د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که دغه حال وي نو "کرزیه ځه په مخه دې شه!"

مجيدالله قرار 20.09.2006 03:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لېشه کی یو بوټی دی، د غنمو وږي ته ورته وي. که له چا سره ټوکه لرئ نو په پایڅه یا لستوڼې کې یې یو وږی لېشه کی ور واچوئ، د دې وږي خاصیت دی چې هرڅومره مو ملګری پایڅه څنډوهي، هومره به لېشه کی په پایڅه کې پورته روان وي. که په لستوڼي کي وي نو په دریو څنډلو به تر اوږې ورسېږي او که په پایڅه کې و نو...

د کرزي صاحب د نظام والیان همغو لېشه کیو ته ورته دي، چې څومره یې ولسونه له ځانه څنډوهي او ورڅخه د نفرت اظهار کوي، هغومر د دوی اعتبار لوړېږي او مخ په لوړه روان وي. نه یوازې والیان بلکې د دولت ډېری لوړپوړي چارواکې.
ګڼ شمېر داسې والیان د کرزي صاحب په نظام کې اوړي را اوړي چې په څو څو ولایتونو کې د خلکو د مجبوري ورځې فریاد او چغو له ولایتونو پښو سپکولو ته اړویستي خو د کرزي صاحب د مسامحه کار مزاج له برکته، چې نه سیخ سوڅوي او نه کباب، د نورو ولایتونو په خلکو تپل شوي او د دوهم، درېیم او څلورم امتحان چانس ورکړل شوی.
نوې خبره داده چې ښاغلي کرزي د غزني خلکو ته خپل یو نوی مخ ورښودلی. د غزني ټول ولس ته د خپل استازي په توګه یې ښاغلی معراج الدین پټان غزني ته استولی. د غزني خلکو لا د پټان مالګه نه ده کتلې خو نن سبا په افغانستان کې د رسنیو او خبرو د ګرم بازار یوه ګټه دا رسېدلې چې د نورو تجربې تر تاسې په اسانه در رسېږي او ستاسې تر نورو. خوستیانو آزمویلي د غزني خلکو ته هم آزمویلي او غزنيچیانو آزمویلي د کندهار خلکوته، پکتیاوالو آزمویلي د لغمان خلکو ته، او ننګرهاریانو آزمویلي د کابل خلکو ته.
او دا ځکه چې د افغانان یو ولس دي. ټول ورته ارزښتونو ته قایل دي او په ورته ارزښتونو ایمان لري. که ښاغلي ګلاب منګل په څه خبره پکتیکاوال خفه کړي وي نو په همغې خبره لغمانیان هم خفه کولای شي. که ښاغلي پټان د خوستیانو په حق کې څه اشتباه کړې وي نو د غزني خلکو ته هم دغه ډول اشتباه تاوان پېښولای شي. که دین محمد ننګرهاریانو ته کار نه وي کړی نو کابلیانو ته به څه وکړای شي. که اسدالله خالد غزنی نه وي آرام کړي نو په کندهار کې به څه توره وکړای شي. که د جان محمد خان د روزګان د سپین ږیرو او مشرانو په خبره سر نه خلاصېږي د کونړ سپین ږیري خو لاهم ختیځواله لهجه کاروي.

والي د هر ولایت خلکو ته د ولسمشر ځانګړی استازی او په بل عبارت د ولسمشر مخ دی. د اروزګان خلک به کرزی داسې تصور کوي لکه جان محمد خان ته چې ګوري او د هغوی په نظر کرزی هغه څه کول غواړي چې جان محمد یې کوي. جان محمد خان چې هره دوهمه خبره یې پوچه کنځل او مور او خور نسبت دی او غوره ډپلوماسي یې په مجلسونو کې د مشر او کشر سپکاوی او ستغل دي.
(د ثبوت او بېلګې لپاره دا وګورئ: http://www.informationclearinghouse.info/article8123.htm )
په دې ویډیو کې ښاغلی جان محمد د والي په توګه د امریکایي پوځ له یوې ډلې سره د کلیو په تالاشي وتلی. قضاوت ته اړتیا نشته. ویې ګورئ، همدغه یې قضاوت دی.
د غسې در واخله شېرزی او نور...
همدا لامل چې طالبان په ځایي او محلي کچه د دولت تر استازیو زیات معقول او هوښیار دي او ورځ تر ورځې د خلکو د زړونو لاسته راوړلو کې بریالي کېږي. همدا اوس د هغوی د خوراک څښاک که بشپړ نه وي نو نیم بوج د خلکو پر اوږو دی. د هغوی تبليغات د دولت تر تبلیغاتو غښتلي دي او له وړو پېښو څخه د ځان په ګټه ډېره استفاده کوي. د هغوی معلومات غښتلي او اړیکې یې زیاتې منظمې دي.

