د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فضل الرحمن عليزی

10.12.2016 10:45    |   فضل الرحمن عليزی خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم...!

موږ د فولکلور او کلتور په تعريفونه کې تل دا خبرې کړي دي او کوو يي چې فولکلور دیو ملت یا یو قام دحقایقو مجموعه ده، چي موږ ته دیوه قوم یاټولنې دخلکو عقیدې، دودونه، دکورنو جوړولو ډولونه، خواړه، پرېکړې، دژوند نیمګړې او بشپړې لارې چارې روښانه کوي، چي د دوی ټول ماضي، موجوده او راتلونکي ژوند له پاره خورا زیات ارزښتونه پراته دي.

07.12.2016 12:57    |   فضل الرحمن عليزی غوا بايد ورکه شي!

له ډېرې مودې را هيسې د افغانانو دا هيله او آرمان دی [خدای دي هغه ورځ را ولي] چې افغانان خودکفا شي، د بل له احتياج څخه خلاص او پر خپلو پښو ودرېږي، ځکه کله چې افغانستان په ځان بسيا او د نور له اجتياج څخه خلاص شي، نو دوی به هر چا ته په ډاګه ځواب ورکړي او هغه د چا پر خبره کږه خوله به يې پر سوک ور سمه کړي. دا هيله د هر نارينه افغان او افغانې په زړه کې شته، خو دا چې کله او څه وخت به پوره شي؟ په دې نو الله تعالی ښه خبر دی.

09.10.2016 12:05    |   فضل الرحمن عليزی د نن او پرون ځوانان

کره کتنه يا په اصطلاح (نقد )د يوه شي ښې او بدې خوا وې معلومول، ځان پرې پوهول او کره کول دي . يا نقد په غور ژوره کتنه ده، چې حقايق را برسېره کوي؛ چې د بشري نړۍ پر مخ د انساني ټولنو معنوي او مادي پرمختګونه او موندنې(کشفيات) ټول د ژورو کتنو او پلټنو په ترڅ کې منځ ته راغلې دی.

04.10.2016 16:24    |   فضل الرحمن عليزی شک او ګمان

د متلونو او اصطلاحاتو په باره کې داسي ويل کيږي، چې د دې خبرو حقيقت په تجربه ثابت دی، يعني دا درنې او په تول تللې ويناوي او متلونه له ډېرو تجربو وروسته عامې شوې او د خلکو په منځ کې يې عموميت پیدا کړی دی.زموږ خلک يا هغه څوک چې همدا متلونه او اصطلاحات کار وي، هغوی خو بيا مطلق په دې عقيده دي، چې د متلونو او اصطلاحاتو په مفهوم او ريښتينوالي کې هيڅ شک او شبهه نشته.

03.10.2016 11:23    |   فضل الرحمن عليزی چې نه مرې لا په واورې!

دا واضح خبره ده، چې د پښتو ژبې په اصطلاحاتواو متلونو کې دومره لوی او پراخ مفهومونه او مطالب ځای شوې دي، چې سړی يې په اورېدولو سره فکر يوسي. تر دې متل پوري چې وايي:” چې نه مرې لا به واورې “ ماته يو څه رايادشو.

02.10.2016 11:35    |   فضل الرحمن عليزی تول او ترازو( لنډه کيسه)

زړې جامې يې په تن وې، زوړ او شلېدلی پټکی يې پر سر ؤ، سولېدلې او څو ځايه پرې چپلکې يې پښو کړې وې، سپرې او چاودلې پښې يې ورڅخه راوتلې وې؛ خو په سترګو کي يې پخوانی عظمت له ورايه ښکارېده او داسي معلومېده، چې ښه د غيرت وخت يې را تېر کړی دی.