د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روزګان خپرونې نوې ګڼه چاپ شوه

31.03.2008 22:17

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan
Afghan Democratic Publication in Sweden

د روزگان مهالنۍملي خپرونې  دوه مياشتنۍ پرله پسې يولسمه  اودولسمه گڼه له چاپه راووتل .
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي تاسودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري علمي،تاريخي، سياسي اوادبي مطالب لوستلاي شئ .
روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه به هم يوازي په روزگان پوري اړه ولري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي  ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير او تفق سره نه پخلا کېدونکې ده . دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدواونظريو دخپرولوخپلواک تريبون دی 
روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ،مگر دچاپ او دافغانستان مختلفو ولاياتو اونورواړونده علمي او فرهنگي مؤسسو ته دلېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوی دی :
الف : داخپرونه  ستاسودمالي مرستو اوگډون له لاري  لاسته راغلو پيسو باندي په افغانستان کې ټولو ولاياتواو هلته فرهنگي،علمي موسسو،پوهنتونو، دافغانستان علومو اکاډمۍ ، کابل پوهنتون ، دپوليتخنيک انستيتيوت کتابتون ته لېږل کيږي .
ب : په روزگان خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
په بهر کې له درنو هيوادوالو نه اوفرهنگپالوڅخه  په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي او معنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی .
که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی ، هيله مند يو زموږ سره پدغه  پوستي پته  او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :
پوستي پته : 
  Ghamkhor Habibullah
SNODROPPSG. 7
21527Malmö
SWEDEN
برېښناليک : ghamkhor@hotmail.com
ټليفون : 0046736511569