د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عمردراز مروت د ښايستونو انځورګر او يو ملنګ شاعر

محمد حنيف حيران 10.09.2007 01:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
د نصيراحمد احمدي د لنډو کيسو په ټولګه ( مينه) کې د مينې په نوم يوه ښکلې، شهکاره او له دې تشريفاتي نړۍ نه لرې د يوه داسې شډل پډل او خړ پړ ځوان کيسه لولو، چې د يوه شتمن سړي يوې لوستې لور پرې زړه بايللی وي. ځوان نالوستی وي، د دوی په کور کې مزدور وي، ګيا پرې کوي، چمن خړوبوي او ... خو خدای پاک يې په سترګو کې بلا خمار اچولی وي، يو داسې خمار، چې سوچه مينه ترې څاڅي، يوه داسې مينه، چې د لمر غوندې جلوه داره انجلۍ يې د خپل شډل حسن په برکت داسې د  ځان په لوري مايله کړي، چې خپل مغرور سر يې بې واره د هغه په پښو کې کېږدي.
   زه چې کله هم عمر دراز مروت ووينم، داسې وانګېرم، چې هغه شډل پډل او دنګ ځوان به عمر دراز مروت وي. سمه ده مروت نالوستی ده؛ خو بيا يې هم د حسن، مينې او عاطفې بلا فلسفې لوستې دي. مروت مزدور دی؛ خو داسې مزدور نه چې چا ته يې د سوال لاس غزولی وي
    مروت د خپلو مروتو په خړو  پړو ډاګونو کې يوه داسې ګڼه (ګوره) ميوه لرونکې، لوړه او دنګه ونه ده، چې د مروتو د سيمې سره سره د لر او بر ټولو پښتنو شاعرانو يې لکه د ستومانه مسافرو سيوري ته دمه کړې ده، د دوی د شعر ل چينې څخه يې د شعر آب حيات ( د ژوند اوبه) څښلې دي. هو دا چينه هغه عصري چينه نه ده، چې حوض يې لکه د شاهانو د مرمرو په کاڼو پوښل شوی وي، فوارې ورته لګېدلې وي او ابشارونه ترې روان وي. دا يوه داسې چينه ده، چې په وچ کمر کې راختلې ده، د اوبو په بېخ کې ميده ميده رېګ اوبه  ګرداب په څېر نڅوي، عجيب اتڼ يې شروع دی، شايد د پاکو اوبو شڼ شڼی به يې خوږه نغمه وي او کوچنيان ماهيان دې خواږه ترنم ته غوږ غوږ دي او ځينې يې هم له شګو  او رېګ په منځ کې داسې نڅيږي؛ لکه غټ سړی چې د وړو وړو انجونو په منځ کې اتڼ کوي. دا داسې چينه ده، چې لارويان او مسافر ترې په لپو کې اوبه څکي، يا هم لکه د غره شپونکي د چينې پر اوبو ورڅملي، ښه تنده پرې ماته کړي، هو د هغو مسافرو په څېر هم کېدای شي، چې د مزرو له پاڼو يې جامګی ورته جوړ وي او په داسې حال کې اوبه ترې څکي، چې له بېخ نه يې نيمې اوبه بهيږي، ګيره او سينه يې هم لنده شي او نورې اوبه پر سر واړوي. دا د اخلاص چينه ده، دا د ژوند اوبه به هغه څوک څښي، چې ژوندی احساس ولري.
