د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي اوملت دکلموبازار ګرم دى

عصمت قانع 07.02.2006 03:00
يوه زمانه وه چې اسلام د پېښور په كوڅو كې د شلغمو او ټېپرو په تول خرڅېدلو كه به شوراګانې وې كه به تنظيمونه وو او كه به حزبونه او ائتلافونه وو نو ټول به اسلامي وو.
 د اسلام او اسلامي نوم افغانانوته د ورپېښې لانجې او جاخې د علاج نسخه مجربه وه د هر ائتلاف او هر اتحاد صبغه رنګ او جوله به اسلامي وه.
 ځينې خلكو خو خپل سم دم نومونه چې لږ څه اسلامي صبغه به يې درلوده په بشپړو اسلامي نومونو واړول.
 د پغمان د فقير محمد زوى اودل رسول (عبدالرسول) عبدالرب شو د وردګو شين ګل زمرك ياسر شو د كندهار انجنير غيبانه جندالله شو د بدخشان جمعه دين مسيرالله دانشيار شو، چې له غفورزي سره په باميانو كې د طيارې د سقوط په پېښه كې ووژل شو.
 تنها د پكتيا ځدران ،منګل،طوطاخېل احمدزي او ځاځي وو چې هماغسې ناتراشه پښتانۀ پاتې شول كه څه هم جلال الدين حقاني ته عربانو پېغور وركاوه چې د پكتيا د خلكو نومونه اسلامي رېښه نه لري.
 زموږ د وخت په اسلامي جمعيت كې يو شين سترګى چوتار او چالاكه بدخشى و، چې هره ورځ به يې له عربانو روپۍ اخيستې او د اخوانيت كاڼي به يې په سسينه باندې وهلو، دغه بدخشي يوه ورځ په غنډ مجلس كې خپل ابا او ابۍ وښكنځل ويل يې بر پدر و مادر ما لعنت كه اين نام بالاى ما مانده اى چې نام اس قربان محمد قربان محمدكه ديګر ما حسن البناى اسلامي هستم.
 په سهار يې د مجاهد په جريده كې اعلان خپور كړ، چې نور نو زما نوم حسن البناى اسلامى دى او خلك دې په همدې نامه ماته غږ كوي.
 پر مكتبونو ليسو او ښوونځيو باندې هم اسلامي نومونه كېښودل شول، جبهې غنډونه او كنډكونه خو همداسې اسلامي وو.
 جبهه ابوذر، غنډ خالد بن وليد لښكر اسامه او.....
 دا خو لاڅه كوې تشنابونه، حمامونه، اشپزخانې او سرايونه هم اسلامي شول د برهان الدين رباني په مركزي دفتر كې يوه لويه او غټه اشپز خانه وه، چې خليفه جمال بغلانى يې اشپز و، ددغه اشپز ازبكي پلاووپه نام و.
 پردغه اشپز خانه يې په غټ شنه توش يو عبارت ليكلى و، چې تر اوسه پورې هم زما ياد دى عبارت داسې و:
 اشپز خانه اى اسلامي و جهادي جمعيت اسلامي افغانستان.
 كله چې د ډاكټر نجيب الله رژيم د پرچميانو د ببركي فراكسيون په كودتا كې نسكور شو او مجاهدين قدرت ته ورسېدل نو د اسلامي كلمې هم زور واخيست.
 د كابل په كمريو كې يوه ديګان د خښتو د كرې لپاره اسلامي نوم اېښى و. ده د كابل په پل باغ عمومي كې په يوه لوحه نويس باندې لوحه ليكلې وه، چې دده د خپلې كرې لوحه وه او پرې ليكلي يې و، چې كره اى اسلامي خشت پزي حاجي محمد امين.
 له تورخم څه جلال اباد ته روان وم د جلال اباد د تلاشۍ په چوك كې مې په يوه هوټل كې شپه وكړه، سهار حمام ته ورغلم حمام هم اسلامي شوى و.
 پر سپينه ټوټه يې ليكلي و، چې د ننګرهار اسلامي حمام ته په خير راغلاست. دا خو لاڅه كوې د كابل د ارګ په لومړي نمبر قصر كې د نر زامنو پر تشناب ليكلي وو، چې تشناب اسلامي رياست جمهوري افغانستان.
 په همدې ترتيب د جهاد په كلونو كې د مجاهدينو د ټولو ليكنو نومونه او عنوانونه اسلامي وو.
 يوه ورځ قيام الدين كشاف له موږ سره په يوه ادبي غونډه كې په خورا جدي لهجه غوښتنه وكړه، چې شعر او لنډ داستان هم بايد مسلمان شي، زما يوه ملګري ورته وويل چې په افغانستان كې ګني تر اوسه پورې شعر او لنډ داستان دواړه كافران وو.
