د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نازولو پنيځه غوښتنې (( لومړۍ برخه ))

ګل اغا احمدي وردګ 11.03.2006 02:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې خونړۍ كودتا، د پخواني شوروي يرغل، كورنيو او تنظيمي جګړو د افغانستان د خلكو او ژوند اساسي بنسټونه په ټوليز ډول داسې نړولي دي چې بيا رغولو ته يې لسګونه كلونه اړتيا ليدل كيږي. البته په داسې ډول چې د افغانانو هغه راتلونكى نسل چې د ژوند واګې په لاس كې اخلي او د هر اړخيزې پوهې او قانون په سيوره كې لوى شوي وي شايد په دې و توانيږي چې د عمل په ډګر كې د يوې بريالۍ مدني ټولنې جوړښت او ريښتنې څيره و ويني. خو د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې دا كار به په تصادفي ډول نه رامنځته كيږي بلكي د هغه د بنسټ ايښودلو په چارو كې هر افغان د خپلې پوهې او مسئوليت په اندازه ونډه لري چې د همدې لحظې څخه ورته نه ستړې كيدونكى كار او هلې ځلې وكړي. په لومړي پړاو كې كورنۍ روزنې او بيا د پوهنيزو موسساتو پراخوالي او ريښتني كولو ته زياته پاملرنه په كار ده.
 افغانستان اوس مهال د عصر په داسې يوه غم ځپلې مرحله كې قرار لري چې د ژوند هيڅ يو بنسټ يې د هغه معيار په تله برابر نه دى چې د نړۍ وګړي ځينې برخمن دي. په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې په هيواد كې د قانون، مناسبې پوهې او د عصر له غوښتنو سره سم د ژوند د وړ معيارونو د نشتوالي له كبله افغانان د داسې لويو لويو ستونزو سره ډغري وهي چې حل يې آسانه، د لږ وخت او ساده خبره نه ده.
 موږ په خپله دې ليكنه كې غواړو چې د افغانستان د ملي شورى، پارلمان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غونډو پر بهير او د ملي شورى د غړو د كار او غوښتنو په اړه خپل نظر له ګرانو لوستونكو سره شريك كړو.
 لكه چې ګران لوستونكي خبر دي له نيكه افغانستان د ديرشو كلونو وروسته يو ځل بيا د ملي شورى او پارلمان خاوند كيږي او د ملي شورى لپاره ټولټاكنې په داسې حال كې تر سره شوې چې د پارلمان هر غړي له خپل هيواد او خلكو سره د سلګونو وعدو سره يو ځاى ځانونه كانديد او د ولسي جرګې د غړيتوب په لاسته راوړلو بريالي شول. خلكو د دې لپاره د پارلمان غړو ته رايي وركړې څو هغو وعدو او ژمنو ته د عمل جامه ور و پوښي چې د خپل انتخاباتي كمپاين په لړ كې يې له ملت او خلكو سره كړې دي.
 په همدې توګه بايد وويل شي لازمه خو دا وه چې د پارلمان غړو د خپل برياليتوب او د پارلمان ودانۍ ته د راتللو سره جوخت د خپل نيك نيت او خدمت داسې يوه ننداره ښكاره كړې واى چې خپل هيواد ته يې يو ريښتنى خدمتګار وړاندې كوي. خو داسې و نه وشوه بلكي د ملي شورى د غړو تر منځ په داسې سطحې څيزونو ناندرۍ پيل شوې چې د واقعي خدمتګارانو له څيرې او كړنو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي بلكي د ورځې په تيريدو سره د ولس په زړه كې هغه غوړيدلې هيلې مړاوې كيږي چې د ملي شورى، پارلمان، ولسې جرګې او مشرانو جرګې په موجوديت كې يې د خپل هيواد د آبادۍ او سمسورتيا لپاره سرونه را اوچت كړي وو.
 له نورو خبرو تيريږو او د افغانستان د ملي شورى د غړو له منځ څخه يوازې د پنځو ټكو په بيانولو د خپلې ليكنې سلسلې ته ادامه وركوو چې د ښاغليو وكيلانو تر منځ پرې تر دې مهال پورې تاوده او اساسي بحثونه شوي او د افغانانو په زړونو كې د خپل هيواد د آبادۍ د هيلو له غوړيدلو سره هيڅ راز اړيكې نه لري بلكي د هغه د مړاوي كيدو سبب كيږي.
