د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي ارزښتونو ته سپكاوى او زموږ دفاع

الماس افغان 04.03.2008 22:53

په وروستیو کلونو په تېره بیا په تېرو ورځو کې د څو داسې پیښو شاهدان یو چې د نااسلامي ټولنو له خوا یې عملي کول د مسلمانانو له پارونې پرته بل هدف نه شي درلودلای.
دنمارکیان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) پر کاریکا تورونو خپل مخونه تو رکړل، هالندیانو بشریت ته د سترې معجزې قرآن عظیم الشان په اړه فلم خپور کړ او ځانونه یې وشرمول او هلته – دلته داسې نورې نښې هم ولیدل شوې، په دې اړه لاندې یادونې د پام وړ دي:
۱ـ د بشریت ناجي حضرت رسول الله مبارک ته د مکې کفارو ډول ډول نیرنګونه سنجولي وو ، خو ټول پوهیږي چې لوی خدای (ج) خپل دغه نازولی بنده پر هغو بریالي کړ او د مشرکینو بیخ او بنسټ راووت، د الله تعالی پیامبر دومره ستر دی چې د دنمارکیانو اوتې بوتې یې عظمت ته د ذرې حیثیت هم نه لري.
په قرآن مجید کې لوی خدای (ج) وعده کړې ده چې د عظیم الشان قرآن ساتنه به الله تعالی کوي او د صدر اسلام د مشرکینو په څېر به دغه شمار هالندیان هم مختورن شي.
۲ـ خو دغه هڅې ولې کیږي؟ تر شایې سیاسي رذالتونه خامخاشته ، یو خو یې دا ښکاري چې خپلو ولسونو ته وښيي چې ګواکې مسلمانان بې حوصلې او لنډپاري دي او هر ځل چې موږ هغوی ته اهانت وکړو نو په غوسه شي او د خپلو ځانونو وهل ټکول پېل کړي، د خپلو هیوادونو ملي شتمنۍ لوټ کړي یا یې ویجاړي کړې ، څه کسان په کې مړه شي څه ټپیان او حکومتونو ته یې لوی درد سر جوړ شي. دوی (کفار) بیا نور د خیر په غونډۍ ورته کیني، وخاندي خبرونه یې خپاره کړي او لاسونه ورته وپړکوي. له بلې خوا دوی هر کله چې غواړي په اسلامي هېوادونو کې کومه سیاسي لوبه پېل کړي نو د اسلامي امت ذهن په همداسې پېښو مصروف کړي، خلک راوپاروي، حکومتونو ته سردرد پیدا کړي او له موقع څخه په ګټې اخیستلو سره خپل ښکیلاکي حرکات او هدفونه عملي کا. هلته مظاهره، دلته تشدد هلته فوق العاده حالت دلته د پارلمان غونډه، هلته د سفارت تړل او دلته . . . بس ټولو ته کار پیدا شي، له دې پرته دوی غواړي د اسلامي هېوادونو ترمنځ یوه پټه سروې وکړي، کوم ملت ډېر پاریږي او کوم یو معقول کسات اخلي، کفار له هغو احساساتي ملتونو څخه نه ویریږي چې خپل ښارونه سیځي او خپل خلک وژني یا عامه شتمنۍ لوټوي، دوی له هغو ملتونو څڅه سخته ویره لري چې معقول او هوښیار انتقام ته یې هوډ لا کلکیږي او په ډېر منطق سره ځان پیاوړی کوي.
۳ـ معقول انتقام څه دی؟ دا د دین، عقل او منطق حکم دی چې د د ښمن مقابلې ته به ځان پیاوړی کوې.
اوس نو هوښیار مسلمان ملت هغه دی چې د خپل کافر دښمن په مقابل کې ځان چمتو کړي خو په څه؟ په تکنالوژۍ، علم، وسایلو، اقتصاد، ځواک، تولید، مالي امکاناتو، پوهه او سیاسي درایت. کفاروکه هر ځل داسې احمقانه حرکت وکړ، مسلمان ملت باید دوه نورې کتابخانې جوړې کړي. کفاور که یو اهانت وکړ د افغانستان مسلمان ملت باید لس نوي ښوونځي پرانیزي، څو فابریکي فعالې کړي، نورې شاړې ځمکې آبادې کړي، ویالې له اوبو ډکې کا، د بریښنا بندونه جوړ کړي او خپل ځوانان د اسلامي تعلیم ترڅنګ پر کمپیوټر او ټکنالوژي هم وپوهوي یوازې ویښ او هوښیار ملتونه کولای شي له خپلو عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع وکړي. زه په همدې لیکنه کې پر مسلمانو او غیرتي افغانانو د یوه زورور انتقام غږ کوم راځئ ، چې داسلام ستر پیغمبر په وړاندې د اهانت دفاع دهغه له لاروښونوسره سمه وکړو او د قران ننګه ددغه آسماني کتاب د احکامو مطابق پیل کړو :
که ډنمارکیان او هالنډیان زموږ لویو ارزښتونو ته په سپکه ګوري موږ یې هم کسات اخیستلی شو او هغه داسې :
- ټول خپل ماشومان ښوونځیو ته لیږو ، چې هلته اسلامي او تخنيکي علم زده کا .
- بیا خپل ښوونځي نه سوځوو ،بلکې د هغوی له ضده نور جوړوو .
- نوې کتابخانې ودانوو او ځان پر مطالعو بوختوو .
- کار – کار – کار - تولید دا به دخپل ژوند شعار ګرځوو او د لوی خدای د عبادت تر څنګ به خپل او دخپل هېواد اقتصاد پیاوړی کوو .
- نوې فابریکې ، لويې لارې او توليدي مراکز به پرانيزو .
- بندونه ، کاریزونه ، ځمکې او څړ ځایونه به آبادوو .
- ځنګلونه به نه وهو او رمې به ډیروو .
- ټول ځوان نسل به د قرآن ، فقهې علومو ، کمپیوتر ، تکنالوژي ، ادب ، ساینس ، تاریخ او سیاست پر پوهنو سمبالوو ، چې د کفارو له احتیاجه خلاص شوو .
- خپلې اوبه به راګرځوو ، بریښنا به ښه ډیره تولیدوو او صنعت ته به وده ورکوو ، پرپاتې اوبو به یې ځمکې خړوبوو .

