ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

شيخ رحيم الله حقاني صاحب هغه شخصيت وو چي په جهاد، علم، تقوی او حقه مبارزه کي د سيمي ابوحنيفه او د وخت غزالي وو.

شيخ رحيم الله حقاني صاحب د حق په لاره او جهادي داعيه کي دردونه او محبسونه ګاللي او څو ځلي ورباندي مرګوني بريدونه سويدي خو د الله تعالی په تقدير دغي ورځي ته ساتل سوی وو.

شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ددې تر څنګ چي خپله متفکر شخصيت او بې ساري علمي څېره وه په معنوي لحاظ يو فکر او قوي مبارزه ايديالوژي وه چي د شهادت وروسته يې د زرګونو شاګردانو، همفکرانو او مخلصينو روحيه د همدې ښکارندويي کوي.

لکه زموږ د امام ابوحنيفه رحمه الله سره چي دده په وخت کي ځينو کسانو دده د علم او استعداد له کبله حسد کوی تر څو يې د وخت په حاکمانو بندي کړ او په بندي خانې کي يې شهيد کړ د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب سره هم ځينو کسانو دده د علم او استعداد له کبله حسد کوی او پر دې باندي يې بخالت ورسره کوی چي ولي نوموړي ته په زرهاوو شاګردان ناست دي؟ ولي په هيواد او دنيا کي نوموړی دومره مخلصين لري؟ او ولي د نوموړي سره د نړۍ په کچه ستر علماء همفکره او همږغي دي؟ تر څو يې په ژوند کي شهيد شيخ صاحب د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړ او دده فزيکي اخيستلو ته يې زمينه برابره کړه چي بالآخره يې په ډېر مظلومانه شکل باندي شهيد کړ او دده زرګونه شاګردان يې يتيمان پرېښودل.

که واقعيت ته وګورو زموږ په زمانه کي د نړۍ په هيڅ ځای کي د هيڅ عالم درس ته په دومره اندازه طالبان نه وه ناست او نه يې هم پداسي لږ وخت کي دومره مينوال پيدا کړي دي.

اوس چي شيخ صاحب زموږ څخه ولاړی موږ ټولو ته لازمه ده چي دده لاره تعقيب کړو، فکر يې همداسي ژوندی وساتو او دده فکري او فرهنګي نيمګړي پاته سوي کارونه بشپړ کړو.

د دين، مذهب او اسلامي امارت په ساتنه کي د شهيد شيخ صاحب د مبارزې حقانيت په نقل او عقل دواړو باندي ثابت دی بناء دده همفکره ملګري، شاګردان او مخلصين بايد همداسي دده مبارزه ژوندۍ وساتي او د ټولو باطلو په وړاندي دده غوندي د حق سنګر او د جهادي داعيې مورچله وساتي.

د شهید شیخ رحمه الله ټول پلویان بايد سر خلاص کړي چي شهید شیخ رحیم الله حقاني صاحب د اسلامي امارت د کتلې نه جلا کېدونکی جزء وو او د اسلامي امارت پر مشرانو ډېر ګران وو ځکه نو بايد پر سوشل میډیا د هغو خلګو اوتوبو ته غوږ ونه نیسي چي شبهه افګني کوي او غواړي یو ډول د شیخ صاحب په اړه شبهات پیدا کړي.