نظم
24.09.2007 04:00دادې منم چې تروريزم زموږ دټول دښمن
دادې منم چې مونږنه ژونداخلي
دادې منم چې تمدن نه مني
اوله وحشت ځينې پيونداخلي
خودادې نه منه!
څوك دې راجيګ شي زموږپه ژبه دې ريشخندووهي
داسې نظام دې په بلاولګي
چې پښتانه دې پكې وځپل شي
آغازانجام دې په بلاولګي
بس چې پښتودې پكې ورټل شي
دابه منې چې!!!
كه چيرې صبركاسه ډكه شوه نوګورې به بيا
دالږكي به دې په څنګ كې نه وي
بيابه دتيښتې لاره هم نه لرې
داورځكي به دې په څنګ كې نه وي
بيابه ګيله مكاره هم نه لرې
بيابه دې هيڅ عنوان كې نوم نه راځي
بيابه دوركوپه اعلان كې راځې
بيابه دنن په شان دروندنه ښكارېږې
بيابه دسپكوپه داستان كې راځې
يونصيحت درته كوم جانانه
داسې راغلي دپښتوكتاب كې
خلي دقوم سپكه كوله ګرانه
ځكه هميش ورك دى په خړدرياب كې
ګل محمد اريوبي
صميم ادبي ټولنه / کابل