د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم...!

فضل الرحمن عليزی 10.12.2016 10:45

خدای هم نه بدلوی حال د هغه قوم...!
موږ د فولکلور او کلتور په تعريفونه کې تل دا خبرې کړي دي او کوو يي چې فولکلور دیو ملت یا یو قام دحقایقو مجموعه ده، چي موږ ته دیوه قوم یاټولنې دخلکو عقیدې، دودونه، دکورنو جوړولو ډولونه، خواړه، پرېکړې، دژوند نیمګړې او بشپړې لارې چارې روښانه کوي، چي د دوی ټول ماضي، موجوده او راتلونکي ژوند له پاره خورا زیات ارزښتونه پراته دي.
فولکلور موږ ته دیوې ټولنې خوۍ، عادات، دود او دستور ټولنیز ارزښتونه او همدارنګه، د دوی دژوند او کړو وړو په باره کي معلومات راکوي او دهمدې فولکلور په مطالعې سره دخپل ژونده د پر مخ بیولو له پاره یوه مناسبه لاره غوره کولای شوو، تر څو ښه، اسوده او هوسا ژوند تر سره کړوو.
موږ دلته د فولکلور او کلتور په لغوی او اصطلاحي تعريفونو خبرې نه کوو، چې څه شی دی او څه ته وايې؟ ځکه چې په دې باره کې فولکلور پوهانو ډېري خبرې کړې دي، کتابونه يې ليکلي او تأليفات يې اجاد کړي دي او لا هم په لګيا دي د فولکلور پر ارزښت او اهميت باندې کار کوي.
دا چې دنړۍ هر ولس او هره ټولنه ځانګړی فرهنګ او کلتور لري، چي د دوی دعقایدو،کړو وړو، دود او دستور ښکارندويي کوي؛ نو موږ هم د نړۍ له ولسونو څخه يو ولس يو او هغه هم داسي ولس، چې په نړۍ کې د يوه ښه او غني فرهنګ لرونکې يوو، چې تر اوسه يې ډېر اړخونه نا سپړل شوي پاتې دي، چې بايد کار ورباندې وشي او را ټول کړای شي.
په دې کې شک نشته، کومه ټولنه چې وروسته پاتې وي، د تعليم، ښوونې او روزنې کچه يې ټيټه وي، د هغه ملت کلتور او فرهنګ تر نورو هغو ميلتونو چې ښوونه او روزنه پکې اوج ته رسېدلې وي خورا قوي او بډايه وي، هغه ميلتونه چې د وګړو د تعليم کچه يې په نشت حساب وي، هغه بيا په خپلو پخوانيو عقايد، رسمو رواج، دود او دستور ته داسي معتقيد او ټينګ ولاړ وي، چې نور نو ورته هغه د چا خبره خپل رسم ، رواج له پلار او نيکه ګانو څخه پخواني لارې چاري ورته د قران ټکی ښکاريږي او په هيڅ وجه دې ته نه حاضريږي چې له هغوی څخه دي سر غړونه وکړي؛ ولوکه د دې شيانو پالل ورته خورا ګران هم تماميږي، خو دوی حاضر نه دي چې هغه دې پرېږدي او يا دي د هغه رسمو رواج په پرېښودلو سره په خپله ټولنه کې خپل ځای او موقف ته سدمه ورسوي.
د دې رواجونو د پاللو له پاره دوی يوه اصطلاح لري، چې وايې: « له اولسه ووزه، خو له نرخه مه وزه» يعني په هيڅ وجه بايد د ټولنې له رواجونو، دود او دستور څخه سر غړونه ونشي؛ که چېرته د ټولنې له رواج، رسم، دود او دستور څخه ووزي، نور نو هغه بيا په هغې ټولنې کې ځای نه لري او تر مرګه پوري به يې ټولنه پيغوري او تانې( تعنې) ورکوي، چې ګويا، ناروا دي وکړه ته د بخښولو وړ نه يې، د خپل پلار او نيکه لاره دي پرېښوده، چې بايد نه دي واي پرې يښې.
که چيرته دوی په خپله ټولنه کې له حاکم فرهنګ څخه سر غړونه وکړي، نو بيا خلګ ورته د مشورې په ډول وايې، چې فلانيه ! داسي مه کوه ، د خپل پلار او نيکه له را پاتې ميراث څخه سرغړونه مه کوه د خپل پلار او نيکه څخه په را پاتې رواج ودرېږه! د دخپلو خبرو د وزنداره کولو لپاره د پخوانيو خلکو، اصطلاح يا هغه متل، چې وايې: « څه دي کړو، چې پلار او نيکه دي کړو» ورته وايې او څوک نه پرېږدي، چې د خپل پلار او نيکه څخه له را پاتې رسمو رواج څخه سر غړونه وکړي.
خو اوس خبره دلته ده، چې يو خو زمو له پلرونو څخه ځينې داسي شيان را پاتې دي، چې کېدای شي په خپل وخت کې به يې ښه نتېجه لرلې وي، خو اوس يې پالل او ټينګ ورباندې درېدل له وروسته پاتې والې پرته نور هيڅ هم نه دی او نه هم ورته ويلای شو.
دويمه خبره دا چې کلتور او فرهنګ هم د و خت په تېريدو سره د ټولنې د پرمختګ او بدلون سره سم تغير کوي او بايد تغير شي؛ هغه څه چې زموږ په درد خوري را واخيستل شی او څه چې زموږ د د ټولنيزو دردونو دوا نشي کيدای، نو لکه تر وخت تېر دارو او درمل بايد ليري واچول شي، ځکه چې هغه شيان بيا موږ ته د دې پر ځای چې ګټه وټه ورسوي نور هم عوارض او مشکيلات پيدا کوي او پیدا کړې يې هم دي، چې موږ يې ښه مثال زموږ د ټولنې د ښځو او نجنو ولورونه ( مهر) او د واده دود او دستور ورکولای شو.
