د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي جبهه؟ د خطر زنګ

جمال رحمان 04.05.2007 03:00

دښاغلي برهان الدين رباني په مشرۍ په يوشمير جنګې ډلو، لوړو دولتې چارواکو او د خلک ديموکراتيک ګوند په دواړه اړخونو پوری اړوند ځينې شخصيتونو له خوا د ملی متحدې جبهې په نامه د يوه نوی جوړښت رامنځ ته کول - هم دننه په هېواد کې او هم د بهرمېشتو افغانانو د سختو - د انديښنو ډک او په ځينی مواردو کې - د ژوری کرکې او نفرت سره مل غبرګونونو باعث شو.
 په داسی حال کې چې په هېواد کې د اوږدی جګړې لمبی لا تراوسه مړي شوی نه دي ؛ د هېواد په جنوبې او شرقې سيمو کې د وينو بهېدل لا تراوسه هم روان دي؛ په کليو او ښارونو کې د جګړی سپېری او کرغيړنې نښې نښانې هر متر او ګام وروسته په سترګو کيږي.
 
 د اشغال او جنګې ډلو د ترورو او وحشت په دوران کې د مليونونو ځوانانو، سپين ږيرو، ماشومانو او تورسرو د ډله ييزو قتلونو د ماتم ټغر لا تر اوسه نه دی ټول شوې. په داسی حال کې چې جنګ ځپلې - په قومې، ژبنې ، سيمه ييز او اقتصادې لحاظ لا ويشل شوې افغاني ټولنه د بيشميره جنګې معلولينو، د جګړې او غربت د نورو اغيزو لکه د مخدره موادو توليد او استعمال او همدغه شان د اوږدې جګړې په نتيجه کې د ارزښتونو او کاری مورال د منځه تګ د درانده بارلاندې په سختۍ سره ساه باسې، په هېواد کې د لسګونو وړو بې مسؤليته ضد ملې ډلو موجوديت د سياسی ثبات د پاره لوۍ خطر ګڼل کيږي.
 په داسې شرايطو کې بايد د کثرت نه د وحدت په لوری د خوځون هرکلې وشې. د ا د هېواد د روڼداندو او ملې عناصرو مسؤليت دی چې د يووالی په لار کې هلې ځلې وکړي او بامسؤليته سترملې جوړښتونه رامنځ ته کړې. نو ځکه د يوی واقعې ملی متحدې جبهې جوړول يو په ځاۍ او اړين کار دی. خو دلته دا سوال رامنځ کيږی چې يووالې ته د ضرورت سره سره د ښاغلې برهان الدين ربانې په مشرۍ د راټولو شوي ښاغلو او ډلو په وړاندې د هېوادوالو غبرګون ولی د دومره کرکې او انديښنې سره مل ؤ؟
 دغه پوښتنې ته د مناسب ځواب دلټې له پاره د نوموړې جبهې د فعالينوپرون، نن او د سبا پروګرام ته يوه لنډه او حتی سرسری کتنه کافي ده، چې د دغې جبهې په وړاندی د هېوادوالو د کرکې او انديښنې لاملونه څرګند شی.
 د افغانستان خلک نه يوازې دا چې په تيرو دريونيمو لسيزو کې د نومړې جبهې د مشرانو او فعالينو د اعمالو شاهدان ؤ، بلکې په هېواد کې هيڅ يوه داسې کورنۍ نشته، چې په يوه ډول يې ددغو ډولو دلاسه په کې د غم ټغر نه وی اوار شوی..
 افغانان ځکه ولس او وطن ته ددوۍ د خدمت په ادعی شکمن دې چې په دغه جبهه کې راټولو شويو ډلو په تيرو دري نيمو لسيزو کې د هر نږدی او لرې ګاونډي هېواد - هر واړه او لوۍ نړيوال يا سيمه ييز ځواک په امر د افغانستان د خلکو په مرۍ چاړه را کښ کړه. ددغې جبهې ټول مشران اوفعالين حتې د مرحوم داود خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان د ثبات په ضد دپاکستان په ملاتړ او مرسته په ځينوولايتونو کې د بيګنا کليوالو او محلی پوليسو په وژلو پيل وکړ.
 د افغانستان خلک دهېواد د ابادۍ د پاره ددوۍ په نيت ځکه بې باوره دي چې دوۍ د تخريب او ورانۍ ژوره زده کړه او هراړخيزه تجربه لری. د هېواد کلې او ښارونه همدوۍ د خاورو سره سم کړه. خو په مقابل کې خلکو ته د هيڅ تعميری کار ثبوت نشي وړاندی کولی.
 خلک ددوۍ په امانت دارۍ ځکه بې باوره دي چې دوۍ د قدرت او ټوپک د زور نه په استفادې سره نه يوازې دولتې او د خلکو انفرادی شتمني او د هېواد تاريخي مادې وياړونه لوټ کړه او دپاکستان او نړۍ په نورو بازارونو کې يئ خرڅلاؤ ته وړاندې کړه، بلکې د خپل حامې شوروې اتحاد او بيا وروسته په روسيه کې يې په زرګونو ميلياره بې پشتوانې پيسې چاپ او په دې ترتيب يئ په هېوادکې د يوې خوا د جنګ لمبې بلې وساتلې او د بلې خوا يئ د هېواد اقتصاد د لسګونو کلونو د پاره د خاورو سره سم کړ.
 
