د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکولتور وزیر په ملاتړدنړیوال پوهنتون زده کړیالو ناسته

عثمان انصاري 17.02.2008 01:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

 

د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یو شمېر افغان زده کړیالانو د اطلاعاتو او کولتور د وزیر خُرم صېب په ملاتړ یوه ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې د روڼ اندي او پوه وزیر خُرم صېب څخه د خپل هراړخیز ملاتړ اعلان وکړ، او د هغو کارونو ننګه یې وکړه، د کومو په ترڅ کې چې نوموړي وزارت ځینې هغه فاشیستي او ایرنپالي کرغېړنې څېرې رټلي او له کاره یې ګوښه کړي، چې د افغان ملي ټرمینالوجۍ پر ځای یې د خپلو ایراني اخوندانو ټرمینالوجي کارولې او پدې ډول یې د خپلې وفادارۍ مثال ښودو.
نوموړو زده کړیالانو چې د اصول الدین، شریعت او قانون، اداري او سوداګرۍ، ادبیاتو، سیاست او نړیوالو اړیکو، کمپیوټر پوهنې، مخابراتو، ساپوهنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو پورې اړوند ول، د اطلاعاتو او کولتور د وزیر خُرم صېب کارونې وستایلې او دا یې د اساسي قانون د پلي کولو د مخکښ وزیر په توګه وستایه، او د یوې پرېکړې په ترڅ کې یې له ټولو هغه تش په نامه پښتنو څخه، چې نن سبا د دولت لوړو څوکیو کار کوي، خو د څوکۍ له ډاره په خپله ژبه غږېدای هم نشي، څخه وغوښتل، چې سملاسي د خُرم صېب ملاتړ وکړي او هغه لاره خپله کړي، چې هم د افغان په ګټه وي، او هم د افغانستان.


نوموړو زده کړیالانو ولسمشر کرزې هم پدې وغنده، چې دداسې ملي مسﺉلو ته چندانې خیال نه کوي، په هغه پرېکړه کې چې ددې ناستې لخوا وړاندې کړای شوه، کرزې پدې تورن کړ، چې داسې شرمخان یې له ځان راتاو کړي، چې په رڼا ورځ به یې د پېغلو عصمت او عفت لوټلو، په زرګونو مسلمانان یې ووژل، د خلکو مالونه یې ولوټل.  اوس هماغه داړه مار او ټوپکسالار د کرزي لخوا ددیني او کولتوري چارو د جرګګۍ مشر ټاکل کېږي او پدې ملي مسله کې به له خرم صېب څخه پوښتنه کوي... چې ولې زموږ ایراني اخوندان خپه کوی.


د یادولو وړ ده، چې دا هماغه مشر دی، چې د رحین (رهین) په څېر ګوډاګې که د افغانستان ټوله ټرمېنالوجي په ایرانۍ ژبه اړوي نو هغه خدمت ګڼل کېږي، او که چېرې یو پوه وزیر د پردیپالو مخه نیسي، او له دې ناوړه کار څخه یې منع کوي، چې د پردیو غلامي پرېږدي،  نو بیا دا کار نامحقق صېب د قانون خلاف کار ګڼي.