 
 لومړى: ډالرونه
 عجيبه خبره خو دا ده چې د ملي شورى او ځينو ولايتي شورى ګانو په لومړيو ناستو كې زياتو وكيلانو د دې خبرې يادونه وكړه چې بريالي خو شوو نو زموږ تنخواوې او معاشونه به څوك راكوي؟ كله به يې راكوي؟ او څومره به راكوي؟ له نوموړو خبرو داسې ښكاريده چې زياتره دغه ښاغلي يوازې او يوازې د تنخواوو د پيدا كولو لپاره دې كار ته زړه ښه كړى او هغه وعدې هسې تشې خبرې وې چې د خپلو هغو عكسونو سره يې په جذابو رنګونو ليكلې دي چې همدا اوس هم د هيواد د ښارونو نيمه وران ديوالونه پرې لړلي دي.
 مناسب معاش، حق الزحمه يا تنخوا د يوه داسې دولتي او يا غير دولتي كاركوونكي حق دى چې خپل هيواد، خلكو او اړوندې ادارې ته په ريښتنې توګه خدمت كوي او هلته يې په قانوني ډول دنده تر لاسه كړې وي چې د مياشتې په آخر كې خپل ټاكل شوى حق اخلي. خو د ملي شورى په مجلسونو كې نوموړې مسئلې له لومړۍ ورځې څخه سر را اوچت او د مياشتې پاى ته خبره پاتې نه شوه. بل دا چې نوموړې مسئلې ته له ټولو د مخه په ډير قوت د هغو اشخاصو له خوا په زياته پيمانه ډنډوره وهل كيده چې پخوا له دې يې دومره پانګه د خپل ځان كړې ده چې د زياتو بانكونو صيفونه ترې ډك، ځانګړې سوداګريزې چارې پرې روانې او كولاى شي چې راتلونكي پنځه كلونه د پارلمان ټولو غړو ته حتى تنخوا هم وركړاى شي.
 د ملي شورى د عادي غړو تنخوا د مياشتې ۱۱۰۰ امريكايي ډالره ټاكلې شوې ده چې د ملي شورى د ټولو غړو تنخوا د مياشتې تقريبا ۴۰۰۰۰۰ څلور سوه زره امريكايي ډالره يا شل ميلونه افغانۍ كيږي. خو كه د ملى شورى د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د رئيسانو، مرستيالانو، منشيانو او داسې نورو كسانو تنخواوې پرې ور زياتې شي نو شايد چې نوموړى مبلغ به نور هم لوړ شي. په دې اړه نور څه نه وايو او قضاوت خپلو ګرانو اوريدونكو ته پريږدو چې د افغانستان په څير يو بې وزله هيواد ته ښايي چې د ملت د استازيتوب دعوه كوونكو ته په بهرنۍ كرنسۍ دومره اندازه تنخوا مقرره شي چې زياتره يې د غوره ژوند، زياتې پانګې او شتمنۍ څخه برخمن دي بلكي د زياتو كسانو لپاره د خپلې پانګې د يوې برخې لګول د دې سبب شوي دي چې ملي شورى ته د تللو لاره پيدا كړي.
 د افغانستان د ملي شورى د غړو د تنخواوو موضوع د زياتو كورنيو او نړيوالو خبري چينلونو له لارې په داسې حال كې خپره شوه چې د هيواد په ګوټ ګوټ كې زياتره افغانان د لوږې او سلګونو ستونزو سره لاس په ګريوان او د ملي شورى د غړو دغه كړنې او اقدام ته د شك په سترګه ګوري.
 له بلې خوا كه د بهرنۍ نړۍ د پارلمانونو او ملي شورى ګانو بهير ته و كتل شي نو شايد چي د نړۍ په هيڅ يوه هيواد كې هم د پارلمان د غړو د تنخوا موضوع ته دومره په زياته پيمانه اهميت نه وي وركړل شوى او نه هم په دې اړه د كوم بهرني خبري چينل له خوا تبصره شوي وي. كه په افغانستان كې هم نوموړې موضوع يوه عادي موضوع ګڼل شوې واى او حكومت په دې اړه تصميم نيولى واى نو غوره خبره به وه او له هغو معيارونو څخه به سرغړونه نه ګڼل كيده چې په دې اړه په بهرنۍ نړۍ كې پلي دي. بل دا چې د هيواد خلكو به په ريښتنې توګه په خپلو استازو باور درلودلى واى او يوازې داسې تبليغ به نه پسې كيده چې ګواكي دا كسان يوازې د تنخوا لپاره د پارلمان ودانۍ ته په تللو بريالي شوي دي. بل دا چې غوره خبره به دا واى چې د ملي شورى د غړو د تنخوا په ټاكلو كې د ډالرو غږ نه واى پورته شواى كه هر څومره تنخوا ورته مقرره شوې واى بايد د افغانستان د خپلې كرنسۍ افغانۍ نوم ورسره اخيستل شوى واى چې نوموړى كار خپلو ملي ارزښتونو ته درناوى او احترام ګڼل كيږي.
