د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک غوښتي: جرګه مار که جګړه مار؟

مجيدالله قرار 05.12.2006 03:00
د ولس مشر کرزي د امریکې د تېر سفر یوه مهمه رسمي پایله د یوې نوې حللارې پر سر له دوو نورو اړخونو؛ پاکستان او امریکې سره موافقه وه، چې ویل کېږي ښایي د مسالې په حل کې مرسته وکړای شي.
 د پولې د دواړو اړخونو د قومونو د یوې جرګې جوړول د امنیت راوستلو هغه هڅه ده، چې تر ټولو وروستۍ راغلې او ښایي پاتې راتګ یې تر روانې جګړې هم زیاتې خطرناکې پایلې ولري.
 دغه حل په داسې حال کې وړاندیزېږي چې جدي امنیتي سونزو دولت او نړیوال ایتلاف د خپلو ټولو موډرنو او نویو تجربو له ناکامۍ وروسته د سیمه ییزو روایتي حللارو لټونې ته اړویستی او په دې هیله چې ښایي زړې طریقې د دې نوې ستونزې په حل کې مرسته وکړای شي، د نړیوالتوب او مدرنیزم په دې پېر کې، د یوه ځایي او منزوي کړای شوي فرهنګ دروازه ټکوي.
 د افغانستان، په تېره بیا د پښتنو له روایاتو سره د کورنیانو او بهرنیانو تېر او پخوانی چلند ښيي چې کېدای شي وروستۍ پرېکړه هم تر ډېره له مجبوري ورځې او د بدیل حل د نشتوالې له امله ترسره شوې وي خو ترشا یې پر دې حقیقت یو غښتلی اعتراف پروت دی چې سیمه ییزې حللارې ښایي تر تپل شویو هغو ډېرې اغېزمنې او کاري و اوسي.
 که څه هم د پښتنو دغه درانه سیمه ییز روایت او ډېر نور قبیلوي ارزښتونه د نړۍ تر ډېرو نورو سیاسي بېلګو د ډیموکراسۍ آرونو ته ډېر نیږدې و او هم دا چې د اغېزمنتوب په لحاظ له لومړي سره د قبایلو او قومونو په پام کې نیول د هېواد په سیاست کې ګټور ثابتېدلای شوای خو د انقلابونو په وروستي لتاړ کې د سیمه ییزو واقعیتونو د نظر انداز کېدلو یو جوت مثال په وېشونو او ارزونو کې د افغانستان د قومي او قبیلوي جوړښتونو له پامه غورځول او یا تر دې زیات د تعصب، قوم پرستۍ، قبیلویت او نورو تر عنوان لاندې د دې جوړښتونو شعوري تخریب دی. تش په نامه اسلامیستانو په دې نامه چې اسلام قبیلویت ناروا بولي، د جرګې له نامه سره حساسیت ښود او که به یې په عمل کې جرګه هم رابلله نو په تیوریک ډول یې هغه جرګه نه بلله بلکې د شورا، انجمن او نورو تر سرلیکونو لاندې به یې راوستله خو په دې کار کې د دوی تر خپلې ارادې زیاته د هغوی د محسنانو اراده شامله وه چې د ټولې سیمې په اړه یې خپله پلان شوې ستراتېژي د اسلام تر سپینه او بې داغه جامه لاندې پلې کوله. د سلګونو قبیلوي مشرانو وژنه د جهاد د کلونو هغه ښکاره ده چې محسوسه وه خو چا ورته نغوته نه کوله.
 د پښتنو د دغسې تاریخ جوړوونکې مؤسسې د نابودولو لپاره د افغانستان د جهاد له پیل راوروسته یوه محسوسه سیستماتیکه پروسه روانه کړای شوې چې تر ټولو بد اړخ یې د قومونو د مشرانو په بېدرېغه وژنه او ترور کې تمثیل شوی. باوري سرچینې وایي چې په تېرو دریو کلونو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ قبایلي مشران شهیدان کړي چې وروستۍ وژنې یې د شکین په سیمه کې ملک خجان، د جنډولې په سیمه کې ملک فریدالله، او د واڼه په سیمه کې د ملک حکیم خان په نامه د د سیمې قبایلي مشران و چې چارواکي یې د وژنې تور په سیمه ییزو طالبانو پورې کړی. د تاسف خبره داده چې وژونکی لوری دغه چاره د سیمه ییزو ملایانو تر نقاب لاندې ترسره کوي، او بیا خپل په وینو ککړ لاسونه د جهادیانو په سپینه لمن پاکوي.
