د مڼې ګل د مشاعرې خبرتیا
16.06.2010 16:31د مڼې ګل لسمه کلنۍ دودیزه مشاعره د ۱۳۸۹ د غبرګولي په ۲۸ چې د ۲۰۱۰ د جون د ۱۸ نیټې سره برابره ده د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدانښار کې جوړیږي.
وخت: د جمعې ورځ د ۱۳۸۹ د غبرګولي ۲۸ نېټه د سهار ۸ بجې
ځای: د وردګو او میدان د ولایت مرکز میدانښار ولایتي ودانۍ د مجلسونو تالار
تاسو ټولو درنو دوستانو، لیکوالانو، شاعرانو، د ادب مینه والو او د رسنیو مسوولینو ته په درنښت بلنه درکول کیږي چې په خپلو راتللو سره د مڼې ګل لسمې کلنۍ دودیزې مشاعرې ته ښکلا او ویاړ په برخه کړی.
مننه
د مڼې ګل د لسمې دودیزې مشاعرې د جوړیدو کمسیون