د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند

ګل محمد اريوبي 15.09.2007 04:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ژونــــــــــــد

ژوند پاڅېدل، ژوند رالوېدل دي

ژوند په اغزيو اوسېدل دي

ژوند د جنت دوزخ تر منځه

په يو نري پړي ورتلل دي

ژوند د يادونو يو ناځوانه تصوير

چې کله تت کله تازه ښکاريږي

د ستا د زړه او د خيالونو دنيا

ده لره هسې افسانه ښکاريږي

نه زلميتوب نه پېغلتوب پېژني

 ده ته به هسې مسخره ښکاريږي

ژوند يو البوم دی تراژيدي البوم دی

بس هر تصوير ته يې ژړل دي

ژوند پاڅېدل ژوند رالوېدل دي

ژوند په اغزيو اوسېدل دي

که تر اسمانه تلل د ژوند مفهوم وي

تر تاترينه رسول هم کوي

تا به راويښ کړي لاروی به دې  کړي

خو نيمه لار کې پرېښودل هم کوي

غوټۍ سپړي خو يې پالل نه کوي

بس د ګلونو رژول هم کوي

د مازديګر په نوم ژوند هېڅ نه لري

ماښام ماښام شېبې زغمل دي

ژوند پاڅېدل ژوند رالوېدل دي

ژوند په اغزيو اوسېدل دي

 

ژوند د غمونو له لښکره سره

پېړۍ پېړۍ شوې قرار داد يې کړی

د ښايستوو له مذهب اوښتی

او په بد رنګو اعتقاد يې کړی

راشـئ د روغو کلي وسوځوﺉ

و لېونو ته پېشنهاد يې کړی

ژوند د ژونديو د قانون په فکر

ژوند ټېل وهل ژوند سپرېدل دي

ژوند په اغزيو اوسېدل دي

پای

 

منم ګــيله به د حالاتو له نــاوريـــنـــه لـرم

خو ســل په سلو کې د ژونده سره مينه لـرم

د بشريت دا نــړۍ هر يو تن ته داسې غواړم

لـکه چې زه مــــعــشــوقــه مسته نازنينه لرم

 

ګل محمد (اريوبي)

د  کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پښتوڅانګه