 د دې چارې بدې پایلې یو داسې ولس ګالي چې په تر ټولو ګرانه او نازک وخت کې یې د دیني علماوو ننګه کړې، هغوی یې پارلمانونو ته رسولي، او له هغوی سره یې د خپلې خولې ګوله نیمه کړې ده.
 په افغانستان کې هم د بهرنیو په لمسه د ورته لویې موخې لپاره، د جهاد له پیله د قومي مشرانو د وژنې دغسې یوه محسوسه خو تر پرده لاندې لړۍ پیل کړای شوې وه. وایي چې د غزني ولایت یوه تن کلیوال به د تنظیمیانو د یوې ډلې په اړه ویل چې د پلاني ډله ملاسید خان نه پرېږدي. د هغه د خبرې نیږدې معنا داوه چې ګواکې هغه ډله ملاسیدخان نومی نه پرېږدي خو ژوره او لرې معنا یې داوه چې دا ډله په افغانستان کې داسې څوک نه پرېږدي چې په دې هېواد کې د روایتي او میراثي ځواک په توګه له هغوی سره په وېش کې ورګډ شي. یعنې دا چې نه ملایان پرېږدي، نه سیدان او پیران پرېږدي او نه خانان یا قومي ملکان پرېږدي. ښایي د داسې ستراتیژیانو پلې کوونکي د افغانستان د سولې په بیارغونه کې د دې ډلو له رغنده رول څخه خبر او هوښیار ول او پوهېدل چې د افغانستان د مسالې وروستۍ تکیه ښایي بیاهم جرګه او روایتي ځواک-خونې (Houses of Power) و اوسي او دغه لامل و چې په تېر جهاد کې د ټولو نورو اړخونو د راښکېلولو لپاره بیلګه ییزې (Model) ډلې جوړې کړای شوې؛ د ملایانو لپاره د ملایانو ګوندونه، د پیرپالونکیو لپاره د پیرانو ګوندونه، د نويو زده کړو درلودونکیو لپاره د هغوی د طبعې ګوندونه او بالآخره د ازهریانو او وهابیانو لپاره د هغوی د طبعې ګوندونه جوړ کړای شول خو هیڅ داسې جهادي ډله رامنځته نه کړای شوه چې ولسونه دې تر قومي جوړښت لاندې جګړې ته سوق کړي په داسې حال کې چې د هغه پېر د منلي مثالیت یعنې اسلام په تاریخ کې دې کار بریالۍ او جوته بېلګه لرله او هغه دا چې د حنین په غزوه او ځینو نورو نبوي غزاګانو کې د خدای د پیغمبر (ص) پوځ په قبیلوي ټولیو وېشل شوی و او پیغمبر علیه السلام د داعیې لپاره هغه د شعب ابې طالب او نورو پېښو په ترڅ کې له قبیلوي ملاتړ څخه بشپړه ګټه اخیستې وه.
 خو دا هم یو حقیقت دی چې ښکېلو لوریو د وروستي پناځای په توګه تل د همدې قبیلو لمنې ته ځان غورځولی او قبیلې یې خپل وروستي مورچلونه ګڼلي دي خو چې کله یې هم د هغوی له احتیاجه لاس ختلی نو هغوی ته یې شاکړې او ښاري پالیشیانو او د تیمورشاه پاچا د درباریانو خلفو ته یې پر هغوی ترجیح ورکړې چې هیڅکله یې ښې پایلې نه دي لرلي.
