د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اولاد

محـد نعمان دوست 14.12.2007 22:58

ټولې ميرمنې ترې راتاوې وې ، چا په ژيړ کټوري کې چې ايت کرسي پرې ليکل شوې وه اوبه ورکولې ، چا پرې ياد سورتونه چوفول او چا پټې – پټې اوښکې تويولې .

خو د هغې دردونه هماغه شان مخ په ډېرېدوو.
يوې غږ کړ : له درې شپور ورځو راهيسې يې سترګې نه دي پټې کړې ، په يوه چيغه ده . موږ ويل ، کور کې به پرې خداى ورحمېږي خو داسې ونه شوه ، بايد د ډاکټر غمه وخورو .
کمينه بيا کټ کې واوښته او له درده يې پر بازو خوله خښه کړه .
شېبه وروسته غلې شوه ، په مخامخ ځړېدلي عکس يې سترګې خښې کړې :

زويه !
په تا مې له دې ډېرې سختې تېرې کړې وې ، زما او دمرګ ترمنځ هيڅ نه و .
خو چې دنيا ته راغلې هرڅه مې هېر شول ، ستا هر پل اخيستو ماته نوې هيلې او اميدونه بخښل .
يو دم يې مخ سور شو ، سترګو کې يې اوښکې ښکته او پورته و ګرځېدې ، شونډې بې دريغه رپېدلې .
زويه !
ته خو لا زلمى شو ى هم نه وې چې ... يو چيغه يې له خولې ووته او له کټه راپرېوته .

را ټولې ميرمنې حيرانې وې ، په څه خوارۍ يې کټ ته پورته کړه ، يو ناڅاپه بيا نيغه کېناسته ، را غونډو شوو ښځو ته يې مخ را واړو :

نه ، ډاکټر را نه ولئ ، پرېږ دئ چې مړه شم ، زه د بل اولاد جنازه نه شم ليدلى ، هغه هم راته ولي ، وژني يې ، دلته جنګ دى ، جنګ ککرې خوري ....