 بل دا چې څومره به ښه واى چې د پارلمان له منځ څخه هغه كسان د قربانۍ ډګر ته را وړاندې شوي واى چې كلونه كلونه يې د هيواد كړكيچن حالات په خپله ګټه څرخولي او دومره شتمني يې پيدا كړې ده چې كلونه كلونه به يې هم تمامه نه كړي. لازه خو دا وه چې دې كسانو خپل هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه ټټر وهلى واى چې د پارلمان غړي د هيواد له ملي شتمنۍ څخه تنخوا نه اخلي بلكي د هيوادنۍ مينې په توګه موږ دغه مبلغ د پارلمان په واك كې وركوو چې هغو نادارو غړو ته پرې تنخوا او نور وسايل برابر كړى چې پارلمان ته په راتللو بريالي شوي او د تنخوا اخيستلو ريښتني مستحق دي. بايد وويل شي چې د پارلمان غړو ته د تنخوا په ټاكلو كې د پارلمان له يوه غړي پرته يوه هم د مخالفت غبرګون څرګند نه كړ. او پارلمان هغه يو غړى چې مخالفت يې په دې اړه څرګند كړ په دې و نه توانيده چې د ملى شورى په منځ كې حتى د ځان لپاره يو ملګرى هم پيدا كړي.
 
 دوهم: موټرونه
 د افغانستان په ملي شورى كې دوهمه لويه مسئله چې د لومړيتوب او زيات اهميت حق وركړل شو د ملي شورى د غړو لپاره د موټرونو د تهيه كولو مسئله وه چې د پارلمان د لومړۍ مياشتې په غونډو كې پرې تاوده بحثونه وشول او بالآخره د بحثونو پايله دا شوه چې د ملي شورى هر يوه وكيل ته د موټر اخيستلو لپاره ۱۰۰۰۰ لس لس زره امريكايي ډالر وركړاى شي او په ظاهره په هغه باندې د اوږدمهالي قرض نوم كښيږدي خو دا چې وروسته به دغه مبلغ رښتيا هم د وكيلانو له معاشونو څخه په تدريجي توګه وګرزول شي او كه به ورته و بخښل شي راتلونكى به ځواب وركړي. جالبه خبره دا ده چې بيا هم نوموړي مبلغ ته د افغانۍ نوم ور نه كړل شو بلكي د مبلغ يادونه د امريكايي ډالر په نوم وشوه چې د ټولو وكيلانو لپاره به لږ تر لږه د موټرو د اخيستلو لپاره درې ميلونه او پنځه سوه زره امريكايي ډالر په واك كې وركول كيږي چې نوموړى مبلغ ۱۸۵۰۰۰۰۰۰ يو سل او پنځه اتيا ميلونه افغانۍ كيږي.
 بيا هم په دې اړه قضاوت خپلو ګرانو لوستونكيو ته پريږدو چې د افغانستان په څير بې وزلي هيواد چارواكو ته لازمه ده چې يوازې په دومره اندازه پيسې يوازې او يوازې د ملي شورى غړو ته د سپرلۍ د موټرونو لپاره په داسې حال كې د هغوى په واك كې وركړي چې هيواد زياتې چارې د خيرات په پيسو چليږي او په هره څانګه كې بيا رغولو ته اړتيا ليدل كيږي. له بلې خوا د ملي شورى زياتره وكيلان په دې قادر دي چې د ځان لپاره موټر واخلي او ځينې ځينې خو حتى يو كتار هم رنګي قيمتي او نوي موټرونه همدا اوس په واك كې لري چې د ښار په واټونو كې د تيريدو پر مهال ورپسې وي. په دې هكله هم د پارلمان يوازې يوه غړي د مخالفت غږ اوچت كړى دى او نورو ټولو په سړه سينه دې فيصلې او وړانديز ته ښه راغلاست ويلى دى. له بلې خوا بيا هم بايد وويل شي چې د پارلمان زياتره غړي په دې قادر دي چې كه رښتيا وغواړي نو له خپل هيواد، پارلمان او خلكو سره د مرستې په موخه كولاى شي چې له خپلې ځانګړې پانګې څخه د پارلمان هغو بې وزله غړو ته موټر واخلي چې اړتيا ورته لري. بل دا چې لس زره امريكايي ډالره مبلغ د يوه موټر لپاره ډيرې زياتې دي په داسې حال كې چې په ۴۰۰۰ امريكايي ډالره يو داسې موټر كيږي چې د ګذارې والا وي او د افغانستان د حالاتو سره اړخ لګولى شي.
 ادامه لري