 نادرشاه پاچا د کورنۍ د تخت او تاج ستنېدا لپاره د قومونو دروازه وټکوله، هاشم خان د صافیو بلوا په خوګیاڼو وټکوله، او نجیب الله له ډېرې بدې ورځې د احمدزیو شورا ته مخه کړه. غښتلي جنګیالي، حکمتیار چې کله خپل ټول سنګرونه وبایلل نو له سپینې شګې یې د لویې پکتیا نعره راوچته کړه او د خالد فاروقي په وسيله کې یې په پکتیکا کې د قومونو بلوا جوړه کړه چې بیا طالب قوماندان ملا بورجان مرحوم د قرآنونو په زور غلې کړه. د ملا محمد عمر اخوند ډلې چې د خپلې ورکې واورېدل نو د قومونو په ستاینه او درناوي یې خوله پرانیستله او د قومونو د امتیازاتو خبره یې راوچته کړه.
 خو دې ښاغلیو نه په لومړي سر کې قومیت ته احترام لرلی او نه یې هغه وخت چې له قومونو څخه یې حاجت پوره شوی.
 د افغانستان د اوسني کړکیچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د طرحو په شمول ګڼې داسې نظریې ورکړل شوي وې چې جرګه یې د افغانستان د کړکیچ په حل کې مفیده او ګټوره ګڼله خو د جرګې او قومي سیسټم د سمبول په توګه به یواځې د پخواني پاچا یادونه کېده. دا هم جوته وه چې د زاړه پخواني پاچا ټول حیثیت پر هغو روایتي ځواک سرچینو کې و چې هغه ښايي تکیه یې پرې کړې وای او قبایل د هغو له ډلې څخه تر ټولو غښتلي تکیه وه. هغه وخت داسې و چې چېرته به پاچا یادېده، نو هلته به جرګه یادېده، خو چې د وېش مهال راغی نو، پاچا لکه چې خپله هم تېر ویستل شوی و، تش تېر ویستل کول. په دې سربېره چې د پاچا د ننګې بوج د قبایلو پر اوږه و، د وېش پر مهال یې قبایل هېر کړل او له خپل لوري یې د سیرت او رهین په څېر څو مهرې مطرحې کړلې. لکه څرنګه چې نادرشاپاچا د غازي امان الله په نوم کارولو سره ځان ځواک ته ورساوه، او د وېش پر وخت یې غازي په تشو القابو ونازاوه، او لکه څنګه چې ښاغلي کرزي د ظاهرشاه له نامه څخه په استفادې ځان د واک ګدۍ ته ورساوه، او بیا یې هغه په څو سیاسي القابو دروند یوې ډډې ته کښېناوه، دغسې ښاغلي ظاهرشاه هم د ملت د بابا دغه لقب د لویې جرګې او خپل نامه له ټومبني لاسته راووړ خو چې کله بابا شو نو قبایل یې عاق او څو ښاري نکټایان یې په زویولۍ او دوستولۍ ونیول.
 نن چې ښاغلی کرزی د قبیلوي فیل په زخمونو یوځل بیا سیاسي مرهم لګوي او دغه فیل د خپلو مخالفینو په لوري تمبېدلو ته هڅوي، حالات تر پخوا زیات زیات بدل دي. په دې سربېره چې ډول ډول توطیو د پښتنو په ټولنیزو اړیکو او جوړښتونو ژوره اغېزه کړې، خو هغه څه چې خوښوونکې او جوته ده، داده چې قبایلي ټولنه په ټولو ننګونو سربېره لاهم ژوندۍ ده او سترګې ور اوړي او په دې نیږدو وختونو کې یې لاهم د ځینو سترو ملي مسالو په حلولو کې چارند رول ترسره کړی. د ننګرهار شورا او احمدزیو ترمنځ لازمي اټکل شوې جګړه چې د تودولو لپاره یې د افغانستان د اسلامي دولت(!) د جعلي بانکنوټونو احتیاطي بوجۍ ډکېدلې، د سړولو لپاره یې د مولوي صاحب جلال الدین حقاني د جرګې ابتکار دم او دوا شو او د پښتنو د یوه لوی خپلمنځي مصیبت مخه ونیول شوه. دا د جرګې د بریا یوه غوره او ښه بېلګه ده چې ښيي زموږ په دې لرغوني فرهنګ کې د دومره توطیو په شتون سربېره لاهم د داسې لویو مسالو د حلولو دم پاتې دی. د پښتنو په سیمه کې په سلګونو پېښېدونکي پېښې د همدې جرګې په برکت حلېږي او د پای ټکی ورته ایښودل کېږي.
