د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټول افغان بلاګرانو د پام وړ

عثمان انصاري 26.01.2009 10:11

 لکه څرنګه چې پوهېږو د ټول افغان ښکلي ګورتپاڼې په وېببلاګونو کې د اړیکو څانګه د تخنیکي ستونزو له لامله کار نکوي، او زیاتره بلاګ لیدونکي د خپلو تبصرو او نیوکو د نه خپراوي څخه ناراضه ښکاري، حال دا چې ددوي برېښنالیک د بلاګ چلوونکي ته نه وي رسېدلی.

نو په دې اړه د د ټول افغان بلاګرانو (بلاګ لرونکو) او بلاګکتونکو ته زېرې ورکول کېږي، چې له نن څخه وروسته به تاسې د خپل بلاګ د اړیکو [اړیکه] د سېسټم له لارې برېښنالیک ترلاسه کولای شئ.

 په لنډ ډول لاندې لېنک کاپي او د خپل بلاګ د اړیکه (link to any external page)

په څانګه کې د هغه پخواني لېنک پر ځای ولیکی:

http://www.tolafghan.com/email.php?email=YOUR EMAIL ID

څانګه خوندي کړﺉ، او پدې توګه د خپل بلاګ د برېښنالیک څانګه په اسانه توګه فعاله کړﺉ.