 د تاريخ په اوږدو کې افغانان تل د جګړو او ستونځو سره مخامخ شوې، خو په جګړو کې دخيلو خواو نه يوازی داچې د مقابل لور د ناموس درناوې کاوه، بلکه د عامو خلکو او مقابل لوری د حيا او ناموس په ساتلو کې هرنوع خطر قبلولو ته هم حاضر ؤ. په ښځو، پيغلو اوهلکانو باندې د جنسې تيری کلتور همدغه ډلو رامنځ ته کړ.
 خلک د دوئ په بشردوستې ځکه باور نه لرې، چې د افغانستان د بشردحقوقو د کميسيون په شمول په ټوله نړۍ کې د بشرد حقوقو د ټولنو او نړيوالې ميډيا ارشيفونه ددوئ په کړو ډک دې. د کابل د څرخی پله په شاه او خوا، د بدخشان په دشت قروغ او د مزار شريف په دشت ليلې کې ډله ييزو قبرونه او د کنړ په کيراړې او هرات کې عام قتلونه همدغه شان د کابل ماتم د دوئ د بشردوستئ يوازې څو مثالونه دي.
 د هېواد افغانې هويت ته د وفادارۍ او د يوه واحد ملت د ودې په پروسه کې د دوی څرګندونې ځکه د سوال سره مخامخ کيږي چې دغو ښاغلو پخوا د افغانستان په روسې کولو او بيا وروسته د هېواد په ايرانې کولو کې د زړه له کومې هلې ځلې وکړې. دوی د وطن سره مينه يا ارتجاعې او غيرمتمدنه غريزه ګڼله. د دوی د پاره د وطن پرستۍ معيار د شوروي سره مينه وه. ددې جبهې بلې خوا بيا د و طن سره مينه شرک باله او هغه يې د اسلامې امت په ضد يوه دسيسه ګڼله. دوی هريو دنيا د ورپه سترګو شويو سرو او شنو عينکو په وسيله ليده. دوی فکر نه کاوه چې افغانان بيل تاريخ، جغرافيايي جوړښت، کلتور، ژبې او هويت لري. ښاغلې رباني خو لا دومره مخکې لاړ چې افغانستان يې د ايران او تاجکستان سره د يوه کلتورې تړون په وسيله په رسمي توګه دِ يک کشور فارسي زبان په توګه اعلان کړ او په هېواد کې يې د ايرانۍ ترمينالوژۍ او کلتور د عامولو د پاره په رسمي توګه ژمنه وکړه. په دې کې هيڅ شک نشته چې دری د افغانستان د دو رسمي ژبو نه يوه ژبه ده. خو افغانستان په هيڅ وجه يک کشور فارسي زبان نه دې. ددې هېواد هويت افغان دی .
 لنډه دا چې افغانان ددغه ډلو سره د کرکې، په دوی باندې د بې باورۍ او د دوی په وجود کې د خپل ولس او هېواد د پاره دلوېو خطرونو د اټکل له پاره پوره او د منلو وړ دلايل لري . دلته هغه متل صدق کوې چې وايي مار چيچلې د اوږده پړي نه هم ډاريږي.
 . افغانان په دې باور دي چې د دغو ډلو هغه بهرنيې حاميان چې د درې لسيزو د پاره يې په افغانستان کې د اور لمبې بلې ساتلې او د وينو سيلابونه يې روان کړي وو، يو ځل بيا د خپل ستړي شوي لښکر په بيا فعالولوپيل کړی چې د جنګ ځپلې او دخاورو سره سم شوې هېواد او غم لړلې ولس دپاره به خطرناک عواقب ولري .
 خو يوازې د خطر احساس، انديښنه او ويره د ستونځې حل نه دی . د خطربايد مخنيوې وشې. د خطر مخنيوې هغه وخت کيدې شې، چې دغو قوتونو ته موقع ورنه کړې شی، چې بيا خپلې لا په وينو سرې توری تيری کړې. په هېواد کې داسې لويو ملې سياسي جوړښتونو ته ٍاړتيا ده، چې که په تکتيکې او ايډيالوژيکې لحاظ سره مخالف هم وې، خو د هېواد په افغانې هويت، د ديموکراسۍ په کلتور، سوله ييز ژوند، اقتصادې سيستم، او ملې ګټو په هکله سره په تفاهم کې وي .
 د داسې جوړښتونو په رامنځ ته کولو کې نه د موکراتو ملې ډلو، نه مستقلو ملې او علمې شخصيتونو او نه هم قومې او دولتي مشرانو خپل مسؤليت په ځای کړی ، دوی بايد د افغانستان د ويشلې شوې او تيت پرک ملې ديموکرات قوتونو د يووالې دپاره هلې ځلې وکړې او پري نه ږدی چې ليوان يو ځل بيا د رمې په سرنوشت حاکم شې. ياده شوې جبهه په رښتيا هم د خطر زنګ دې او ددغه خطر مخنيوې د لويو واقعې ملي جوړښتونو او يوې واقعې ملې متحدې جبهې په جوړولو سره کيدی شي .