په دې مکاره نړی کې ډیر څه په بدلو او غیرو طبعي بڼو د چلښت بازار ته راوړاندې کیږي، خو د انګریز او امریکا د مغرضانه او شومو کړنو په نتیجه کې اصلي بحث دا دی چې پاکستان واقعا یو هیواد دی او که ددې دوه سترو قدرتونو د تعذیب او تحقیر یوه ناوړه او دوهمه ستره پروژه؟ راځو دیته چې د هیواد بحث د کومو مفاهیمو د مختص کولو لپاره په کار وړل کیږي.

د هیواد کلمه د مختلفو علومو په چوکاټ کې بیلابیل مفاهيم وړاندې کوي او د هر علم مخکښ علما یې د خپل دید په محور سره تعریفوي.

خو هیواد د نړۍ هغه ځانګړې خاوره ده چې د خپل نفوس ، ټاکلو سرحدونو او واحد اداري نظام لرونکی وي.

د نړیوال منشور له مخې، هیواد هغه سیاسي واحد ته ویل کېږي چې د نړیوالو اړیکو وړتیا ولري او د ملګرو ملتونو د غړیتوب شرایط پوره کړي.

 غواړم د هیواد مفهوم د سیاسي، حقوقي، او جغرافيايي مسیر له مخې تشریح کړم:

د ارسطو له نظره(۳۸۴-۳۲۲ق م):  

  ارسطو په لرغوني یونان کې له ډير شهرت برخمن فیلسوف و، هغه په ۳۸۴ قبل المیلاد کې د یونان په شمال د سټاګیرا نومي ښار کې زیږیدلی و، د هغه پلار د مقدونیې د شاهي دربار طبیب و، نو ارسطو له کوچنیوالي سره د علم او پوهې چاپیریال کې را لوی شوی وو، د ټولو علومو په برخه کې د لرغوني یونان د فیلسوفي نظریاتو اغیز خورا پراخ دی‌.

ارسطو چې د سیاسي فلسفې له بنسټ اېښودونکو څخه دی په دې اړه وايي: هیواد؛ د خلکو داسې سیاسي ټولګه ده چې د مشترکو قوانینو او يو نظام تر چتر لاندې ژوند کوي تر څو د خلکو ګډې هيلې خوندي کړي.

 ارسطو په خپل تعریف کې څو مواردو ته خاصه توجه کړیده لکه: خلک، نظام او قانون.

دې پورته مواردو ته په پام پاکستان د خلکو مشترکه ټولګه نه لري يوخوا د پښتنو په سینه د ښامار توره ليکه ده او بلخوا بلوڅ بېلتون پال هم ددې ټولنیز جوړښت څخه تر پزې راغلي دي او په مکرر ډول د نارضایتی مختفلې پیښې ترې ثبت کیږي.

د نظام په برخه کې هم نا تعریف شوی سیاسي نظام او قانون لري، نظامي جوړښت یې د خپل ناسم سیاست او د زبر هېوادونو د هیلو د پوره والي په ډګر د یوې پروژې حیثیت خپل کړی پر ځای ددې چې د خپل ولس د هیلو، ارزښتونو او مقدساتو د حفظ او ساتنې په موخه خپل هويت ته کار وکړي د خپل باداره هیوادونو د ګټلو لپاره یې د خپل ولس غوښتنې او هويت ته شا کړیده، هغه څه کوي د څه په اړه چې ورته ماموریت ورکړل شي.

باید ووایم چې زموږ هیواد افغانستان پرته له هر نوعه تبعيض د تاریخ په اوږدو د یو واحد سیاسي نظام له چتر برخمن نظام دی، د قوانینو په برخه کې د اسلامي شريعت له نصوصو سره سم د هیواد په ټولنه باندې مشروع حاکمیت له ویاړ برخمن دی، دا هغه موضوع ده چې په رڼا کې ېې د ټولو میشتو اقوامو هیلې پوره او د مشترک هويت رسمي استناد ته یې ثبوتیت بښلی دی.

