مقالې
د مذهبي او سلفي فکر ترمنخ ، د عقل او نقل لانجه
د مذهبي او سلفي فکر ترمنخ ، د عقل او نقل لانجه ولي الله ملکزی د «جدال رأی و روایت» کتاب چې ډاکټر خواجه بشیر احمد انصاري لیکلی، د عقلانیت او مذهب محوره فکر د ارزونې او د حدیثو او روایت د تاریخ په ډګر کې یوه پراخه، علمي او ژوره څېړنه ده. دا اثر د «اهل رأی» او «اهل حدیث» یا په بل عبارت د عقل او نقل د پېروانو ترمنځ د مهمې مذهبي لانجې مختلف اړخونه راسپړي. دلته د امام اعظم ابوحنیفه او امام بخاري اړوند، له معتبرو سرچینو څخه په استفادې هڅه شوې چې اجتهادي اختلاف له تنګو قضاوتونو او دودیزو
د ټولنیز بدلون طبیعي بهیر؛ له تدریجي اصلاحاتو تر هر اړخیز پرمختګ پورې
ټولنې تل د بدلون او پرمختګ په حال کې دي. هېڅ ټولنه په یوه ټاکلي حالت کې د تل لپاره نه پاتې کېږي. اقتصادي شرایط، د تولید وسایل او د تولید طرز، د خلکو د ژوند اړتیاوې، علم او پوهه، کلتور، دودونه، سیاسي جوړښتونه او د انسانانو ترمنځ اړیکې په دوامداره توګه د ټولنیز تکامل د عیني قوانینو له مخې بدلېږي. له همدې امله، که موږ غواړو د یوې ټولنې د پرمختګ او بدلون په اړه جدي او علمي فکر وکړو، باید لومړی د ټولنیز تکامل عمومي او ځانګړي قوانین وپېژنو او د ټولنیز بدلون په بهیر کې یې په پام کې ونیسو. د ټولن
په اوکراین کې د واک او فساد نوې لانجې
په اوکراین کې د واک او فساد نوې لانجې له نړیوالو سرچینو ژباړه: حميدالله بسيا د اوکراین په سیاسي صحنه کې وروستۍ پېښې ددې څرګندونه کوي چې د اوکراین د واکمنۍ په مهمو څوکیو کې د اشخاصو تر منځ اختلاف علني شوي دي او یو له بل سره تړلي فشارونه او ناندرۍ مخ په زیاتېدو دي. له یوې خوا د اوکراین د فساد ضد ادارو د لوړو دولتي کړیو کې د مالي درغلیو د قضيو د افشا کېدلو خبر ورکړی، او له بلې خوا د اوکراين د ولسمشر زیلینسکي پر وړاندې د اوکراين د دفاع وزارت د پخواني وزير میخایلو فیدوروف علني دریځ
سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه
لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني بنسټونو څخه ګڼل کېږي. دوی د ټولنې د بېلابېلو طبقو او ټولنیزو قشرونو د سیاسي غوښتنو د تنظیم، استازیتوب او انتقال په برخه کې مهم رول لري. په دموکراتیکو نظامونو کې سیاسي ګوندونه د دولت او ټولنې ترمنځ د ارتباطي پله په توګه عمل کوي او د سیاسي مشارکت، سیاسي شعور، مدني ټولنې او د دموکراتیک فرهنګ په پیاوړتیا کې رول لوبوي. د ورکړل شوې سرچینې پر بنسټ، د یوه منظم او اغېزمن سیاسي ګوند اساسي جوړښتي عناصر مرامنامه، اساسنامه او د رهبرۍ مرکزي ارګ
د پـښـتو ژبـې الفابیت - املاء او ګرامـر
د پښتو ژبې قواعـد او مطالبات د ژبې لیکدود سیسټم په خپل اساس(هسته) کې د صوتي جوړښت پر بنیاد ولاړ دئ. د پښتو ژبې کتابت پر حروفي رسم الخط باندې بناء دۀ. حرف د خط یو علامت دئ، چې یو صوت (غږ) یا د تورو ترکیب وړاندې کوی. الفبایې خط، یو تحریری طرز دئ چې کلمات د حروفو په واسطه ښیی. حرف د لیکلې ژبې تر ټولو کوچنی واحد دئ. حرف ـ ګرافیم یا توری یادیږي. حروفي لیک، هغه خط دئ چې کلمات د حروف په واسطه افاده او بیانوي. د دې په مقابل کې، هجایی ـ سیلابی؛ کلموی(لوګوګرافي) او تصویری(پیکتوګرافي) خطوط له پخ
