د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ ايراني نصاب نه غواړو

الماس افغان 01.05.2008 15:13

ډېر ژر به 80 تنه افغاني نصاب پوهان ايران ته ولېږل شي ، چې هلته دافغانستان لپاره درسي نصاب جوړ کړي .
حيرانيږﺉ مه ! موږ تل غوښه په پيشو ساتو او وطن په دښمنانو .
                              په نصاب کې تاريخ ، جغرافيه ، فقه ، ادبيات ، ژبه او تاريخي مشاهيرهم شته او په دې ټولو ايران دعوه لري . ايران به ښه نصاب جوړ کړي ، خو تاريخ او جغرافيه به ايراني شي ، فقه به ايراني شي ، ادبيات او ژبه به هم ايراني شي هسی هم افغانستان دايران يوه فرهنګي صوبه ( ايالت ) ګڼل کيږي او چې ايراني نصاب هم راشي بيا يي نو ګزوه !
د پوهنې دوزارت د ې کور آباد وي ، چې زموږ نصاب پوهان ورليږي او که نه خو دا يې هم کولای شول ، چې ورته ووايي وروره پخپله يې جوړ کړﺉ او موږ به يې تدريس کړو .
نه پوهيږم دا موږ څه  خدای وهلي يو ، چې هر څوک هر څه راباندې کوي همداسې ورته ناست يو ، د ټولې نړۍ په تاريخ کې يې ولټوﺉ که چاته ګاونډي هېواد نصاب جوړ کړی و بيا به يې موږ هم وکړو ، په تيره بيا داسې ګاونډی ، چې ستا پر هر څه دعوه کوي او ستا په خاوره کې تاوده او ساړه سنګرونه لري او جنګيږي.
ايران ډېرو ډلو ته وسلې ، پيسې او دجګړې شاډب ډب ورکوي او په فرهنګي جګړه کې خو تر ټولو مخکې دی . افغانستان د ايراني کيدو خواته هسې هم روان دی او دا يې لا بل ګام . که افغانستان ايراني شو بيا دې نو امريکا او انګلستان هم ځان ورته ټينګ کړي ، زه نه پوهيږم ، چې امريکايان او دهغو نور انډيوالان ولې د ايران دومره پراخ نفوذ ته نه دي متوجه  ؟!

د پوهنې وزير صاحب !
تاته چا د افغانستان د فرهنګ د پلورلو حق درکړی ؟
آيا په نړۍ کې نور هېوادونه  نه شته ، چې دا مرسته درسره وکړي . که ايران دې ډېر دوست وي او د افغانستان په معارف زړه سوی لري نو يو څو ښوونځي دي جوړکړي ( يوازې ودانۍ ) کمپيوترونه دې ورکړي ، لابراتوارونه  دې جوړ کړي  او د چاپ ماشينونه دې ودروي نصاب محرم شی دی او په دښمنانو نه شي جوړيدای .
موږ پوهيږو ، چې دايران ملا ماته ده او په فزيکي مرستو کې هیڅ هم نه کوي  ، ايران يوازې د سياسي – فرهنګي لاسوهنې لپاره مرسته کوي . وايي ( پېشو دخدای  لپاره موږک نه نيسي ) او ايران د ورورولی لپاره مرسته نه کوي ، چې غرض و مرض يې په کې نه وي نصاب نه جوړوي .
ددې لپاره دلايل ډېر دي ، دلته زه په ټولو افغانانو غږ کوم ، چې د خدای لپاره موږ ، زموږ هېواد ، زموږ ماشومان  او زموږ معارف له دغه ښکاره تيري څخه وساتی او که نه سبا به مو د لومړي  ټولګي په کتاب کې د بسم الله الرحمن الرحيم پر ځای  سبق د محمود احمدي نژاد په ستاينه شروع کيږي .