 دا چې جرګه به د تروریزم لویې مسالې ته د ورغاړي وتلو ژواک ولري او کنه، یوه داسې پوښتنه ده چې د رابلونکیو د عزایمو تر معلومولو وړاندې یې ځوابول ناشوني دي، او د بهرنیو د عزایمو معما هغه څه ده چې ښایي د ډېرو مسالو د حل زار پکې نغښتی وي.
 د ښاغلي کرزي او نړیوال ایتلاف له وروستۍ پرېکړې تر ټولو جوت استنتاج دا کېدای شي چې جګړه په افغانستان کې ناکامه شوې او جرګې ته پر جګړې ترجیح ورکړل شوې. نړیوال او کورنیان په دې اعتراف کې ریښتیني ښکاري، خو دا چې د نورو، په زیاته د طالبانو او حکمتیار د منلو څومره حوصله به ولري، دا به د دوی له وروستیو کړو وړو څخه راڅرګنده شي.
 د جرګې رابلل د جګړې د ناکامي معنا لري او د جګړې ناکامي بیا په خپل وار هغو لوریو د ناکامي معنا لري چې دا جګړه یې په ټول توان پیل کړې وه. د دومره لوی شمېر پوځونو په راوستلو سربېره د بهرنیانو لخوا مخالفینو ته د سولي وړاندیز او د درېیمانو لټون د هغوی د پوځونو شتون تر سوال لاندې راولي.
 په داسې حال چې بهرنیان دلته نړیوال بلل کېږي، او امریکایان خپله ستراتيژي تر نړیوال نقاب لاندې پلې کوي، د هغوی مخالفین هم ورو ورو د امریکا د نړیوال مخالفت هغې لیکې ته ور نیږدې کېږي چې په پراخه نړۍ، په تېره په اسلامي نړۍ کې د یوه بالقوه ځواک په توګه پراخ شتون لري. د پوځونو شتون د افغانستان قضیه د ملي جګړې پر ځای د یوې نړیوالې جګړې په توګه ورپېژني چې دا کار د افغانانو لپاره تر ټولو خطرناک او وېروونکی دی. افغانان هسې هم تېرې درې لسیزې د نړیوالو ایدیالوژیو لپاره جنګېدلي او ربړېدلي، او که اوسنی نړیوال حضور د هماغه وضعیت غځونه وي نو دا کار د افغانانو په زړونو کې د هیلو رڼاګانې تتوي، او په دې سربېره د افغانستان د ځان بسیاتوب مساله تر سوال لاندې راولي.
 په داسې حال کې چې جرګه یوه ملي مؤسسه ده، په یوه نړیواله مساله کې د هغې ښکېلول ښایي هومره اغېزمن او ګټور و نه اوسي.
 ځینې نوري مسالې داسې دي چې که جرګه تر ډېره د سمې موخې او هدف لپاره هم جوړه شي نو بیا به یې هم حیثیت په همدې مسایلو پورې تړلی وي.
 لومړۍ او تر ټولو مهمه یې د جرګې د غړیو د انتخاب مساله ده او هغه دا چې آیا د جرګې غړي به له پاسه ګومارل کېږي او که به له لاندې انتخابېږي. یعنې دا چې قومونه به یې راپېژني او که حکومتونه.
 موږ په خپل سیاسي تاریخ کې د ډېرو ګوډاګیو جرګو شاهدان یو چې د دې درانه روایت له سپکاوي او بې باوره کولو پرته یې هیڅ پایله نه ده لرلې او په واقعیت کې د واکمنو د لاس اندرغلي سیکې وې. که د غړیو د انتخاب مساله مهمه نه وي نو بیا خو دغسې یوه جرګه ببرک کارمل هم جوړه کړې وه چې په تش بحث هم نه ارزي. که جرګه د دولتونو له ګوډاګیو جوړېږي، بویه یوازې همدومره به وکړای شي چې د همدې ګوډاګیو کندوان ډک کړي. خو هغه جرګې چې ستونزې یې حل کړي، او حلولې، استاځي او نماینده جرګې دي چې د جرګې له اصیلو ارزښتونو سره سمون خوري. په پښتني جرګو کې غړي د کاري وړتیا، پوهې، ځيرکۍ، تقوا او پاکلمنۍ پر بنسټ انتخابېږي او که اوسنۍ جرګه پر دې آرونو بشپړه نه وي نو غوره ده د جرګې پر ځای هماغه د استاد رباني د انجمن، شورا او نورو سرلیکونو څخه ورته غوره شي.
