د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعصمت قانع وضاحت

عصمت قانع 02.11.2008 21:17

څه موده وړاندې بېنوا ويب پاڼې زما يوه ټوټه شعر، چې څو کاله وړاندې مې ليکلی و زما له اجازې پرته په خپل سر په غلطه او نيمګړې بڼه خپور کړی و.
څرنګه چې همدا ټوټه کلونه وړاندې (د۲۰۰۶ ز کال په لومړيو کې-٤   شنبه   فروري   01, 2006 6:50 pm)په لومړي ځل ټول افغان خپور کړی و؛ نو دګرانو لوستونکيو او مينه والو په غوښتنه يې يوځل بيا په اصلي بڼه دټول افغان پر هنداره درابرسېره کېدو غوښتنه کوم او  بېنوايانو ته هم اجازه ده چې په اصلي بڼه يې خپور کړي.
په دې نظم کې له ماڅخه د ادب،تهذيب او افغاني معاشرت په چوکاټ کې دبغاوت او بې ادبۍ جسارت شوی دی. چې زه يې د درد زګيروی بولم،دصوفي شاعر عبدالرحمان مومند په وينا :
دا دستور دی چې له درده زګيروي خېژي
ګنې څه وو د رحمان له شاعرۍ


--------------------------------------------------------------------------------


اصل غزل چې د ۲۰۰۶ ز کال دفروري پر لومړۍ نېټه په ټول افغان کې خپور شوی په لاندې ډول دی :

عصـمت قانع - پېښور

ږيره ور په پارلمان کې

 

برېتوپه پارلمان کې ږيره ور په پارلمان کې

اخوان هم ورسره دی پرولترپه پارلمان کې(۱)

پياده به اوس غربي ديموکراسي شي په وطن کې

پرتوګ به هم بدل شي په نيکرپه پارلمان کې

ملاجانه پرهمدې دنيادحورو مزې واخله

له ښځوسره ګډ کوه غومبر په پارلمان کې

صحنه دباغ وحش ده خلکوراشئ تماشې ته

ماوليدو زمونږ دکلي خر په پارلمان کې

ټوپک خويې سمبول دی اما توپ هم ورسره دی

راکټ په پارلمان کې دی سکر په پارلمان کې

ترږيره دسياف لاندې به ناڅي سرې او سپينې

فهيم به هم وهي جان واکرپه پارلمان کې

ستم دی که پرچم دی که شوله ده که پياوه ده

راټول دي داساسچ اوهمبرګر په پارلمان کې

درې ښځې به څلورکړي که تعداد يې پوره نه وي

پيسې به لاپيدا کړي قاچاقبرپه پارلمان کې

دننګ اودپښتوګټنه څه له ترې نه غواړې

معاشونه جاسوسان خوري په ډالرپه پارلمان کې

قانون به قانوني په بډه ووهي په ډاګه

محقق به هم مېخ کوب کاندي پرسر په پارلمان کې

زرداد او مسعودنشته نورخو ټول سره راټول دي

لوپردپاټکونولنډه غر په پارلمان کې

دافصل چې کرلی امريکادی ښادبه نه شي

راشنه دي دغنم پرځای جودر په پارلمان کې

 

(1)  دپرولتا ريا دديکتاتورۍ افراطي داعيان


--------------------------------------------------------------------------------

 

دبېنوا ويب پاڼې له خوا پر (دخپریدو نیټه  2008-10-21  م )نېټه خپور شوی شعر :

پارلمان

عصمت قانع


بریتو په پارلمان کی پروډیسرپه پارلمان کې
اخوان هم ورسره دی ږیرور په پارلمان کی
 
پیاده به اوس غربی دیموکراسی کی په وطن کی
پرتوگ به را بدل کړی په نیکر په پارلمان کی
 
تر ږیره د سیاف لاندی به ناست وی سری او سپینی
فهیم به هم وهی جان واکر په پارلمان کی
 
زرداد اومسعود نشته نورخو غونډ پکی راټول دی
لوپر دپاټکونو لنډ غر په پارلمان کی
 
صحنه د باغ وحش ده خلکو راشی تماشی ته
ما ولیدی زمونږدکلی خرپه پارلمان کی
 
چی پوه شوم مداری دا چلاکۍ دی
پخیږی ده جنتر سره منتر په پارلمان کی
 
ستم دی که پر چم دی که شوله ده که پیوه ده
راغونډ دی دا ساسچ او همبر گر په پارلمان کی
 
ملا کا کا پردی دنیا د حورو مزی اخله
دښځو سره گډ کوه غومبر په پارلمان کی
 
دا ښه شو چی قانع لیونی بچ شو په دامینځ کی
کنه دی به هم سپور ووپر ذکر په پارلمان کی