خو په حقوقي لحاظ هیواد هغه سیاسي واحد دی چې څلور اساسي عناصر ولري او دا عناصر په لاندې ډول دي:

۱- دایمي نفوس (Population)

۲- ټاکلې جغرافیایي خاوره (Territory)

۳- حکومت (Government)

۴- له نورو هیوادونو سره د اړیکو توان(حاکمیت) (Sovereignty / Recognition)

لومړی راځو که چیرته د پاکستان نفوسي شرایط مطالعه شي نو د وګړو په پراخه کچه فرار او تیښته د هیواد جوړونې دا اساسي رکن تر سوال لاندې راولي، د تاریخ په اوږدو کې پاکستاني رژیم تل له داسې کرغیړنو شومو پلانونو د تطبیق استفاده کړیده چې د هیواد وګړي يې د اجبار په سلطه کې راګیر کړي دي او له دوی یې د هیواد پالنې آزاد معیارونه سلب کړیدي، مثلآ: دوی د خپل نظام، قانون، روابطو او ګڼو نورو مسایلو په اړه عامه غوښتنې نه شي پلي کولای بلکې د پوځ د هیلو لپاره، چې دا هېلې د لويو قدرتونو د خوندیتوب په موخه ټاکل کیږي، د سیمې دا لویه کتله خلک بې پامه نیول کیږي او د زور او جبر له لارې ترې د مختلفو پروژو په توګه ګټه اخېستل کیږي، لکه: د عافیې صدیقې خور د جيل تورو تيارو ته استول، دا څو ورځې دمخه د امریکا د سفارت مخې ته د خلکو او اسلام پاله لاریون والو څخه د ژوند اخیستل، دېته ورته ډیر داسې مسایل شته چې د هغې جغرافیې ټولو وګړو ته پراخه بیلګې لري. غواړم د دې دوه بيلګو په اړه دا وضاحت وړاندې کړم چې که د عافیې صدیقې څخه خطر محسوسېږي آیا هغه په دومره کچه دی چې د ضعیف الجسمه(ښځینه جنس) څخه دې د پاکستان ولس ته متوجه وي خو که دا خطر د پاکستان محدودې ته موجود و بیا ولې د پاکستان په جیل کې نه ساتل کیده چې د امریکا پوځ ته د خپلو میلیاردي قرضې د خلاصون په موخه حواله او په سر یې د انسانیت په تندي داغ معامله ترسره شوه، بیا دا ټول هر څه ترسره شول نو ولې د پاکستان پوځي رژيم خلکو ته په دې اړوند وضاحت نه ورکوي.

د پاکستان د نا تعریف شویو غرایزي او بلواکه قوانينو په چوکات کې خو هر څوک د لاريون حق لري ولې دا دوه ورځې دمخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړیو کې (د مارچ له ۳مې نېټې وړاندې) په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت مخې ته لاریون کوونکو ته د دیني مقدساتو د پالونکي لاریون حق ورنه کړل شو بلکې دوی د ژوند له طبیعي حق څخه محروم شول او په پاتې کسانو کې د دین پالنې روحیې وژلو لپاره یې بیا پخوانی لاره(غلامي) خپله کړه.

دا طبعي ده چې یو نفوس له خپل هويت څخه برخمن نه وي نو له دې ټولو ناخوالو سره به مخ وي او د غلامانو په شان به یې په کریکټر لوبې ترسره کیږي.

د هیواد جوړونې دوهم اصل د ټاکلو سرحداتو درلودل دي چې له دې نعمت څخه هم دا کتله محرومه ده یو خواته یې له افغانستان سره ۱۲۰۰ کيلومتره نا تثبیت شوې فرضي کرښه لري او د انګريزي ښکيلاک له میراث سره سم بیا تر اوسه پرې خوله شړپوي بلخوا ته یې د هندو ستان له هیواد سره نا تعین شوې فرضي کرښه لري کله چې د یوې جلا نژاده او کم توکمه(پنجاب) محدودې ټولګې دوه لوېې پولې په رسمي او قانوني ډول د رسمیت له سند څخه محروم او د یو کرغیړن ښکیلاک د ظلم او بربریت ثمره وي نو هیڅکله به د هیواد مفهوم ترې افاده نه شي.

د درييم اصل په توګه د حکومت اصطلاح که په غربي مفکورې سره را واخلو نو کیدای شي چې دوی یې له مزایاوو څخه برخمن شي ولې په اسلامي لحاظ یې د حکومت اصطلاح له حده ډیره ناقیصه ده:

امام ماوردي (رح) په خپل مشهور کتاب (السلطاني احکام / د حکومت احکام)کې لیکي:

حکومت (امامت) هغه نظام دی چې د نبوت د ځایناستۍ په توګه د دین ساتنه او د دنیا چارې تنظیموي.

پاکستان چې زه یې د همغه خاصې حلقې د تعارف لپاره د پيژندنې نوم ګڼم او د یو هیواد د مفهوم او سلب موارد یې تاسې لوستونکو مخې ته ږدم، د پاکستان حکامو، حکومت ته نه د امامت، نه هم د نبوت د میراث او نه هم د دین د ساتنې په سترګه کتلي دی یوازې څلورم جزء چې د دنیوي چارو د تنظیم اړخ روښانه کوي د ټولو عمومياتو څخه په لوړ کيفيت سره درک او منلې ده.

