د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان پر کوم لور؟

سیدالرحمن عابد 04.12.2016 14:03

وژنې،بریدونه،ورانۍ او بدخبرونه زموږ دګران هېواد دلر او بر روزمره کېسې دي،لغمان هم کله ناکله دناامنیو،بریدونو،تروریستي پېښو او وژنو دخبرونو شاهد وي،امنیت يې ددښمن د ډیر تمرکز سره،سره نسبې ښه دی،ټول اداري واحدونه فعال او دولسوالیو لارې پرانستې دي،دعامه خدمتونو ادارې دخلکو پرمخ خلاصي دي او د مراجعینو سره  دمامورینو په برخورد او چلند کې دپام وړ ښه والی راغلي ،ددولتي مامورینو حاضري دتیر یونیم کال راپدیخو تر کنترول لاندې ده،دچارو څخه نظارت او ارزیابي بل هغه څه دې چې په وروستي یو کال کې يې سارې په دغه ولایت کې بېساري دي.

دښې حکومتدارۍ بنسټونه تقویه شوې،په چارو کې تر ډیره شفافیت رامنځته شوی او انکشافي بهیر خورا چټکتیا موندلې.وروستي یونیم کال کې دیو شمېر بنیادې سترو پروژو لومړۍ سروې ګانې چې شاهي کانال،ګله ګوش او وطن ګټو بندونه پکې شامل دې ترسره شوي،دسراج تاریخي کلا بیارغونه جریان لري،دسل بستریز روغتون په ټپه ولاړ کارونه اویا سلنه بشپړ شوي او په مرکز او ولسوالیوکې دیو شمېر ودانیو ترڅنګ د ۳۲ ښوونځیو داحاطو او رغونې کارونه روان دي.

پراخې دولتي ځمکې دغصب راخلاصې شوي او د ۱۲۰۰۰ زره راستنوشویو کډوالو لپاره دښارګوټي نقشه هم ترتیب شوې چې  مستحقینو ته به پکې ژر دنمرو دویش لړۍ پيل شي،یاده دې وي چې لغمان دهېواد یو له هغو ولایتونوڅخه دی چې تر ټولو لومړۍ پکې د راستنو شویو کډوالو لپاره د شهرک پروژه منظوره او پکې به ټولو ته د هستوګنې دنمرو ویشنه ترسره شی.

ددې ترڅنګ چې د لغمان دپرمختګ په ډګر کې  ستر کارونه جریان لري او دغه بهیر کې کوټلي ګامونه پورته شوي،لس زره کورنیو ته دبرښنا شبکه غځیدلې او نهه زره نورو ته دغځیدو په حال کې ده، ولې ددې ټولو سره سره ولس او میشت خلک له ولایتي ادارې،امنیتي مسؤلینو او ددغه سکتور له اړوند وزارتونو  په کلکه غوښتنه کوي چې ددغه ولایت امنیت ته دې خاصه توجه وکړي او هغه ګواښونه دې لمنځه یوسي چې دعامه نظم دزیانمنیدو،ولسي نارامۍ او دپرمختګ پروړاندې دخنډ جوړیدو لامل ګرځې.

ښکاره ده چې لغمان دپرمختګ پرلور روان دی.خو یو شمېر امنیتي ننګونو يې پرمختیايي انځورکم کم رنګه کړی ،که اړوند وزارتونه ورسره شوي ژمنې عملي کړي،نو ډاډ شته چې تر پوښتنې لاندې وضعیت به يې یو مخ پر مثبت لور بدلون ومومي او لازیات به دهراړخیز پرمختګ لپاره فرصتونه رامنځته شي.

ولس دحکومتدارۍ په ټولو چارو کې راګډ شوی.دمیرمنو ونډه پراخه شوې او څو،څوځله دپراخو غونډو له لارې میرمنو،دښوونځیو ښځېنه  ښوونکو او زده کوونکو  دسولې له روان بهیر دملاتړ،د میرمنو دحقونو دخوندیتوب او ترلاسه کولو او د نظام په ملاتړ غونډې جوړې کړي دي.دپرمختګ پرلور که دشویو ټولو هغو ګامونو چې دولس هېلې يې راژوندۍ کړي یادونه کوم شاید تاسو هم ستړي شي،ددې لپاره چې دلغمان انځور مې درته څه ناڅه ښودلې وي وایم د مسؤلینو دپاملرنې پراساس دغه ولایت ته د مرستندویه ادارو توجه  دومره زیاته شوې چې ان په روان کال کې خو تر ۱۶۰۰۰ زرو زیاتو بېوزلو،یتیمو،زیانمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو ته دنغدې مرستې ترڅنګ دخوراکي او غیر خوراکي توکیو مرستې  ویشل شوې او په دې برخه کې په خورا جدیت کار روان دی.

هغه متل چې  وايي (څو چې رښتیا راځي دروغو به کلي ړنګ کړي وي)ځیني خلک شته دلغمان په اړه خورا بد،منفي او له تخریب ډکه تبلیغ کوي.ددې پرځای چې ولس ته هیله ورکړي،دامنیت ،حکومتدارۍ او انکشاف په برخو کې يې د شویو لاسته راوړنو  خبر کړي،دیو څو مردارو په بدل کې خپل وجدان پلورې او څه يې چې زده وي  تولنیزو رسنیو کې پرې زړه یخوي.دا خلک دلغمان مدافعین نه بلکې ددښمن په ژرنده د اوبو برابرونکي دي،ځکه دوی دالاره دخپلې بقا او  روزۍ ګټنې یوازینۍ وسېله ګڼې،له ځوانانو ،مشرانو،دیني علماؤ او فرد،فرد مسؤلیت دي چې دهېواد په دې حساسو شرایطو کې دنظام ملاتړ وکړي،دهر پرمختیايي بهیر اوګام هر کلی وکړي او ددښمن دشومو کړنو او تبیلغاتو  پر وړاندې لکه سپر ودریږي،چې همدا دټولو دعزت او روان حالت څخه د راوتنې او خلاصون یوازیني لاره ده.