• ټول به راوځو خپلې كوڅې، لارې، كلي او ښارونه به پاكوو چې د كفارو د خندا نه شو.
• د هر پردي هېواد په تېره بيا د چينجنو ګاونډيو جاسوسي ته به څوك نه پرېږدو او د ابه لوى شرم و عار ګڼو.
• خپل ګران افغانستان به يا كور ګڼو يا ګور، پخپله به ورڅخه په تشو لاسو د اسيا سويس جوړوو او كفارو ته به په آبادۍ كې زور ښيوو.
• نور به د مهاجرت او له وطنه د تښتېدلو خيال له سره باسو او په خپله به همدا ځاى ځانته د ځمكې پر سر جنت جوړوو، چې همدا سور مخي كفار د كار كولو په لټه راشي او موږ يې پرې نه ږدو.
• وراني به نه كوو، غلا به هېروو او خپل ورور او هېوادوال به نه وژنو. موږ افغانان به كفارو ته ورښيوو چې دومره جاهل ملت هم نه يو چې خپل بې ګناه هېوادوال په وړه خبره ووژنو.
كه دا مو وكړل نو دومره به پياوړي شو، هومره به ځواكمن شو چې بيا به هيڅكله د افغانانو له ډاره ډنماركيان، هالنډيان او نور يان_ يان به د اسلام سپكاوى نه شي كولاى او افغانان به انشاالله په وچ زور هم خپله او هم د اسلام دفاع كوي.