د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انځور. لنډه کيسه

محمد حنيف حيران 23.10.2007 04:00
د افغان پوهنتون د طب پوهنځي د اول سيمستر سعادت را په برخه شو. نه پوهېږم، چې خوشبختي ورته ووايم كه بدبختي؟ له كلي نه اول راغلى وم، سفر مې بېخي نه و كړى، خپل يو ملګري هارون راته په زاهد هاسټل (ليليه، شپه غالي) كې مخكې له مخې داخله اخيستې وه.
د بورډ په بازار كې د ناصر باغ د سرك په غاړه د خوسا نهر خوسا اوبو راته تر شپه غالي پورې كپري ګړى كړ، له يو كس نه مې وپوښتل:
وروره! زاهد هاسټل چېرته دى؟
راته يې وويل:
_ په دې خوړ پورته ورشه، لوحه به يې خپله وګورې.
وړاندې په يو دېوال ليكلي وو: \"زاهد هاسټل\" په نژدې دروازې ورننوتم ګورم چې كور دى او ښځه ځاى جارو كوي، په منډه ترې راووتم، دوه كسان مې نور وليدل محصلين معلومېدل، د هغوى په قدمونو روان شوم څو هلته ورسېدم.
د هارون پوښتنه مې وكړه، اطاق مې پيدا كړ، هارون راولاړ شو بستره يې رانه واخيسته، غېږه يې راكړه، هارون ډېر بلد و؛ خو ماغزه ورته خداى پاك تر ما هم كمزوري وركړي وو. تر ماسخوتنه ډېر بې چرته وم، له ډوډۍ خوړلو وروسته يې راته وويل: لاونګه لكه چې زړه دې په تنګ دى، خير دى پروا نه كوي اول يو څو ورځې د سړي زړه په تنګ وي، ته مه خفه كېږه، داسې سيلونه به درباندې وكړم، داسې جينكۍ به درباندې ووينم، داسې... چې بيا به د كلي نوم هم وانخلې.
د ښار ګردونو، دوګونو او د خلكو ګنې ګوڼې بېخي ګنګس كړى وم، زړه مې هېڅ هوا نه اخيسته. شپه مې لټ په لېټۍ او بې خوبه تېره كړه، سهار وختي اسلاميه كالج ته راووتم، هلته شنه چمنونه، رنګارنګ ګلونه، اوچت اوچت اپارتمانونه او د انګرېزانو په وخت جوړې كړاى شوې شپه غالۍ، ډېر ښكلى منظر و. ځاى پر ځاى مې محصلين ليدل، چې ځانته ناسته وو او مطالعه يې كوله؛ خو دا ټولې ښكلاګانې ماته كنډرې او سره سره ګلونه سرې لمبې ښكارېدې. محصلين راته ټول لېونيان ښكارېدل.
اسلاميه كالج هم راباندې اور شو. خپل پوهنتون خو مې لا تر اوسه ليدلى هم نه و، چې څنګه چاپېريال به يې وي.ځکه،چې له موږنه ېې ازموينه هم ديوې بلې لېسې په انګړکې اخيستې وه. د بورډ مردارو اوبو له همدې ځايه شاهدي كوله، له كالج نه راووتم، د سرك ژۍ ته كېناستم. مخامخ مې په يوه غټه لوحه (نه پوهېږم، چې د څه شي مشهورتيا وه) د سرك چپې خوا ته درېدلې وه يو عجيب انځور تر سترګو شو، بېخي ساده. يوه نجلۍ ډېره خفه، ان تر ما هم ډېره زهيره د يوې وچې ونې سټې (تنې) ته په ولاړې تكيه كړې وه. بېخي كليواله نجلۍ وه.
ددې انځور په ليدو خو لا كلى راياد شو. دومره ترې متاثره شوم، چې زړه مې وغوښتل، چې ښه نژدې ورشم او ويې ګورم.