 هغه جرګه چې مشرف ورته هرکلی وایي، هیڅکله له دې بابته له خطره نشي خالي کېدای. په ځانګړي توګه که د افغانستان دولت لاهم ګومان کوي چې تروریزم د پاکستان تیونه روي نو بیا خو دغه ډول جعلکاري او د هغې له لارې د خپلو لاسوهنو سا اوږدول هغه فرصت دی چې ښاغلي مشرف یې ښایي یوه قیمتي ډالۍ وبولي.
 دغه راز جرګه باید د ټولو اقشارو استاځي راوبولي. وېره خو داده چې آن په قومي مشرانو کې به هم د رابلونکیو د خوښې کسان راوغوښتل شي چې دا کار به خپله د قومونو ترمنځ اختلافونو ته لاره هواره کړي او کېدای شي د قومونو په دننه کې ځینې خلک-چې ښایي غښتلي هم واوسي- د مناسبې ونډې د نه ورکول کېدلو له امله د هغې ناکامولو ته لاس راونغاړي او یا په دې کار کې د مخالفینو مرسته وکړي.
 خو د ټولو اقشارو او طبقو څخه زموږ منظور تردې یوڅه نور هم پراخه دی، او هغه دا چې په جرګه کې دې له قبایلي خلکو پرته نور اړخونه، په ځانګړې توګه علماوو او روحانیونو ته درنه ونډه ورکړل شي.
 یوه بله ډېره مهمه خبره داده چې قبایل باید د امریکا او د هغو د مخالفینو په جګړه کې د لوري په څېر ښکېل نشي. جرګه یوازې یوه سمونیزه او اصلاحي لاره چاره وګڼل شي او د سیاسي لوبو په خدمت کې واقع نه کړای شي. د لوري په حیث د جرګې ښکېلول ښایي په سیمه کې، او په ځانګړې توګه د پښتنو ترمنځ د دوامدارې جګړې لامل شي.
 د جرګې غړي په هر هومره قاطعیت چې د طالبانو په اړه تصمیم نیسي، باید په هماغومره جرأت د بهرنیانو د خپلسرو او ناوړه، کړنو د مخنیوي تضمین هم ترلاسه کړي او یا لږ تر لږه په جرګه کې د بهرنیانو د کړنو په اړه د واقعیتونو بیانېدلو لپاره اړین سیاسي چاپېریال تضمین او موجود وي.
 د دې کار به ډېره مهمه وي چې د تروریزم، القاعده، د تمدنونو ټکر، د ازادې نړۍ جګړه، د انساني حقونو جګړه او داسې نور نړیوال مفاهیم چې ډېری یې د بې ځایه تعمیم او کارېدنې له امله له کاره غورځېدلي، او ړندو د لاس ټاپې ورڅخه جوړي شوي، باید له منځه وویستل شي او یواځې او یواځې عیني واقعیتونه او د سیمې ګټې د خبرو محور وګرځول شي او د دې خبرې یو غوره منطقي دلیل باید داوي چې جرګه یو ځایي او ملي حل دی او یواځي ملي رنګ مسایل حل کولای شي نه دا چې د نړیوالو ایدیالوژیکو ټکرونو سرنوشت دې وټاکلای شي.
 که د وړاندیز شوې لویه جرګه د نړیوالو سیاستونو او طرحو له سیوري را بېله نکړای شي نو ناشوني نه برېښي د نن جرګه مار د سبا تر ټولو لړلي جګړه مار شي، په لږ نور وضاحت لکه د طالبانو تحریک چې سولي له نامه یې پیل او په خونړۍ جګړه یې پایته ورسوله، ورته تجربې، ورته پایلې درلودلای شي.