د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې دګوندي سيستم په هکله له ملي عناصرو سره يو څوخبرې

جمال رحمان 04.05.2007 04:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
که څه هم په افغانستان کې عام خلک په پراخه توګه د سياسي ګوندونو په فعاليت کې برخه نه اخلي، خو سياسي ګوندونه د وخت او زمان غوښتنه ده او د مدرنو لويوملي سياسي ګوندونو پرته نه ملت جوړيږي او نه هم ډاډمنه مدنې ټولنه وده کولی شي. مدرن لوی ګوندونه د افغانستان د جنګ ځپلې، په قومي او ډله ييز لحاظ ويشل شوی ټولنې د يووالې او يوه واحد ملي هويت د ودې له پاره د ټولونه اغيزمني مؤسسي دي. خو د نړۍ په ډيرو هېوادونو او حتې د جرمني په شان ډيرو پرمختللو هېوادوکی دا تجربه هم شوې چې د زياتو سياسي ګوندونوشتوالی داسې بي ثباتی رامنځ ته کړی چې په نتيجه کې يې حاکم نظام له منځه تللي - حتې د نړيوالی جګړې باعث شوي او بالاخره د جرمنې هېواد ملي واکمنتوب د لاسه ورکړي - د يوې اوږدې مودې د پاره دغه هېواد په دوو برخو ويشل شوی و، چې ځينې برخي يې د تل د پاره ددغه هېواد د وجود نه بيلی شوي هم دي.
 برعکس د افغانستان په شمول په ډيرو هېوادونو کې دا تجربه هم شوي چې د يوازی يوه سياسي ګوند قانونيت د ديکتاتورۍ، اختناق، مرګ، بند، بالاخره د جګړي او بهرنۍ مداخلی باعث شوی. نوځکه غواړم په دې ليکنې کې هغو خطرونو او ګواښونو ته د ملې او روڼ اندو عناصرو پام راوګرځوم چې دسياسي ځواکونو په بيلتون او د ډيرو وړو ګوندونو او ډلګيو په موجوديت کې نغښتې دي.
 په افغانستان کې د سياسي ګوندونو د تعدد او قانوني فعاليت په هکله يوځل بيا د اعليحضرت محمدظاهرشاه د دورې اشتباه تکرار شوه. نه په اساسي قانون او نه هم د ګوندونو په قانون کې داسي احکام شته چې دهغې سياسي انارشۍ د تکرار مخنيوی وکړي، چې دسلطنت په وروستۍ لسيزه کې د افغانستان په تعليمي مؤسساتو او ښارونو کې د سياسي ډلو د بي مسؤليته فعاليت په وجه حاکمه وه.
 اوس په افغانستان کې له اتياو نه زياتوسياسي ګوندونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوي. همدغه شان په پارلمان کې هم د ډيرو کوچنيو ډلو د شتوالي په وجه لوی با مسؤليته او د مسلکي پوهي نه برخمن پارلماني فرکسيونونه رامنځ ته نه شول. په داسي يو سيستم کې د يوې قبيلوي او جنګ ځپلې ټولنې د بې ثباتی، اختلافاتو د رامنځ کيدو او حاديدو له پاره په پوره اندازه او د لوۍ تخريبې قوت لرونکې سياسي ډيناميت ځاۍ په ځاۍ شوی. قانون جوړونکې ډلې په دې هکله د پوره بصيرت نه کار نه دی اخيستي، د خپل او نورو هېوادو تجربو ته نه ده ځير شوي.
 ښه به دا وی چې په پيل کې يوازی دری داسي لويو سياسي ګوندونو ته دفعاليت اجازه ورکړل شوی وی، چې په قومې، ژبنی او مذهبې معيارونو بنا نه وی؛ په مشرتابه او نورو اورګانونوکې يې د افغانستان د بشري جوړښت بڼه څرګنده وې، په نظر او عمل کې د هيواد افغاني هويت او ملي ګټوته وفادار وی. د يوه داسي دری ګونديز سيستم ګټه په دی کې ده، چې:
 1 ټول هغه سياسي حلقی او شخصيتونه چې د ارزښتونو په لحاظ سره نږدي - خو د شخصي، ګروپي، قومي، ژبنې، مذهبې او سليقوی تمايلاتو په لحاظ سره بيل دي په يوه لوی ګوند کې راټوليدو ته مجبوريږی.
