خبری می لیږ خوښی سوی خو دهغو دپوره وضاحت په انتظار وم چې پیدا می نکړ. بیا چی دوزیر سیب نوبت سو نوبیا می زیاته خوا باندې بده سوه.  داسی ښکاری چی امارت دمولویانو، شیخانو او مفتیانو ډلی جوړ کړی خو اسلامی لید یی بیخی محدود دی. دا په دی وایم چې شاید وزیر سیب یی له نخبه علماوو نه چڼ کړی وی او بیا یی وزارت ورکړی وی. که نه نو باید داسی دلایل ووایی چی ددوی په علم دنیا حیرانه سی.  دامارت خلک دی زما

28.09.2022 طاهر ثابت

اختلافي مسايل او د حل لاره يې

په هره موضوع کې چې اختلاف وي ، مانا يې داده چې نه‌ په‌کې علمي ثبوت او سند شته او نه د شرعي نظره واضح ايت او حديث، نو علما ( ديني او ساينسي) يې د حل کولو نه عاجز دي. په دې صورت کې د موضوع د حل او ستونزې ته د ځواب موندلو د پاره يوازينۍلاره د اجماع د تفاهم او توافق نه کار اخستل دي . د علمي ( ديني او ساينسي)مؤثقو ، صريحو او ثابتو قوانينو او احکامو د فقدان له کبله د علماوو اوساينسدانانو مسؤليت نور نه شته ،بلکې د دوی رول هم عيناا د ټولنې د نورو افرادو او عوامو په اندازه او وزن دئ. ا

28.09.2022 د،ب،هيښ

وړوکې کیسه(ښه چلند)

په یوه هېواد کي يو ډېرښه دینداره عالم سړی وو. او ډېر مریدان ئې لرل او تل د الله په یاد کي وو. دغسي یو نېک سړی هم په یو بل هېواد کي وو چي هغه هم ډېر مریدان لرل او تل د الله جل علی شانهو په عبادت کي وو. دا یو پیر ډېر نرم ملایم او خوش خُلقه انسان وو. د خپل مريدانو سره ئې ډېر نرم او آزاد چلندلاره او که هرکله به له مریدانو کومه سهوه او یا یو ناوړه کار ځني و خوت ده به په ډېره ملایمۍ او نرمۍ سره لار ښوونه ورته کوله؛ نو ورته بې وویل: چي بیا ئې ونه کۍ! مریدان ئې تل په ډېره علاقه او خوښۍ سر

28.09.2022 محمدسرور وکیلي

د منځنۍ آسیا نیمه اشغاله هېوادونه او پرافغانستان د ترهګری ټاپه وهل

د ۲۰۰۱زکال په اکتوبر کې په افغانستان له پوځي برید سره سم د امریکا متحدو ایالتونو د منځنۍ آسیا له پنځو دولتونو سره نږدې همکاري او اړیکې رامنځ ته کړې او په دې توګه امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره د منځنۍ آسیاهېوادونو مرسته او ملاتړ تر لاسه کړ. د منځنۍ آسیا هېوادونو ظاهرا غوښتل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت، د روسیې او چین د رول او اغېزې د پراختیا د مخنیوي او د اقتصادي مرستو ترلاسه کولو په موخه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له ځواکونو سره مرسته وکړي

28.09.2022 څېړندوی ع. شریف زاد

بخت او کلتور

بخت او کلتور بخت مې کوټه شو؛ هر څه ته چې لاس اچووم، له بیخه نړېږي؛ لاس مې تورې سپۍ څټلی؛ له خپله بخته چاو ته فریاد کړم؛ پاچاهي په بخت ده، نه په تخت؛ څه چې تقدیر کې لیکل شوي، نه بدلیږي؛ ما ډېر کوښښ وکړ، بخت یاري ونکړه؛ ګیله له خپله بخته ده؛ بده بخته، ته مې دښمن يي؛ او دې ته ورته متل وزمه ویګړې او جملې زموږ د خلکو په خولو او ذهنونو کې ناستې او پرلپسې کاریږي. موږ زیات وخت خپله ناغیړي، تېروتنه او ناپوهي د بخت او تقدیر تر پوښ لاندې تېروو او دا زموږ له کل

27.09.2022 سرلوڅ مرادزی

فمینیسم چیست؟

Femind کلیمه ای فرانسوی واز ریشه ای زبان لاتینی Feminism (Femind) است و با اندکى تغییر، در زبان‌هاى دیگر مثل انگلیسى و آلمانى هم به یک معنا به کار می رود. شبکه های استخباراتی مانند بی بي سی بنام دموکراسی وازادی بیان پروگرام های گوناگونی دارد وبرخی اززنان وابستگی دارد و گروهی درسازمانهای مداخله گر عقب پرده درکارند. درFeminine (فمینین): به معناى زن یا جنس مؤنث است. فمینیسمِ مصطلح، ممکن است در دو معنا به کار رود الف -معناى اوّل ، که همان کاربرد عمومى و شناخته شده آن است، به اندیشه و