که ښاغلی کرزی دا ګومان کوي چې دا هېواد له قحط الرجال سره مخ دی نو دا خبره به هلته سمه وای چې کرزی صاحب د ولایتونو لپاره په پروفیسرانو او پوهانو پسې ګرځېدای. که د زده کړې او سواد خبره مطرح نه وي نو بیا خو تر بې لحاظه او غلو بې سوادانو ولسي او ځیرک بې سواده ښه او پرېمانه دي. او که وایي چې په هېواد کې د بې سوادانو هم کمی دی نو بیا خو د دې ولس توهین کوي.
د کرزي صاحب مخالفين د کرزي پر دې کارونو هغه ته شامات ورکوي او خپله د ولسمشر شخصیت ته زیان رسوي.
د دې ډول عجیبو غریبو کارونو څخه خلک څو انګېرنې لري:
ځینې وایي چې ښایي کرزی د والیانو په ټاکنه کې د نوور تر فشارونو لاندې وي. په دې صورت کې کرزی د ترحم وړ دی. ځکه چې د هغه مسؤولیت د هغه تر صلاحیت لوړ دی. او مسؤولیت چې کمه اندازه هم د صلاحیت تر کچې لوړ شي نو د انسان د رسوايي او شرمېدنې لاملېږي.

ځینې وایي چې ښایي کرزي ته ناسم معلومات ورکول کېږي:
دا خبره هم تر ډېرو سمه ښکارېږي. خو له دومره ناکامیو وروسته باید کرزي پر خپلو معلوماتو شک کړی وای او هغوی یې چې ورته چمتو کوي یې، پوښتلي وای. که هغوی چې ده ته یې نور خلک په اړه معلومات چمتو کوي، سم نه پېژني نو هغوی خو دې و پېژني، چې ده ته معلومات برابروي او تر ده ښاغلي راچورلېږي.

که کرزی رسوا کېږي، یا ناکامېږي، دا دوه اړخه لرلی شي، یو خو یې د هغه شخصيت ته صدمه ده چې موږ ته یواځې دومره اهمیت لري لکه په دې هېواد کې چې هره سانیه د کرزي صاحب د استاځیو له لاسه د یو چا حیثیت تر پښو لاندې کېږي.
خو بل مهم اړخ یې دادی چې د واکمنو اشتباهات د بې واکیو تر جنایاتو ډېر خطرناک وي. د بې واکیو جنایات د بښنې وي خو د واکمنو د اشتباهاتو د بښنې خبره د چا په خوله هم نه راځي. او داځکه چې د هغه هره پرېکړه د ولس د نننیو او راتلونکیو نسلونو د فرد فرد پر ژوند اغېزه لري او هیڅوک هم د دې ټولو په استاځیتوب خوله نشي خلاصولای.
زما په اند خو که ښاغلی کرزی د خپلو هغو سلاکارانو پرځای چې د ده په خپل اعتراف، د مجبوریتونو پر بنسټ غوره شوي، د خلکو او ولس خبرو اورېدلو ته وخت ورکړي نو د سمو پرېکړو او تصمیمونو په نیونه کې به یې لوی لاس وکړي. د دې خبرې یو غښتلی مثال وایم:
که ښاغلي ولسمشر، د لویي جرګې د دایرېدلو له مهاله، په دولت کې د ټوپکسالارانو د رول په اړه د خلکو تشویشونو او فریادونو ته چې د ټولې نړۍ رسنۍ یې پر سر اخیستې وې، غوږ ایښودی وای او خپل ولس یې د خپلو فلسفي سلاکارانو په مقابل کې بې سواده نه وای ګڼلای نو څومره به هغه د دوی د خوښ ساتلو له درانه کار څخه خپل اصلي کار ته، چې د ولس خدمت او هوساینه ده، وزګار وای. خو ولسمشر، د دې پرځای چې له غرونو رابهېدلي بې مهاران یې بېرته غرونو ته استولي وای او هوارې ته یې د هوارې په خوی بلد خلک راښکته کړي وای؛ یا یې کم تر کمه د هغوی ګلې او ډلې منحلې کړي وای او د رامو افرادو په څېر یې ګومارلي وای، هغوی ته یې د هېواد تر ټولو حاکم اورګان وسپاره او د کورنیو چارو او دفاع په څېر د مهمو وزارتونو په ورکړه یې هغوی د دولت رګ رګ ته ورسول چې د دولت په دننه کې یې د دولت جوړولو فرصت ورکړه. همدغه لامل دی چې د کورنیو چارو په وزارت او امنیتي اورګانونو کې هیڅ ډول ریفورم د عملي کېدلو نه دی.