 2 د دريو لويو ګوندونو موجوديت د ايديالوژۍ، پروګرام او سياسي سليقي په برخه کې افرادو ته د تنوع، انتخاب او مخالفت امکانات برابروي او د يوه ګونديز سيستم په شان په ديکتاتورۍ نه بدليږي.
 3 په داسي يو سيستم کې د ټيم کار چې په نړۍ کې د ټولونه اغيزمن کاردود دی، وده کوي. هم د ګوند دننه اوهم د نورو ګوندونو او مؤسساتو سره د بحث او د ستونځو د حل ديموکراتيک کلتور رامنځ ته کيږي.
 4 د لويو سياسي ګوندونو شته والی د ټولنیز تشتت، د ممتازقشر د بيلتون او په ټولنه کې دسياسي ګډوډۍ مخنيوی کوي او نه پريږدي چې ډيرو وړو او بي مسؤليته سياسي ګوندونو فعاليت ټولنيز ثبات د منځه يوسي او د سلطنت د وروستيو کلونو په شان سياسي انارشي رامنځ ته کړي. په دی توګه د يووالی او د ټولنې د معنوي او فزيکي رغاوې پروسه ګړندۍ کيږي. د خلکو ترمنځ ښاري، کليوالي، ولايتي، قومي، مذهبې، ژبنې،او کلتوري پولي د منځه ځي او داسي يو ملي هويت وده کوې چې هرافغان ورته وفادار وي. په دی توګه يو داسي ملت رامنځ ته کيږي، چې افراد په کې د قانون په وړاندی د يو شان حقوقو او مسؤليتونو خاوندان وي. ددغه اهدافو او ملت جوړونې د پروسې د کاميابۍ له پاره لومړې شرط د هېواد د هويت په سر په ټاکلو معيارونو د ممتاز قشر موافقه ده.
 5 په يوه دری ګونديز سيستم کې د حکومت او اوپوزيشن ترمنځ کرښي معلومی وي. د ائتلاف او اختلاف امکانات ښکاره اومحدود وی. په پارلمان کې د حکومت د معاملې طرف او مخالفت لورې څرګند وي. حکومت مجبور نه وې ، چې د قوانينو او لاحيو په تصويب کې د هر وکيل سره بيله معامله وکړي. نوځکه حکومت کولې شي د بي مسؤليته ډلو د مزاحمت نه پرته په سړه سينه او پوره انرژۍ سره خپل کار پرمخ بوزی. همدغه شان د حکومت او پارلمان ترمنځ د معلوماتو تبادله او د قوانينو په تصويت کې د تفاهم شرايط اسانه کيږي او د هېواد عالې ګټو په وړاند عمومې تفاهم رامنځ کيږي.
 6 د ولس په وړاندې د مسؤليت او محاسبې يو روښانه سيستم وده کوي، چې سياسي ګوندونه او حکومت يې يو شان په رعايت مجبوريږي. همدغه شان سياسي ګوندونه هم مجبوريږي چې پوه او مسلکې کسان د سياست صحنی ته راوړاندي کړي.
 د هېواد د راتلونکې ګوندي جوړښت په هکله قانون جوړونکو اورګانونو خپل کار څنګه چې لازم و، ترسره نه کړ. اوس د افغانستان د ملي عناصرو او بامسؤليته نخبه وو کاردی، چې ملي مسؤليت درک او سياسي ابتکار په خپل لاس کې واخلې. دا د هېواد پالو روشن فکرانو مسؤليت چې د هېواد سياسي ثبات او ملې يوالې ته هغه متوجه خطرونه له منځه يوسې، چې د قانون جوړونکې ډلي د کار په نتيجه کې رامنځ ته شوی. افغاني روشنفکران او اګاه عناصرهغه وخت د هېواد په سرنوشت کې فعال او جوړونکې نقش لوبولې شي، چې اوسنې سياسي تشتت له منځه يوسي او د لويو ګوندونو د رامنځ ته کيدو په لار کې پاخه ګامونه پورته کړي. ملي او هېواد پال عناصر بايد د ملې ګټو، د ټولنيز يووالې، د ديموکراتيک کلتور د ودې او اقتصادی پرمختک په خاطر د ارزښتونو يووالې د خپل سياسي فعاليت او ډله ييز جوړښت محور وګرځوي او د سليقوې، قومي،ژبني،مذهبي او سيمه ييزو توپيرونو په ځاۍ ملي يووالی ته ځير شي. هيله ده چې نور وخت ضايع نه شي او د ملې تفاهم او سياسي ثبات په خاطر هېوادپال عناصر خپل لاسونه او فکرونه سره يو کړي.