پورته شوم د سرك له ښۍ غاړې نه ورپورې كېدم. سترګې مې په انځور كې ښخې وې، كغ شو موټر بريك راته ونيو، نژدې و، چې موټر وهلى واى موټر چلونكي له شيشې نه سر راوېست، يو دوه ببولالې يې راوشړلې نور يې نو موټر ته پښه وركړه. لږ څه زه هم رابيدار شوم. د انځور د لوحې د اوچتې ستنې په بېخ كې ودرېدم. انځور ډېر اوچت و، لاس نه ور رسېده، دومره غټ انځور و، تا به ويل، چې رښتيا يوه كليواله نجلى ولاړه ده او لاندې ګوري، پورته مې وروكتل، خولۍ مې له سره ولوېده، ما ويل كه رښتيا هم ماته لاندې راګوري.
غوښتل مې چې د خپلې كليوالې ملګرې (ګلانې) مينه پرې ماته كړم؛ خو د انځور شوې نجلۍ په سترګوكې يو عظيم د اوښكو طوفان ښكارېده. مړاوې زلفې يې د وحشت سيلۍ داسې په شا وړې وې، ته وا غواړي د نجلۍ ښاپېرۍ مخ دنيا ته څرګند كړي. هو! ولې نه، د بورډ په بازار كې ټول عالم دا انځور وليده.
ما داسې وانګېرله، چې زما ګلانه دلته ولاړه ده او له سپېڅلي مخ نه يې د پېښور ټول عالم خواږه ټولوي. نه مې لورېدل، چې څوك ورته وګوري، ما ويل كه ګلانه ما پسې ځورېږي، چې راتلم له ډېره غمه مې خداى پاماني هم نه وه ورسره كړې. زموږ له كور سره نژدې د يوې وچې ونې تنې ته يې تكيه كړې ده، جوړې زما د بيا راتلو انتظار كوي. ځان سره مې وويل: \"قربان په انتظار خو مې مړه كړې\".
د سرك نه پورته شويو ګردونو د انځور په مخ په راتويو شويو اوښكو داسې ځاى نيولى و، ته وا يوه غټه بړبوكۍ (دوړدوكۍ) زموږ په كلي راغلې وي، ګلانه زما په انتظار ولاړه وي، اوښكې تويوي او ګردونه يې له اوښكو سره ګډ شي، د اوښكو رنګ لكه د سېلاب د خړو اوبو واوړي، وهم واخيستم، وۍ كه په دې بوړبوكۍ كې بلاوې وي، ګلانه رانه ونه وهي، مړه يې نه كړي، وۍ ګلانه ولې مخ ترې نه پټوي؟ هو رښتيا ګلانه خو ډېره شرمناكه وه، ته د بورډ دا دومره مخلوق ته وګوره، ته ګلانې ته وګوره، چې لوڅ مخ ولاړه ده او اوښكې تويوي، څوك پرې پوى نه شي، چې په لاونګ پسې ژاړي، زما او ددې مينه خو پټه وه.
دې اندېښنو تر دې راوستى وم چې هارون خدايزده له كوم لوري ليدلى وم، راغى له لاسه يې ونيولم ويل يې:
_ لاونګه رښتيا ده ستا مينه مې ومنله، تر اوسه په تا شكي غونې وم.
هارون دا خبرې كولې؛ خو چې زما له اوښكو ډكې سترګې يې وليدلې، غلى شو، ډاډ يې راكړ، دلاسا كولم يې. د شپه غالي په لوري يې روان كړم. نوره نو زما ژړا تر سلګيو پورې ورسېده. هارون هېڅ نه ويل، پوهېدم، چې هغه هم ژاړي.
دا ورځ خو يو رنګ تېره شوه، سهار وختي پوهنتون ته لاړم، د پوهنتون چاپېريال مې له اسلاميه كالج سره پرتله كړ، ډېر فرق يې درلوده، په داسې چاپېريال كې مطالعه كول يو ستونزمن كار و. له پوهنتون څخه دباندې د خوسا اوبو نهر بهېده. د محصلينو دپاره د لوبو كولو ميدان نه و. زما د زره چاودې خطره وه. په ښوونځي كې كېناستم ټولو محصلينو بد بد راكتل، ته وا په ما يې ښه نيت بد وي. زما خړو پړو جامو او شډلې ځواني د هغوى پام ځانته راواړاوه. ښوونكى صيب راغى، تر ستړې مشې او ډېرو خبرو كولو وروسته يې په درس بسم الله وكړه. ماته په كتاب كې هر ښه او بد انځور د همغه انځور او د ګلانې انځور ښكارېده؛ نو به چې هره ورځ له پوهنتون څخه رخصت شوو يو ځل به د سرك په غاړه د لګېدلي انځور ديدن ته تلم، زيارت به مې وكړ، په ورځ به نه پوهېدم. د خپلې ژړا او زړه تنګى اندازه نه راته كېده. سخت ځورېدم، ما به له دې زَوَرٌ څخه خوند اخيسته.