 خو كشاف صاحب پر خپل خره سپور و او يرغه يې ځغلاوه. په مطبوعاتو كې اسلامي عنوانو، كليشو او سر ليكونو خورا تود بازار درلود، خواب در اسلام، جوادي در اسلام جوانمردي در اسلام و.........
 حتى يوه ليكوال خو پر خيز زدن در اسلام باندې مضمون ليكلى و او ماته يې څو ځله په ګواښنده لهجه وويل، چې كه مضمون مې سانسور شو بيادې نو خير نشته.
 د كابل نقشبندي صاحب دې خداى راته لري تر سياف صاحب يې ږيره اوږده وه او موږ ته به يې په پاړسي ډوله پښتو ويل زما ريش ګيره نه ده ګير دى.
 نقشبندى صاحب يو مضمون ليكلى و او عنوان يې پري اېښى وو چې زدن زن در اسلام په فرهنګي كمېټه كې زما په څېړ ډېر مجردان وو چې زدن زن در اسلام يې په يو بل مفهوم باندې تعبيرولو ځكه د وږي سترګې خو په دسترخوان كې وي.
 دده د مضمون عنوان بيا د لغان محمد نسيم فقيري اصلاح كړ او په لت و كوب كردن زن در اسلام يې واړاوه.
 زما يوه شعري مجموعه خو په همدې وجه سانسور شوه چې ولې مې اسلامي نوم نه دى پرې اېښى د اسلامي كلمه خو اوس دومره بازار نه لري.
 اما نخرې خو دغسې د ملي كلمې شروع كړې پخوا به مبارزين اسلامي مبارزين وو اوس ورته ملي مبارزين وايي.
 مونږ داسې بدل شوى دى، چې هر څه ملي شوى دى راديو تلويزيون خو هسې هم ملي دى كه څه هم د ملي ژبې پښتو برخه په كې دومره ده لكه مالګه په اوړو كې وي.
 په كابل كې جوماتونه هم ملي شوي دي په شش درك كې يې پر يوه جومات ليكلي دي چې مسجد جامع ملي شش درك.
 د عمرونو دبړه ماران خداى وهلي رسول شرمولي او چاريارو ترټلي ټول ملي شوي دي. په كابل كې كه د يوه وزارت وزير هزاره وي نو د وزارت ټول پرسونل هم ورسره هزاره وي كه په هزاره ګانو كې وزير سيد هزاره وي نو پرسونل يې هم ټول د سيدو هزاره ګانو وي، د كابل كومېډي ادارې پردغسې سكتاريستي قبيلوي او سيمه ايزو ادارو باندې د مشاركت ملي نوم اېښى دى او د مشاركت ملي په ټس كې د هر سمت وزير خپلې ټولې ادارې په هماغه سمت باندې وېشلي دي، خو لا د حقوق اقليت ها او عدالت اجتماعي سورنا له موډه نه ده لوېدلې.
 عبدالحى ورشان نورستاني راته كيسه كوله، چې قره بېګ پنجشيري خپله سره مياشت چې اوس يې نوم په هلال احمر افغاني اوښتى دى ټوله په پنجشېريانو باندې پورمامور كړې وه.
 ده كسيه كوله چې مايو نورستانى چې د شرقي پښتانۀ څېره يې درلوده د كار لپاره ور معرفي كړ، قره بېګ د واره راته وويل چې در تشكيلات نفر شما را بحيث رئيس معرفي ميكنم.
 ورشان كيسه كوله چې ما ورته وويل سواد نه لرې خو قره بېګ په ځواب كې راته وويل، قواره اش به پښتون ميماند در جمع ريس ها از مشاركت ملي نمايندګي خات كرد. په كابل كې اوس پښتانه د المارۍ د شوپيس يعنې د نندارې د توكي په توګه استعمالېږي.
 احقر العباد ځلمى هېواد مل يوه ورځ د كرزي له كابينې دفاع كوله ويل يې چې د خارجه وزارت وزير هم پښتون دى، زما ملګري ورته وويل چې دا خو داسې معنى لري، لكه څوك چې ببرك كارمل د حزب اسلامي د رهبر په توګه وړاندې كړي، خو ده سرنه خلاصاوه.
 د خپل كناراب بوى يې د عطاري د دكان له بوى سره تشبيه كاوه، مزې اوس د همدې سمبوليكو ګوډيانو دي.
 حبيب الله رفيع اوس د كابل په مطبوعاتو كې خپلې رقعې په مطبوعاتو كې د پښتو ژبې د نماينده ګۍ په بيه خرڅوي.
 همدارنګه دده په څېر نور هم.
 زما پښتنو ليكوالو ته توصيه ده چې پښتانه هسې هم خصيان شوي دي له دې شو پيس څه خو دې كار واخلي ځكه ملت او د ملي كلمه اوس ښه تود بازار لري.