 ځکه حکومت د پیغمبرۍ د ځایناستۍ لپاره جوړ شوی تر څو دین وساتي او د خلکو د دنیوي نظام اداره د همدې ښېګڼې سره يوځای پوره کیږي.

ابن تیمیه (رح) په خپل کتاب السياسة الشرعية کې لیکي: حکومت هغه اداره ده چې د خلکو د چارو د اصلاح لپاره د شریعت مطابق واک استعمالوي. 

د پورته تعریف اړخ دومره واضیح او څرګند دی چې زه منحیث د یو لیکوال هیڅ نه غواړم په دې اړوند تشریح وړاندې کړم ځکه د اهل خبروو لپاره خپله مفهوم له ځانه سره لري.

غواړم د څلورم او وروستی اصل په توګه چې د یو هیواد مفهوم ته حقانیت وربښي هغه حاکمیت دی.

 حاکميت د رضايت او ولسي ګډ غوره تعامل هغه حالت ته وايي چې د ملت او حکومت د ښیګڼې سبب وګرځي. نو دېته په کتو دې خوار ملت ته خو له خپل حیثیت څه ورپاتې نه دي او حکومت یې د یو هیواد د منل شوي حیثیت له ویاړ محروم دی.

 ځکه په ټوله کې حکومت هغه نظام دی چې د شریعت د ساتنې، د عدالت د ټینګښت او د خلکو د دنیوي او اخروي چارو د سم تنظیم لپاره رامنځته کېږي.

پورته ټول څلور هغه اساسي او اصلي عناصر وو چې په درلودلو سره یې يوه کتله خلک او خاصه جغرافيه د هیواد حیثیت خپلوي.

راځو دیته چې پروژه څه ته ويل کیږي ترڅو درانه لوستونکي وکولای شي چې ددې دوه موضوعاتو(هیواد او پروژې) ترمنځ تفکيک وکړای شي.

پروژه (Project) هغه لنډمهاله او منظم فعالیت ته ویل کېږي چې د یوه ځانګړي هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټاکلي وخت، محدودې بودجې او خاصو سرچینو په کارولو سره ترسره کېږي.

دا ښکاره او څرګنده خبره ده چې پاکستان ته د لويو قدرتونو لکه انګلستان او امریکا لخوا ټاکلي اهداف ورکول کیږي او پاکستان د دوی د هیلو د ترلاسه کولو لپاره د مادياتو په نظر کې نیولو سره د خپلو بادارانو هيلو ته تحقق وربښي.

دا چې د پروژې د ترسراوي په موخه محدودې منابع ځانګړي کیږي نو همدا علت دی، چې دوی د تاریخ په اوږدو کې ډیره بې خرچي ګالي، ځکه چې دوی د بادارانو د هیلو په برخه کې پوره له اخلاص څخه کار اخلي، حتی تر هغه هیله لرونکي عاید او آفرین یې ډیر مصرف پرې ترسره کیږي، همدا نا انډوله قرباني د دوی د دایمي قرضداری په تله کې خپل وزن پریږدي‌.

او د سرچینو په برخه کې بیا خپلې ټولې منابع په داسې توګه مصرفوي چې په حال کې یې د غربت دسترخوان ته ټیل وهلي، خو د خفګان خبره داده چې د یوې محدودې کړی له وجې ولې د ټول ولس په هیلو او امیدونو سودا وشي، دا هغه درد دی چې ولس یې د درمان لپاره د غلام ریژیم له کرغیړنو چارواکو باید د ځواب غوښتنه وکړي او محاسبه ترې واخلي.

په پای کې د یو لیکوال په صفت ددې تمنا لرم چې د پاکستان عام ولس د کرايي پروژو او د فوټبال د هغه توپ په شان له لوبیدو ځان وساتي چې د نورو د خوښی لپاره د لوبغاړو په پښو باندې یو او بل لور ته وهل کیږي، ترڅو د بادار د چک چک ویاړ ترلاسه کړي.

تاريخ ثابته کړیده چې د افغانستان ولس او حکومت په خپله خاوره د سر په بدل کې هم معامله نه قبلوي، خپل هیواد مور ګڼي، هر افغان د خپلې مور درناوی د ګرانې مور له غیږې زده کوي او د مرګ تر ورځې یې قدم په قدم پالنه کوي‌‌.