23.09.2022 ع. شریف زاد

منطق خان يې وواژه

لا آزان نه و شوی چې په کوڅه کې د خلکو شور ماشور له خوبه راپاڅولم. د بام سر ته په بیړه جیګ شوم, چې وګورم څه خبره ده? تیاره وه خلک نه پېژندل کېدل, خو په غږېدا یې شکمنیدم, چې د کلي ټول مشران په کې بوخت دي. زر را کوز شوم, چې د باندې ورشم. د کور ور مې پرانیست, ګورم چې خلکو ټېل ماټيل جوړ کړی دی, ګرد چاپیره راتاو دي, غال مغال دی, یو بل خبرو ته نه سره پرېږدي. کوښښ مې وکړ چې ټولي ته ورننوځم, چې اوس کیسه څه ده? د کلي ملک وزیر خان را غږ کړ چې پادشاخانه ښه ده چې ته هم راغلې, څنګه وکړو دا جنازه او

23.09.2022 جمال ناصر اصولي

جایزه

عبدالرشید دوستم د برهالدین رباني د مړینې د یاد په تړاو، په انلاین کنفرانس کې ویلي که امریکا او نړیواله ټولنه يي ملاتړ وکړي؛ په لسو ــ پنځلسو ورځو کې به ټول هېواد بیرته ونیسي او یو دیموکراتیک حکومت به چې د بشر حقوق پکې خوندي وي، جوړ کړي! دا چې د دوستم، خدای مکړه په دا درېیم ځل! دیموکراتیک حکومت کې به د بشر حقوق څنګه وي، د هغه د سیاسي رقیب ښاغلي احمد ایشچي د جنسي ځورنې په زړه دوسیه کې يي اټکل کولای شو. په دې تړاو یوه قصه چې فیسبوک کې مې لوستې وه، رایاده شوه. وايي چې د لس میلیونو پیسو جا

22.09.2022 سرلوڅ مرادزی

جمهوریت او د رویا واکمنۍ

په پخوا زمانو کې هغه مهال چې ولسونه ساده او ټولنې سره پاشلې وې، د ټولنې ځینې هوښیارو کسانو به ویل چې خوب يي لېدلی او ورته دنده سپارل شوې چې د ولسونو مشري پر غاړه واخلي. دا چې خوب کې به چا اوڅنګه ده ته د مشرتوب دنده سپارله، په بېلابېلو ټولنو او زمانو کې يي په جلا جلا ډول بیان او تفسیر راغلی دي. دې کسانو به خوبونه لومړی خپلو نږدې کسانو ته ویل او په واک کې د ګډون په موخه به دا ډله، د خوب لېدونکي د حوارینو ډله جوړېده. ځینو کسانو بیا د بېلا بېلو نېشه يي توکو نېشې کولې او د نېشې په حالت کې به و

21.09.2022 سرلوڅ مرادزی

لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو)

لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو) په یوه کلي کي دوه هلوکان وه چي دواړه به ښوونځي ته په ګډه تله او دواړه هم په یوه ټولګي که وه یاني (هم ټولګیان) وه. دواړو به په نومرو کي سیالي سره کوله کله به یو په نومرو کي ترمخ وو کله به بل. خو دواړه سره خوشاله وه ساعتونه به ئې سره تېرول. دواړو دوولسم ټولګی په بریاليتوب او ښه نومرو سره پای ته ورساوه. له پوهنتون څخه استازي راغله چي د کانکور آزموینه واخلي او زده کونکي پوهنتون ته و ټاکي. استاذانو آزموینه واخیسته او دغه دواړه هلکان په ډېر ښ

21.09.2022 محمدسرور وکیلي

په ایم ټي اِن کي فساد او د افغان کارمندانو سره زور زیاتی

د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او تکنالوژۍ محترم وزیر صیب! اسلام علیکم و رحمة الله لکه څرنګه چې تاسې ته پته ده تېر شل کلن ناورین کې هره برخه کې پراخ فساد شوی دی. چې یوه برخه یې مخابرات دی، دې عرصه کې هم پراخ فساد شتون درلود. هم بهرنیانو او هم داخلیانو پراخ فساد کړی. زه به راشم د ام ټی ان کمپنۍ په اړه، د دې کمپنۍ له شروع فساد ور سره مل وو. په رأس کې یې د نړۍ بدترین غله لبنانیان وو چې اوس هم د دوی لخوا اداره کیږي. ټول قراردادونه یې خپلو کې سره کول. ر

20.09.2022 انجینر عابد شېرزاد

د جنت او دوږخ اسباب:

  ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ډېرو هغه شيانو په اړه پوښتنه وسوه چي خلګ جنت ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تقوی او ښه اخلاق، بيا د ډېرو هغو شيانو پوښتنه ورڅخه وسوه چي خلګ دوږخ ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خوله او عورت. يعني ډېر هغه شيان چي خلګ جنت ته داخلوي تقوی او ښه اخلاق دي او ډېر هغه شيان چي خلګ دوږخ ته داخلوي خوله او عورت دي. څوک چي تقوی او ښه اخلاق ولري هغه ته به الله ج

