د هرمز تنګی چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل نفت یا ګاز ورڅخه تېرېږی، تقریبا تړل شوی دی. د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو نړیوال اقتصادی اهمیت یې هم ډیر ټکنی کړی دی .
۱-فیلپین او تایلنډ:
دغو هېوادونو د برېښنا او تېلو د سپما لپاره ځانونه چمتو کړی دی نو ځکه کاري ساعتونه او تګ راتګ یې تر یوه حده پورې محدود کړی.
او کمښت یې په کې راوستی دی.
۲- یوشمېر اروپا یې هېوادونه او بریتانیا:
اروپایې هېوادونه داکراین کړکېچ په تنګ کړی خو د انرژۍ د بیو له لوړېدو سره همدا اوس مخ په ګواښ اوناڅاپی ناوړین سره دي.
۳-امریکا:
د ټرمپ دتعرفو له سیاست سره جوخت او له ژمنو سره سره، د پټرولو بیې په نا څاپی توګه دچا خبره بیې اسمان ته ختلي دي.
۴-دوبۍ او قطر:
د نړۍ دا مهم دشیخانو ترانزیتي مرکزونه او بنادر چې دیوه هېواد نصاب نشی پوره کولی هم د ډرون بریدونو له امله ګډوډ شوي او زرګونه سیلانیان ترې وتلي دي.
دا هغه جګړه ده چې یوازې خره نتنیاهو او خبیث ټرمپ غوښتله، خو له جګړې وروسته دتشنجی حالت لپاره یې روښانه پلان نه درلود.
د خلیج نور هېوادونه لکه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له دغه وضعیت څخه سخت ټکان خوړلی او د خبرو اترو پلوي کوي.
روسیه د تېلو د بیو له لوړېدو ګټه پورته کوي ترڅو اوکراین کې خپله جګړه تمویل کړي، خو وږی او مړتت چین د خپلې انرژۍ د سرچینو په اړه اندېښمن دی.
که څه هم د ټرمپ ادارې تېر نومبر کې ادعا کړې وه چې منځنی ختیځ نور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب نه دی، خو د ایران جګړې یو ځل بیا ثابته کړه چې دا سیمه امریکا ځان ته راکاږي .
لنډه دا چې د منځني ختیځ د جنجالونو پای ته رسول هغسې اسانه نه دي لکه څنګه چې په کاغذی لافو او باټو کې لیکل شوي وه.اوس سوشال میدیا کې هم دروغ ویل یو رواج ګرځیدلی . لکه ملا زیړ پګړی فضل الرحمن چې دوه نورو ملا یانو سره دکابل میلمستیاوې نوش جان کړې . دغه ډول پلاوی دافغانستان سیاسی موقف ډیر کته راولی .
دافغانستان سیاسی بیه دیوه ملا په تصمیم کې د نفتو له بیې هم اوړی. ملا فضل الرحمن او شکریه بارکزۍ په هره اجندا کې په اټکل کولې باسی !