زموږ ودونه او دوستۍ اوس هم د پخوانې دود او دستور له مخې تر سره کيږي، ولورونه مو هم د پخوا په څېر دي، اوس هم په موږ کې د تربګني او پيغور ورکولو دود او دستور جاري دی او موږ په دې يووشتمې پېړۍ کې، چې دځمکې د تل لاندې او د فضا د تسخير پېړۍ څه چې عملاً موږ وينو چې جهانیان پکې کار کوي، د ورځې ورځې نوي کشفيات کوي او د انسانانو د ژوند د اسودکولو له پاره نوې طرحي وړاندي کوي او ازموی يې، خو موږ لا اوس هم هغه د بابا ادم( ع ) د وخت رواجونه او رسمونه پالو او له هغوی څخه سرغړونه راته د خدای د کتاب څخه د سر غړونې سره معادل ښکاري.
مخکې زموږ د دوستۍ او خپلوۍ خبر وشوه، څه وخت مخکې زه خپلې منطقې ( شلګر ) ته تللی وم، د خپلو دوستانو په کور کې ناست وم، چې د دوستانو له جملې څخه مې يوه خبره وکړه، چې د پلاني او پلاني تر منځ د خپلو لورګانو د تګ پر سره څه جنجال را منځته شوی وو، ور حل مو کړ. د دې کس خبرو ماته پوښتنه را پيداکړه او ورڅخه ومي پوښتل، چې څرنګه د دوو دوستانو ترمنځ د لورانو دتګ په حساب جنجال راپيدا شوی وو او بيا تاسو کليوالو ورحل کړ!؟ دا څرنګه جنجال وو، چې نور خلک پکې کېناستل او د حل لپاره يې هلې ځلې کولې؟؟
دې کس په ځواب کې وويل، چې پلاني او پلاني خو په بدل( بدل، د شلګر او کيدای شي، چې په نور سيمو کې هم وي، د دوستي يو ډول دي، چې لوراني سره بدلې کړي) دوستي کړې وه، د پلاني زوی له مسافري څخه را غلی و، نو له دا بل دوست کوم ته چې يې لور ورکړې وه ، غوښتنه وکړه، چې زوی مې له مسافري را غلي دی دا زما لور د يو څو شپو لپاره را سره پرېږده، چې خپل ورور ووينې او يو څو شپې ورسره وکړي؛ ځکه کېدای شي هغه په يو څو شپو کې بېرته ولاړ شي. هغه دوست يې په ځواب کې ورته ويلې وو، چې زما او ستا دوستي خو د بدل دی، نو داچې ته دي لور درسره بيا يې نو زه مې هم خپله لور هغومره شپې خپل کورته را ولم، څومره شپې چې ستا لور ستا په کور کې کوي او بل داچې تر اوسه خو هغه شپې او ورځې نه دي را رسېدلې، چې ما او تا تعهد کړی وو، چې يو او بل منی به خپلې لورانې د پلار کورونو ته د شپو لپاره پرېږدو، له هغه پرته به مې نه لور را ولم او نه به يې هم خپل کورته بیا يې.
هغه دوست چې د خپل مسافر زوی د ليدلو لپاره يې د خپلې لور د بيولو غوښتنه کوله، وويل، چې سمه ده ما او تا خو وعده سره کړې ده، مګر اوس خو ضرورت دی، خېر ده يو څو شپې دي را سره ولاړه شي، له پنځه شپږ شپو ورسته به يې زه بېرته را ولم او داچې ستا زوی يعنې زما دلور خاوند خو هم کور نشته هغه هم مسافر دی، چې ته يې په نه تللو باندې ټينګار کوې!
هغه په ځواب کې ورته ويلې و، چې ستا لور زما د کور خدمتګاره ده، که زما زوی کور وي او کنه ستا لور به زما د ټول کور خدمت کوي، ځکه د خدای په رضا خو دي نه ده را کړې، ستا لور اوس زما په اختيار کې ده، که ما هر څه ورته ويل هغه بايد پرته له چون او چرا؟ سرته ورسوی او زما لور ستا د کور خدمتګاره ده که يې چېرته ستا خبره ونه منله، بيا چې هر څه سزا ورکوې، وريې کړه.
په دې کې په اصطلاح دواړو دوستانو خبرې سره کته او پورته شوې وې، چې بالاخره د کليوالو په منځګړيتوب په داسي شکل سره دا مشکل حل کړای شو، چې بايد پر پخوانۍ هوکړه يو بل سره ودرېږي.
پورته خبرو ته په کتو سره بايد وويل شي، چې موږ يا هغه څوک چې په راتلونکې کې د خپلې ټولنې رهبري ور په غاړه ده، دې شيانو ته ملتفت شي او سر له اوسه په دې فکر کې شي، چې بايد په خپله ټولنه کې د ناروا او بېځايه راوجونو مخه ونيول شي او په نيولو کې يې هيڅ شرم ونه کړي. راتلونکو نسلونو ته داسي لار او طريقه په مېراث پرېږدي، چې د اسلام د مقدس دين له اصولو سره برابره وي او هم پکې زموږ د ټولنې اوسېدونکې د راحت او هوسايي احساس وکړي.