دکلیمو ترکیب او سلاست
دعاصم منیر ساګ، غټه او وړه غوښه، چنې او دال مرچکی او قیر منیو بدله شوه . دعاصم اخور اوس بل ډول پروړه لری. موږ هم ( شپه اوورځ) وایو خو ورځ اوشپه نه وایو موږ ( بار بار) وایو یعنی پېټی پېټی وایو خو بیابیا وار وار ایا تکرار نه وایو موږ په ولسی ژبه کې ادم خان او درخانۍ او لیلې اذو مجنون وایو خو برعکس نه وایو ځکه درخانۍ په کندهار کې دمنیر په مشوره او معامله کې نښتی او ادم خان دکابل په زاړه ارګ کې دټېپرو ټیغونه باسی موږ څوک وایو خو دکډوالی سوک نه وایو موږ څنګه وایو خو سنګه نه
د خاموشو انسانانو سیاست
شلمه برخه ... په تیر پسی تر هغي چې په یوه ټولنه کې کلتورې پرمختګ رامنځته نشي د ژوندانه په نورو برخو کې لکه سیاست ، اقتصادې سیستم ، او د وګړو د امنیت په برخه کې پرمختګ نشې رامنځته کیدلی او د هغې ټولنې خلک تر یوه اوږده مودې پورې په بدوی حالت کې نا متمدن ژوند تیروي. په یوه ټولنه کی کلتوری عنعنات مستقیمآ متناسب دی په هماغه ټولنه کي د کار د ابزار او وسایطو سره، لکه څنګه چي انسان تل په دې هڅه کي وي چي د پرمختللو ابزارو د تولید او انکشاف له لاری په خپل کاری چاپیریال کی اسانتیاوی رامنځته کړي
اغاز جدل
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَٰذَا الْقُرْآنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ۚ وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا ترجمه: ««و ما در این قرآن هرگونه مثال و بیان برای (هدایت) خلق آوردیم و لیکن آدمی بیشتر از هر چیز (با سخن حق) به جدال و خصومت برخیزد.»» صرفنا بمعنی بر ګرداندن We have certainly interspersed this Quran with every kind of parable for the people. But man is the most disputatious of creatures. اما جدل: جدل (بر وزن شرف): شدت خصومت. جوهرى در صحاح آن را اسم مصدر
د افغانستان د خپلواکۍ د څلورمې جبهې اتل، غازي میرزمان خان کونړی
د افغانستان د خپلواکۍ په پېښلیک کې داسې سړېتوبونه (شخصیتونه) شته چې ژوند او مبارزه یې یوازې له یوې جګړې یا یوې تاریخي پېښې سره نه، بلکې د یوې اوږدې ملي مبارزې له بهیر سره تړلې وي. په دې ډله کې لوې خان غازي میرزمان خان کونړی د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې له هغو نومیالیو سیمهییزو مشرانو څخه و، چې ژوند یې د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو له مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو سره تړلی و. غازي میرزمان خان په ۱۸۶۹م کال، چې له ۱۲۴۸ هجري شمسي کال سره سمون خوري، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک کلي کې د ح
لیکنه؛ د شهرت وسیله که د اصلاح او بدلون ذریعه؟
ځینې وختونه داسې راځي چې انسان د اوږدې مبارزې، پرلهپسې ستړیاوو او د حالاتو د سختۍ له امله له ځانه پوښتنه وکړي: زه ولې لیکم؟ ولې خپل وخت او توان خلکو ته د مفکورو او مفاهیم په بیانولو مصرفوم، حال دا چې زما خبرې ښايي د هغو کسانو غوږونو ته هېڅ ونه رسېږي چې باید یې واوري او یا ورسېږي خو نه یې خوښوي او عمل پرې نه کوي؟ په ورته حالت کې انسان ته داسې ښکاري چې میدان تر قلم مهم دی، او د ستونزو پر وړاندې خاموش پاتې کېدل یا له بلې لارې مبارزه کول ښايي د لیکلو له اوږدې لارې په پرتله اغېزمن وي. زړه