20.09.2022 عبدالله متین

په اسلام کي د رهبرانو ارزښت او زموږ مسئوليت:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري کله چي ابراهيم عليه السلام د بيت الله د تعمير څخه فارغ سو ځان ته د شخصي دعا وروسته يې خپلو اولادونو ته لومړی دعا ددې وکړه: چي ای الله په دوی کي ددوی څخه ځانګړی رسول پيدا کړې! رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ.[البقرة129] دا دعا يې ځکه لومړی وکړه چي د انسانانو لپاره تر ټولو مهم شی مصلح او غمخور رهبر دی، د رهبر په شتون کي په انسانانو کي يووالی، عدالت او حريت راځي چي په مټ يې پر ټولنه د ښېرازۍ او ترقۍ دروازې را خلاصيږي. کله چي رسول ا

20.09.2022 عبدالله متین

د شل کلن اشغال لنډ انځور:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري. کله چي په 2001 ميلادي کال کي امريکايانو د ټولو عقلي او نړيوالو اصولو او نورمونو پر خلاف پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د يو څو نا اهلو غولېدلو انسانانو په ملتيا يې اسلامي نظام ړنګ او هيواد يې اشغال کړ د هماغه ورځي څخه پر هيواد د هراړخيزي تباهۍ او بربادۍ دروازې را خلاصي سوې. د يرغل په پيل کي يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چي تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د

20.09.2022 عبدالله متین

د مشرتوب ستونزه!

افغانان تل شکایت لري چې مشر نه لري، نو ځکه ستونزې نه حل کیږي او ورځ تر بلې نورې هم یو پر بل باره کیږي او پسې ډېرېږي. د ډیری افغانانو په اند، د ستونزو د حل کیلې د مشر سره ده او چې مشر نه وي راپیدا شوی د ستونزو حل ناشونی دی. لکه څنګه چې خلک انګیري، ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده! افغانان په خپل ذهن او ماحول کې د مشر څخه یو سراب وزمه موجود جوړوي او سراب ته چې څونه نږدې کیږې، هومره لیرې کیږي. که د مشر په اړه افغانان دغه سراب وزمه درک او پېژند لیرې نه کړي، هیڅکله به مشر پیدا نه کړي. مشر له ا

20.09.2022 سرلوڅ مرادزی

پریږده چې دا څه کۍ!

پریږده چې دا څه کۍ! د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په لاسوهنه ګټونکي او بایلونکي دواړو لورو ته د حکومت په سلو کې ۵۰٪ برخه ورکړل شوه، ګټونکي لوري او افغانانو فکر وکړ چې دې کې به مو خیر وي او وویل شول، پریږده چې دا څه کۍ! د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې هم ورته لوبه وشوه، په دومره توپیر چې دا ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل چې یو میلیارد ډالر ګټونکي لوري ته مرسته نه ورکوي که بایلونکي لوري ته د حکومت په سلو کې د ۵۰٪ برخې سربېره، طالبانو سره د سولې د بهیر و

18.09.2022 سرلوڅ مرادزی

وړوکې کیسه (حق وحقدارته ورسېد)

په پخوا زمانوکي زیاتره په کیلو اوبانډوکي دوو ډلو خلکو ژوند کاوه. یوه ډله خلک وه چي جایداد والا وه ځمکه او باغونه ئې لرل. بله ډله خلک وه دوی ګاونډیان ول د جایداد والا د خلکو کارونه به ئې کول؛ یاني لکه بزګري، باغواني اوبوټي راوړل او نور کارونه به ئې سرته رسول. خو دوی هم د دغه کلي خلک وه. هغه چاچي به ډېره ځمکه دکرلو درلوده کله ناکله به ئې خپل یوه ګاونډي ته یوه وړوکې ټوټه ځمکه د بوګري په نامه ورکوله چي ځان له شی پکښې وکري. په پټي کي به څه ناڅه لس منه غنم کرل کېدل. خودا د ک

13.09.2022 محمدسرور وکیلي

دپکتیا دنجونو لاریون او د رینا امیری دوه مخی مصنوعی سیاست

دیوه ملت «برخلیک» ددکاندار وګړی،بیسواد،بیسواد تاجر، پخڅه وهونکی خټګر ،دسز نیو نداف،دوه مخی جاسوس چې لاسونه یی له ولس اوپښی یی له بهرنیو سره وی او مضر مکارچې له هر فرصت کاراخلی مسولیت او ډنده نه ده هر څوک پیدادی خپل خپل کار لره کنه! رینا امیری په اټکلی غفا دپکتیا دنجونو مستحق لاریون څخه دامریکې په غلامۍ ګټې نشی پورته کولای شواهد،کرکتر،اخلاق او هویت ښیی چې رینا امیری داشرف غنی وړتیا نه لری نوکله چې دلته غنی په شل کلن کړکېچ کې جمع ناتو او امریکا عملا مسلح له ناکامۍ سره مخامخ کیږی اوو تښتېد ر

13.09.2022 ع. شریف زاد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more