چې کله هم سترګې پټې کړم، يو څوک وينم په وچو تراړو شونډو يې خوږه غزله زمزمه وي، داسې مهين او زړه راښکونکی غږ يې وي، چې کاينات ورته ناڅي. په دې خواږه ترنم کې هغه ډېر څه زمزمه کوي، ژوند، مينه، احساس، سپېڅلې جذبه، بېلتون، د جانان غم، د دوران غم او..... د هر چا د زړه سندره په کې وي. وګورئ څه عجبه لا پروايي انځور کړې ده. هغه کلک زړی جانان به ته څه وايې سمدلاسه مسلمان نه شي؟
داسې مې ياد وې چې بيخي مې له زړګي نه وتې
داسې مې هېر شوې لکه خدای چې پيداکړې نه يې
د نن نه پس به دې د سر په سترګو داسې ګورم
لکه بيخي چې ته ددې نړۍ وګړی نه يې
همدا سرتمبګي په لږ څه توپير سره بيا کوي:
داسې يو وخت و، چې بيخي مې له زړګي نه وتې
داسې وخت هم راغی د زړه کور کې ځايېرې مې نه
دا هم کېدای شي، چې د ستا د بې غوري وجه وي
داسې مې هېر شوې يادوم د ې خو يادېږې مې نه
        اګر چې ځينې شاعران او کره کتونکي د يوه شعر معنی  او مفهوم په بل شعر کې کټ مټ راوړل يا د بل شاعرنه په تقليد سره د هغه خيال راوړل يو لوی عيب ګڼي؛ خو د مروت صاحب دې نقل  او تقليدته که موږ حسن تکرار ووايو ، شايد چې مبالغه به نه وي. د پورتنيو بيتونو کيسه به شايد له هر چا سره شوې وي، که هر چا خپل محبوب ته د مروت صاحب پر ژبه داد زړه ماتي ګيله وکړه، فکر کوم چې سخت زړی محبوب به يې وار له واره رام شي او د رحم اوبه به يې پر زړه تويې شي.
     د مروت صاحب په شعر کې د يار، اشنا، دلبر، جانان او....پر ځای د سړي ذکر ډېر شوی دی، زموږ په پښتنو سيمو کې په ډېر حالاتو کې خلک خپلو منځو کې دا ټکی سره کاروي. فلانکی سړی داسې دی، يو سړی ډېر راباندې ګران دی، د يو سړي دلاسه ډېر په تنګ يم، يا هم ځينې شاعران خپل محبوب ته ( يوڅوک ) وايې. د دوی په (مجمر) نومې شعري ټولګه کې په يوه رديف درې غزلې راغلې دي، چې درې واړه غزلې يې ډېر اوچت او پر معيار پوره غزلې دي. لږ به ورته تم شو:
که وقف مې کړه ټوله زندګي يوه سړي ته
خو بيا مې ورښکاره نه شوه راستي يوه سړي ته
د دويم غزل مطلع يې وګورئ:
که هر څو مې زړه کيږي د ديدار يوه سړي ته
خو بيا هم کوای نه شم څه اظهار يوه سړي ته
دريمه يې:
ډېر وس کوم ورګورم نه اکثر يوه سړي ته
خو بيا هم رانه ور واړيږي نظر يوه سړي ته
     ما سره د مروت صاحب نورې شعري ټولګې نشته، دا نغمې زه له ( مجمره) تاسې ته اوروم. مروت صاحب  چې د ادب په مجمر کې کوم احساسات لکه د ماڼو يا سپېلنې لوګی کړي دي، شايد د دوی ښکلي شعر ته به نظرمات جوړ شوی وي. مروت صاحب د غزل په رديف کې اکثره ځای بلا کړې ده، ځينې وخت د خيال له بلاغت سره د شعر په ښه والي کې په زړه پورې قافيه او رديف هم غوره رول لوبوي. غزل ته شعريت او تغزل وربښي او ترنم ترې څاڅي.  د مروت صاحب په همدې کتاب کې دوه داسې غزلې لولو، چې د حال او ماضي کيسه يې په کې راخيستې ده، لومړی د دوی د يوه غزل مطلع لولو:
چې وژني مې د سترګو په خنجر د تا نه بعده
پيدا به نه شي داسې زورور د تا نه بعده
   دلته بايد يوه يادونه وکړم، هغه دا چې يو خو د ( بعده) توری د عربي ژبې دی، بله دا چې که دا توری د مروتو د سيمې يو عام توری هم وي، زما په اند که په ( وروسته) بدل شي ښه به وي. يو خو دا چې سوچه پښتو به شي، بله دا چې شعر ته به شعريت ور وبښي؛ لکه داسې:
چې وژني مې د سترګو په خنجر له تا نه وروسته
پيدا به نه شي داسې زورور له تا نه وروسته
     له دې سره به لانديني غزل سره د (مخکې ) او ( وروسته) جوړښت دواړه شعرونو ته لا شعريت وروبښي.