يوه ورځ مې چې انځور ته له نژدې څخه ښه ډېر وكتل، په كتو كتو مې سترګو اوښكې وكړې، ماښام مهال شپه غالي ته را روان شوم، سر او سترګو مې سخت درد پيل كړ، تر دې حده پورې چې مطالعه مې يو ټكى هم نه شواى كولاى. همداسې څو شپې ورځې مې د سر درد پسې وغځېده. د وينې فشار مې وكوت، هغه هم برابر و. خوب مې بېخي ورك شو. د ارام او خوب ګولۍ مې بازار كې را واخيستې، هغوى لا پسې عصبي كړم. سر دردي مې نوره هم زياته شوه. هارون راته ويل، چې: \"لاونګه كه دې خوښه وي د حيات اّباد كمپليكس روغتون ته به لاړ شو، زما يو ډاكتر ملګرى دى. هغه ته به دې وښييم\".
ما هم ورسره ښه كړه. ډاكتر صيب زما نبض ونيوه، زما د زړه حال يې غوښت، زه شرمېدم، هارون ټوله كيسه ورته وكړه. ډاكتر صيب يوه اوږده ساه وېستله، د لږې خاموشۍ نه وروسته يې وويل:
_ ته بايد ارام وكړې، څه موده بايد درس ونه وايې او تر ټولو غوره داده، چې ته دلته له موږ سره بستر شې.
زړه مې نه غوښتل؛ خو هارون مجبور كړم. يوې خونې ته يې بوتلم، سپين كالي (جامې) يې راكړل، هغه مې واغوستل، يو كټ يې راته په ګوته كړ، ويل يې دا ستا ځاى شو، خپل واړوه.
شاوخوا دوه درې كټونه نور هم پراته وو، دوه درې ژڼي وو هغوى هم عصبي تكليف درلوده، دا مهال يې د ارام دوايي وركړې وه اوده وو. مازيګر چې په سد شول ومې ليدل، چې سوچه لېوني وو، كله به يې خندل، كله به يې ژړل، ټولو ماته راكتل. زما راتګ روغتون ته او بيا پاګل خانې ته، له ما سره يو قسم جور او ستم ښكارېده. ښه ډېر مې وژړل، تر دې چې شپه راغله د ارام ګولۍ راته يوې نرسې (خدمتګارې) راوړې، هغه مې ونه خوړلې؛ بلكې يوې ټوكرۍ ته مې واچولې. شپه راباندې كال شوه. فكر واخيستم، پوهنتون ته راتګ، شپه غالي كې داخله، اسلاميه كالج ته تګ، د انځور ليدل او... د شپې مې شور جوړ كړ، تر څو يوه بله نرسه راغله، ويل مې: \"ما وباسئ، د خداى دپاره، زړه مې تنګ دى، زړه مې چوي\".
هغې دروازه راپسې رابنده كړه، په تلو كې يې وويل:
_ څمله څمله دا نو رخلك له خوبه مه باسه، ته خو رك روغ يې.
څو شپې مې پرله پسې خوب ونه كړ، يوه شپه مې سر دومره درد كاوه، چې مې هوش له لاسه وركړ، خپل سر مې دېوال ته ونيوه، دومره مې سر له ديوال سره وهلى و، چې رالوېدلى وم، ضعف شوى وم، يو وخت مې چې سترګې پرانستې، په يوه بله خونه كې پروت وم، ډاكتران، مور او پلار، هارون او نور يو دوه كليوال مې سر ته ولاړ وو.