د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که يې مخه ونه نيول شي ملي سرود هم ژباړي

حکمت الله نوري 13.02.2008 07:30

حکمت الله نوري
خبر به وئ چې په دې وروستيو کې يو شمېر چاپي ، تصويري او غږيزې رسنۍ قصدآ غواړي د افغانستان په  اصيلو او ملي اصطلاحاتو ملنډې ووهي.  که څه هم دا اوسنۍ خبره نه ده ځکه له تېرو څو كلونو راهيسې  يو شمېر کسان هڅه کوي چې  دافغانانو كلتوري هويت له منځه لاړ شي. په افغانستان كي ځيني داسي كړۍ او كسان شته چي په لوى لاس بهرنيو هېوادونو ته د كلتوري يرغل لاره پرانيزي . ملي اصطلاحاتو ته دنه درناوي خبره  هغه وخت په خبري رسنيو کې توده او تر ملي شورا و رسېده چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، په بلخ ولايت کې  د ملي ټلويزيون هغه  څو تنه کار کوونکي چې د ملي اصطلاحاتو پرځاي يې نوي را وارد شوي اصطلاحات کارول، نقدي جريمه کړل. دا چې دغه مـسئلې ته په يو شمېر رسنيو کې څنګه منفي انعکاس ورکړل شو په دې به لږتم شو.
دافغانستان داساسي قانون دشپاړسمې مادې يو بند وايي چې د هېواد ملي اصطلاحات  خوندي دي. له دې کبله د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده لري چې نه يوازې په دولتي رسنيو کې بلکې په نا دولتي رسنيو کې هم دغه ټکي ته پام وکړي او هيچا ته د دې حق ورنکړي چې په ملي اصطلاحاتو چې د افغانانو  د ملي هويت يوه برخه ده، ملنډې ووهې.  ملي اصطلاحات ، ملي سرود، ملي کلتور، ملي يوالى او ملي ګتې يوازې د  دې هېواد په يوه قوم اومليت پورې تړاو نه لري بلکې دا هغه څه  دي چې  د دې خاورې ګڼ شمېر مليتونه يي ديوه واحد ملت په توګه سره راټول کړي دي. دلته د هر افغان وګړي دنده او وجيبه ده چې له دغو ملي وياړنو څخه په پوره ايماندارۍ ساتنه وکړي . شته داسې متعصب کسان چې غواړي ملي  ګټو او ملي يوالي ته  زيان ورسوي او د خپلو باندنيو بادارانو غوښتنې پوره کړي. دافغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، کوم ګام چې په دې پرخه کې اوچت کړى د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې دي ،دا چې  يو شمېر د خميني لمسيان له دغې مسئلې څخه ولې  ناوړه ګټه پورته کوي ، دليل يې معلوم دي چې هغوى  د پرديو په دسترخوان لوى شوي کسان هغوى افغانان نه دي ځکه  دافغان له نوم سره يې بدې ده اوځانونه افغانستانيان بولي. دغه کسان چې زه يې افغانان نه بلکې د خميني لمسيان بولم،وايې چې دوي په خپله ژبه کې يو شمېر اصطلاحات لري نو ولې ورته پښتو اصطلاحات وکاروي. زه به دوي ته ووايم چې راځۍ که دا تاسو لويه ستونزه بولۍ نو لويه جرګه راوبولئ او ا ساسي قانون ته تغير ورکړي. بيا به مو زړه اوبه وڅښي ، بيا هغه پانګه چې تاسو يې په کابل کې په خپلو رسنيوکوي ، هغه له ايرانيو           ( صدا او سيما ) ګانو سره يوځاى کړي او بيا کولاى شئ له ايران څخه خپلې خپرونې وکړي. زه ډاډه يم چې دا دګوتو په شمار يو څو کسان دي چې دغه مسئلې ته تور رنګ ورکوي ځکه زمونږ د افغان  ملت  د ري ژبي وروڼه په هيڅ صورت هم نه غواړي په داسي حساسو مسايلو کې هسې بېځايه ځانونه ورښکيل کړي.
په نړۍ کې هر يو هېواد خپلې پولې او سياسي حدود لري، ټول هېوادونه کوښښ کوي چې له دغو پولو څخه په کله دفاع وکړي ځکه په يادو حريمونو تېرۍ د هغه هېواد په ځمکنۍ بشپړيتا تېرى دي . دغسې هر هېواد يو  فرهنګې اوکلتوري هويت لري چې بايد يې ساتنه وشي. په دې وروستيو کې يوتعداد ناروغو کسانو د ملي اصطلاحاتو ژباړې ته مټې را بډ وهلي او د خپلې سليقې له مخې غواړې ،ملي اصطلاحات له منځه يو سي او پرځاى يې  دخپل ذوق او سليقې اصطلاحات وکاروي چې دا د اساسي قانون پرخلاف عمل دي او د هېواد په هر ځاى کې چې وي بايد مسولين يې مخه ونيسي . داچې يو شمېر کسان وايي چې د پښتو ملي اصطلاحاتو له پاره په دري کې دوي خپل اصطلاحات لري اونه غواړي پښتو اصطلاحات وکاروي  بيا نو د ملي کليمې، هويت څه شو؟ ځکه که د ملي  اصطﻻ حا تو د ژباړې پروسه دوام ومومي اومخه يي ونه نيو ل شي نو سبا را ولاړيږي او د افغانستان ملي سرود چې په پښتو ژبه دي هغه به هم ژباړي او په خپلو محفلونو کې به يې په دري ژبه غږوي. هيله مو  دا ده چې نور داساسي قانون سره سليقوي او ذوقي چلند ونه شي او په زغرده يې دپلي کولو له پاره لاره پرانيستل شي .