شعرونه
شعر
تازه شعر تنهايي راسره خاندي اوبيخي راسره خاندي ديوالونه راته ګوري شپه او ورځ زماپر لوري راته غوږ وي ديوالونه ددوي هم شته دي غوږونه تنهايي زماملګری اوبيخي زماملګری په ماوايي کتابونه هم خواږه خواږه شعرونه مهربانه تنهايي ده هره برخه کې سخي ده پرتندي راکړي موچکه راته ووهی چکچکه اوس دشپې يوه بجه ده تنهايي راسره مله ده راته وايي ځه ويده سه زماپه غېږه کې دمه سه ځنګوم دې ځنګوم دې ښکلوم
پولیو
پوليو پولــيو ســـخـــــته ناروغي ده ــــــــــــــــــــــــــــــ داهــــــم حـــاده هـــم ســاري ده چــې لامـل يې يو ويروس دى ــــــــــــــــــــــــ تـبــــا كـــــړي يــې نفــــــــــوس دى عصـب نسج باندي حمله كړي ــــــــــ هلــــــته جـــوړه معـــامـله كړي چــې پـه پـايلــــه كې مــاشــــــوم ـــــــــــــــــــــ شـي په فلـج باندي مـحـــكوم خــپريدل يې ډېـر هــوســـــــاده ــــــــــــــــــ رنـګ پــه دې وېروس فضاده مــــدفـوعـــاتــو د انســـــان كـې ــــــــ
د ارواښاد سلیمان لایق د شپږم تلین په مناسبت
د ارواښاد سلیمان لایق د شپږم تلین په مناسبت، یو پخوانی کلام: نه پریږدي لایق غوندې شاعر له پرګنو سره بده تربګني ده د اسمان له پښتنو سره هسې اسمان لاپې د نیاو او عدالت وهي شرم دی اسمان ته خپلو ورانو فیصلو سره څوک به وي چې نه وي غمجن ستړی ماڼیجن نه وي کاڼي، بوټي ژاړي د زمان دې مسخرو سره چوپه راته ټوله نن دنیا او مافیها ښکاري چوپ د پښتو شعر شو د لایق په چوپېدو سره تش ښکاري جومات له مقدیانو چې امام لاړه سوړ د پښتنو تود نغری شو له دېرو سره چوپه نن حجره د
د تورتم او تيارې په شعر د (چت جی بی ټي) ارزونه
د چت جی بی ټي ښکلی تبصره او ارزونه زما په دي شعر باندی د شعر په آخره کښي ولولئ سید عبیدالله نادر تورتم او تیارې اعتبار په چـا کې نشته،په هـر چا می شـــک پیداشــو د دنیا په هـــر وګـړي او آشــنا می شـک پــیدا شـــو د دانا په نـوم چې تل کړي،برخــلیک باندی مــو لوبي په دا هســي منور،او په دانا می شـــــک پیــدا شـــو چـې باطن یې وي د دیـــو، او ظاهــر د پرښــــتو وي د دي وخــت په انسانانــو د دنــیا می شـک پیدا شو چې دنیا راته بد رنــګه کړي، او ســـا راڅــخه ا
تورتم او تىارې!
سید عبیدالله نادر تورتم او تیارې اعتبار په چـا کې نشته،په هـر چا می شـــک پیداشــو د دنیا په هـــر وګـړي او آشـــــنا می شـک پــیدا شـــو د دانا په نـوم چې تل کړي،برخــلیک باندی مــو لوبي په دا هســي منور،او په دانا می شــــــک پیــدا شـــو چـې باطن یې وي د دیـــو، او ظاهـــر د پرښــــتو وي د دي وخــت په انسانانــو د دنــیا می شـــک پیدا شو چې دنیا راته بد رنــګه کړي، او ســـا راڅــخه اخــلي نو په خضر د زمان ،او مسیحا می شـــک پـیـدا شــو دمیړانی او وفـ
ګوښه ژوند!