د کرزي صاحب دولت نه په ځایي کچه او نه په مرکزي کچه له دې ستونزې خالي دی. یوه درېیمه برخه ملي اولویتي پروګرامونه دي چې ددولت د کمزورتیا او بې کفایتۍ له امله رامنځته شوي ول، په عین دستور سیاسي کړای شول او لکه چې دولتي چوکۍ د کرزي صاحب د مؤلفه القلوب لپاره کافي نه وې، دغه پروګرامونه هم سیاسي کړای شول. د ثبات ټینګښت په نوم تر ټولو ستر ملي اولویتي پروګرام یې په لوی لاس د وزارتونو تالان ته پرېښودل شو. د اداري سمونونو پروسې د پېرنې او پلورنې پر ولاړو هډو بدلې شوې.
دغه راز، ښاغلي کرزي د ولس ذهنونو ته مخامخ دری وزارتونه، یعنې معارف، لوړې زده کړې او اطلاعات او فرهنګ وزارتونه د بې کفایتۍ نمونې وښودلې. د معارفو وزارت د ناانډوله تعلیمي سیسټم په اړه شکایتونه په سیمینارونو اوغونډو او ژوندیو بهیرونو واوښتل او په رسنیو ورڅخه د شکایتونو او فریادونو بازار تود دی.
د لوړو زده کړو وزارت یې د ستونزو زېږولو هسته ده چې ناحله قضیې یې د ګڼو مېزونو پر سرونو د اخبارونو پر سرپاڼو پرتې دي.
http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=24626
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې اوس- له دې امله، چې د ځوانانو وزارت د هیڅ کار نشو- د فرهنګ او ځوانانو وزارت بلل کېږي، د کار غټه مېړانه یې ځای ځای د پښتو لوحو راغورځول او په نیمو شپو د ښار له واټونو څخه د پښتو لوحو راټولونه ده. دغه وزارت په افغاني رسنیو او کړیو کې د افغاني فرهنګ د ځپلو تر ټولو لوی متهم دی. په اړه یې دومره مقالې او لیکنې شوي چې ښایي پر هیڅ بلې موضوع نه وي شوي چې ښه بېلګه یې هغه یو-پنډ کتاب دی چې د رهین په اړه له راغونډو شویو مقالو جوړ دی.
رسمي او دولتي رسنۍ یې د خاصو کړیو لاسونو ته پریښي چې هیڅکله د ملي اهدافو پام نیوی نه کوي او ملي روحیې ته په شعوري توګه صدمه رسوي. عجبه به وي که درته ووایم د ملي تلویزون ژورنالیستان ځینو غونډو ته له دې امله نه ځي چې وایي، "ګمیش کو، ما پشتو نه میفهمیم". دغسې د افغانستان د کمپیوټريزې ژبپوهنې په ملي سیمینار کې شوي ول او د سیمینار ونډوال یې شاهد دي. کله چې ښاغلی جلالي د کورنیو چارو وزیر و نو دولتي رسنیو به له دې امله چې ددغه وزارت رییسان پښتانه ول او کارنامې یې هغوی ته منسوبېدلې، د هغوی د پروژو په اړه له معلوماتو خپرولو ډډه کوله.
د ملت د ذهن جوړونې پروسې په رسمیاتو کې په دې دریو وزارتونو پورې اړه درلوده چې دریواړه یې زموږ فرهنګي تاریخ پر ټنډه داغ پاتې شول.
دا هرڅه ځکه ښاغلي کرزي ته منسوبوو چې د کرزي لومړۍ او وروستۍ ویناوې ټولې د "انا" او "زه" له کلمو ډکې دي او د "ما" د ضمیر بېخرته کارونه د هغه د وینا د سبک برخه ګرزېدلي. ښاغلي کرزي د بېړنۍ لويي جرګې په ورځ د ملت استاځیو ته له څو وعدو ورکولو وروسته په خپلې درنې کندهارۍ لهجې ویلي ول چې که ما داسې او هاغسې و نه کړل نو بیا راته ووایاست چې: " کرزیه ځه پر مخه دې شه". هيله ده د داسې ویلو لپاره به ناوخته نه وي.