د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیدالرحمن عابد

04.12.2016 12:03    |   سیدالرحمن عابد لغمان پر کوم لور؟

وژنې،بریدونه،ورانۍ او بدخبرونه زموږ دګران هېواد دلر او بر روزمره کېسې دي،لغمان هم کله ناکله دناامنیو،بریدونو،تروریستي پېښو او وژنو دخبرونو شاهد وي،امنیت يې ددښمن د ډیر تمرکز سره،سره نسبې ښه دی،ټول اداري واحدونه فعال او دولسوالیو لارې پرانستې دي،دعامه خدمتونو ادارې دخلکو پرمخ خلاصي دي او د مراجعینو سره دمامورینو په برخورد او چلند کې دپام وړ ښه والی راغلي ،ددولتي مامورینو حاضري دتیر یونیم کال راپدیخو تر کنترول لاندې ده،دچارو څخه نظارت او ارزیابي بل هغه څه دې چې په وروستي یو کال کې يې سارې په دغه ولایت کې بېساري دي.

12.11.2016 20:40    |   سیدالرحمن عابد اسلام او سوله

اسلام دسولې او ورورولۍ دين دی،لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا اوامن څخه اخيستل شوی دی. هر مسلمان چې له بل مسلمان سره مخامخ کيږي ،هغه بايد د خبرو له کولودمخه پرخپل مسلمان ورور سلام واچوي اوهغه ته ووايي چې زماله خوا په امن کې ياست اوسلامتيا دې وي پرتاسوباندې .

05.09.2016 11:54    |   سیدالرحمن عابد لغمان دپرمختګ پرلور

د پرمختګ په ډګر کې وروستي میاشت دلغمان لپاره تر نوروټولو ښه وه، په دغه میاشت کې یوازې د سکتوري ریاستونو په چوکاټ کې دڅه دپاسه سل ملیونه افغانیو په ارزښت په مرکز او ولسوالیو کې ټولګټې پروژې پيل شوي دي، نن د پي ډي سي یا انکشافي میاشتنۍ غونډې پرمهال دلغمان ولایت د اقتصاد رئیس انجنیر محمداغا مبارز وویل: په روانه میاشت کې د تېرې انکشافي غونډې تردې یوازې د سکتوري ریاستونو په چوکاټ کې دڅه دپاسه سل میلونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پيل شوي دي، ده وویل : همداراز په پلان کې ده چې په همدې اونۍ کې د۲۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د فواید عامي ریاست دتعمیر ودانیزې چارې چې ټول تدارکاتي کارونه يې تکمیل شوي دي هم پيل شي.

29.08.2016 09:57    |   سیدالرحمن عابد په سوله او امنیت کې ددیني علماؤ مسؤلیت

دکايناتو په دې لويه نړۍ کې چې انسانان ژوند کوي،دخپل ژوند دبقا لپاره کار لټوي،کار کوي او هر هغه څه چې سرته يې رسوي دپرمختګ په موخه وي ،پرمختګ ته رسيدل په يوه ټولنه کې بې له سولې امکان نه لري ،دنړۍ په هر ګوټ کې قوانين، پلانونه ،کارونه او خلک ددين په بنسټ ولاړوي،زموږ ټولنه يوه اسلامي اوکلتوري ټولنه ده،ټول کارونه ،پلانونه، قوانين، مسووليتونه اونور...پکې داسلام دمبارک دين دلارښوونو په اساس تنظميږي .

16.08.2016 19:42    |   سیدالرحمن عابد دلغمان والي : لس ورځې په کابل کې

د امنیت ،ښې حکومت دارۍ او انکشاف په برخوکې دلغمان ولایتي ادارې وروستۍ لس ورځنۍ هڅې : 
په لغمان ولایت کې د ډاډمن امن دټېنګښت ، دغوره حکومتدارۍ او انکشاف دبنسټونو د تقويې لپاره دسیمه ییزې ادارې هڅه شپه او ورځ جارې دي، دلغمان ولایتي ادارې رهبري هڅه کوي چې تر هرڅه لومړی په دغه ولایت کې د ډاډمن امن دټېنګښت لپآره غوره ګامونه پورته کړي، په همدې موخه ستاسو پآم د سیمه ییزې ادارې مشرتابه وروستیو لس ورځنیو هڅو اوتلاشونو ته را اړوم . د روان کال دسرطان په ۲۵ نېټه لغمان والي عبدالجبار نعیمي دهېواد دجمهور رئیس سره هغه مهال چې ختیځ ته يې سفر درلود، دمیشتې ۲۰۱ سېلاب قول اردو په انګړ کې ځانګړې لیدنه وکړه،په دغه لیدنه کې يې دهېواد جمهور رئیس ته دلغمان دهر اړخیز وضعیت ،پرمختګ،حکومتدارۍ او امنیت برخې په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د خپلو خبرو پر مهال يې ولسمشر ته په لغمان کې د امنیتي وضعیت د بهتروالي او د ادارو د پیاوړتیا په برخو کې یو شمېر اړین وړاندیزونه وړاندې کړل او له ښاغلي جمهور رئیس څخه يې همکاري وغوښته.

30.06.2016 09:56    |   سیدالرحمن عابد دلغمان وروستی انځور

لغمان دپلازمینې په ګاونډختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډیری وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پيدا کوي،په تېره یوه نیمه لسیزه کې هسې چې لازه مه وه ددې ولایت پرمختیايې، ښوونیز،روغتیايي او ټولنیزوبرخوته خاصه پاملرنه نه ده شوې،اوس هم ددې ولایت ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري،ځیني يې احاطوي دیوالونه نه لري اویو شمېر نور يې بیا دسېلاؤنو او سیندونو دتخریب سره مخامخ دي،ددې ولایت میشت اوسیدونکي دخپلو روغتیايي ستونزو دحل لپاره په جلال اباد اوکابل تکیه کوي،د انکشاف په برخه يې په شویو کار ونو هم تر ډیره حساب نه کیږي،دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو،کورنیو او فامیلونه ژوندتریخ کړی دي.

17.06.2016 11:51    |   سیدالرحمن عابد دسولې ديني ارزښت (لومړۍ برخه)

درنومسلمانانو خويندو او وروڼو داچې په ګران هېوادکې دروانو بدبختيو اوناورينونو اوږده لمن چې تقريباً له لسيزو څخه هم اوړي او هره ورځ زموږ ګڼ شمير بې ګناه ماشومان،سپين ږيري، ځوانان اوپه ټوله کې ددې ټولنې مظلوم وګړي په ډيرنا ځوانمردانه ډول را څخه اخلي،نو لازمه ده چې دسولې په ديني ارزښت پوه شو،ترڅوپه ګران هېوادکې شته مشکلاتو ته داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې دحل لارپيداکړو.

12.06.2016 11:15    |   سیدالرحمن عابد سوله داسلام له نظره( دوهمه برخه)

سوله اودسولې کليمه اوسنۍ خبره نده بلکې دبشريت دپيدايښت سره سمه منځته راغلې ده،سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق،اودجنګ جګړو بندول دي)