له بی عـــمله زاهـــــــدانو نه پردې کښي یــم ناســـت له ډیره غمه په یــو ګوټ د میکدې کښي یـــم ناســـت درانه بـارونه می راوړي ، د غـــمونـــو، دلـــــــــــــــته د غمو پیټو ســـره ګوټ دي میـــــخانې کې یم ناســـت چې د میــــخورو درناوی په میــکدې کښــــــــي وشي لکه فـقیر د میــــکدې په دروازې کښـــــي یم ناســــت چې دا ظلــمونه وحشـــتونه د دي خــــــــلکو ویـــنم د خپل غمجن زړه سره تل ،په غم خانې کښی یم ناست د خــلایـــــــقو
غزل
غزل ورک دې سي رنګ مهرباني نلري دامهم خوي دجنتي نلري له پيره مه جوړوه خداي مه کوه اطلاع پرغيبو هم نبي نلري خالي کدو اوهم خالي بوتل وی څوک سي پر زړه غم دلالي نلري بس تنهايي دې تل په شا ګرزوي سي څوک غريب وي شتمني نلري پرهغه پلار باندې مې زړه خوږيږي سي پخپل کورکي پاچهي نلري داعمړي هم عجيبه ملا دی کله ملايي کله ملايي نلري محمدعلي عمري مسلم باغ
د اروښاد سید حسن حسن د زدکړه تر عنوان لاندی شعر
د وطن د یو دردمن شاعر ادیب لیکوال ، فلسفی او نظامی شخصیت شهید جنرال سید حسن (حسن) د (زده کړه) تر عنوان لاندی یو شعر چې زمونږ د مکتبونو په نصاب تعلیمی کې هم شامل وو ، چې تعلیمی ، انتباهی ، تربیوی ، او اخلاقی بڼه لري ،او تر اوسه د وطن د مینانو ورد زبان دی ، مرحوم سید حسن(حسن) زده کړه ! په نغمــه لـــــــــکه بلبل، غږیدل زده کـړه پټه خـــوله ویـــــنا د ګـل، له بلبل زده کړه رخت په سر کړه ، له غنچی نه رابهر شه په هوا لـــکه وږمـــــــــه، چلـی
اړیکې جوړول
راشه زړه دې زما کور کړه پاکول یې زما کار دی د زړه درد دې را بربنډ کړه جوړول یې زما کار دی چې دې ورکه کړله لاره استغفار، توبې ته راشه لحظه وره کې راته تم شه لار موندل یې زما کار دی د اخلاص اوښکې دې توی کړه چې دیدار مې در نصیب شي د اخلاص اوښکې درنې دي قبلول یې زما کار دی . که دې لارې شولې بندې یوځل بیا هم رجوع وکړه درته خلاصې به شي لارې، لارښودل یې زما کار دی ما نه وکړه خپله غوښته هغه دم یې درکومه اوس یې غواړه هرڅه غواړې درکول یې زما کار دی له مرګ مخکې ځا
تنګ جهان
تنګ جهان چې په عمر دې شراب څکلي نه وي قضاوت یې کړې د خوند و رنګ په څه میخانې ور خو د ټولو پر مخ خلاص وي توغوي پرې له ممبر خد نګ په څه چې نېشه د بنګ سلا، مۍ ناروا وي فرق نېشه کې د شرابو، بنګ په څه نه له خپل حاله خبر، نه د بل اورې په ټول عمر یې مبهوت و منګ په څه د پردو وفادارۍ کې دې شک نشته د خپل ولس سره کوي نیرنګ په څه له ملا او پیر دې څه په ژوند حاصل کړل له پوهنې نه د وخت کړې څنګ په څه په جرګو سره چې ستونزې هوارېږي ضرورت دی په وطن کې جنګ