د دويم غزل مطلع يې ده:
دا زړه و، نه يې درد کاوه نه سوی له تا نه مخکې
تنها وم، خو بيا ښه و، وخت تېری له تا نه مخکې
پورته موږ د مروتو د سيمه ييزې لهجې خبره وکړه، د مروت صاحب په شعر کې هم لکه چې ښاغلي قسمت علي رضا صاحب د دې کتاب په سريزه کې ويلي دي، د مروت د لهجې ذکر راغلی دی؛ لکه په ځينو شعرونوکې يې پېچمائ، اوئ، منډي او..... رضا صاحب د دوی لهجه ډېره ستايلې ده؛ خو زه له دې خبرې سره ځکه جوړ نه يم، چې مروت صاحب يوازې مروت والو ته شعرونه نه دي ويلي، چې نه يې دي ويلي؛ نو بايد هغه توري يې کارولي وای، چې ټول پښتانه پرې پوهيږي. سمه ده ځينې ځای شاعر د قافيې په بند کې راشي، سيمه ييز توري يا هم د نورو ژبو توري وکاروي، باک يې نشته؛ خو که په حاشيه کې له هغه سيمه ييز توري سره د پښتو عام توري راوړل شي، ډېره به غوره وي. له دې سره به يوې خوا ته شاعر نه ګرميږي او بل لوري ته به د نورو سيمو خلک هم له دې لهجې سره اشنا شي.
په لاندې بيت کې د (اوئ) ويی وګورئ، که رښتيا راباندې وايئ زه خو هيڅ نه پرې پوهېږم او نه مې اورېدلی دی؛ خو د شعر له مخې چې ورته ګورم شايد امن ته به وايي:
له بدې ورځې مې خدای ځکه په اوئ کې ساتي
له خپلې مور مې د دعا کلک لاس نيوی کړی دی
يو بل ډېر په زړه پورې شعر چې نه پوهېږم کمپيوتري تېروتنه ده او که د مروت صاحب خپل خيال دی، د يوه غزل په مطلع کې يې يو ه قافيه دواړه ځايه راوړې ده. د کتاب په (٤٢) مخ کې وګورئ:
د چا دلاسه چې دردېږمه زه
په درد د هغه چا دردېږمه زه
زه وايم چې که په لومړی نيم بيتي کې د (دردېږمه زه) په ځای ( سوزېږمه زه) راوړل شي، دا عيب ترې ووځي.
د مروت صاحب په شاعرۍ بلا خبرې کېدلی شي، دوی د شاعر مشرق علامه اقبال په  څېر د خودي هغې فلسفې ته هم شعرونه ويلي دي، چې د وخت شېخانو به لاسي د کفر فتوی پرې لګوله؛ خو اقبال دا خودي خلکو ته له نوې او رښتينې معنی سره وروښودله:
خودی کو کر بلند اتنا که هر تقديرسې پهلې
خدا بندې سې خود پوچهې بتا تيري رضا کيا هې؟
    د مروت صاحب په شعر کې هم همداسې څه وينو:
د انه چې ظلم د لالي مې وژني
خو بس دا خپله بې وسي مې وژني
تا ته د سر ټيټول نه دي مشکل
خو د خود دا رضمير خودي مې وژني
         عمر دراز مروت په صحيح معنو کې شاعر دی، يو داسې شاعر چې ټولې ځانګړتياوې لري، له دې عصري نړۍ نه لرې بيخي لرې شډلې جامې، تکلفاتي کيسې، خنده رويه ټنډه، او دستار پر سر، د يوه کلک پښتون هغه ځانګړتياوې دي، چې په مروت صاحب خدای پاک لورولي دي، هو زرداران به له خپلو اسبابو او زرو سره خوشال وي؛ خو مروت صاحب نه زر لري او نه هم دا ماديات خوښوي:
زرداران  که اوبه څښي په جام د زرو
ماته خوښ دی خپل د خاورو کنډولی
     مروت صاحب ته له متعال خدای پاک څخه اوږد او ښېرازه ژوند غواړم. خدای پاک دې زموږ له سر څخه د دوی سيوری نه لرې کوي.  آمين
نصرت مېنه27/08/2007