د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه ډوډۍ په پنځوس افغانۍ

اېمل افغان 08.10.2016 10:09

څوک به ورته ټينګ شي چې د کندز ښار يوځل بيا د جګړه مارو ډلو په مرکز بدل اوپه افغان ولس هرورځ فلمونه په کې د سياسي لوبغاړو له خوا ډکېږي، بې شمېره ګولۍ د هرافغان له غوږ اوپوزې په دې ښارکې تېرېږي، چاودنې خو يوه عادي خبره ده، د افغانستان له دووه ولسمشرانو څخه چې يو يې ښاغلی محمد اشرف غني اوبل ښاغلی عبدالله عبدالله، دواړه په لږګومان ډاکټران هم دي چې يوځل يې کندز ته سر ورښکاره کړی وی اوکندزيانو ته يې ويلي وی ورخطا نه شئ ځکه تاسو ته موږ انشاءالله امن او امنيت راولو اوهغه تاسي پياوړی ولس وی چې موږ ته مو د ټولټاکنو په وخت کې رايه هم راکړې وه اوس به داستونزې پرخپل ځان منۍ چې تاسو ورسره لاس اوګرېوان ياست اوهېڅ څوک هم نه غواړي چې په حقيقي توګه دې د کندز ناوړه جګړه مهارشي اود کندزي ولس وينې بهېدل دې په دې ولايت کې بندشي ترڅووکولای شي يوه ډوډۍ له دې وروسته بېرته په لس افغانۍ واخلي.
په کندزکې چې کومه جګړه روانه ده، خلک يې هم له حکومته غواړي چې دغه ولايت دې نورطالبانو ته تسليم اوپه واک کې ورکړي، ترڅو دوی له دې جګړې او وينو تويولو په امن او امان کې پاتې شي، ځکه نننی حکومت هم نه غواړي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېدي، د جګړه مارو درې، څلور موټرسايکلونه چې هغوی پرې سپاره دي هغه دې ترې د هوا له لارې د الوتکو په وسيله ونيسي اوخلک په ارامه خپل ژوند په دې ولايت کې وکړي.
که چېرته په کندز اوټول هېوادکې د جګړې ختمول اصلي موخه وي فکرکوم دا به دومره ستره جګړه نه وي چې پای ته دې ونه رسېږي دا به ډېره ژرختمه شي که حکومت ورته په خپلو پروګرامونوکې لومړيتوب ورکړي اوله منځه يې يوسي، خو نه چې دا خبره هره ورځ افغان ولس ته په خبري رسنيو اود سټيج په سرکوي چې داجګړه زموږ جګړه نه ده، دا ځکه زموږ جګړه ده چې زموږ په هېوادکې روانه ده، په کارده دغه جګړه له خپل هېواد څخه د تل لپاره ختمه کړو، چاچې دا جګړه پيل کړې بېرته يې پرهغوی وتپو ترڅو موږ ترې په امن او امان کې پاتې شو.
بل دجګړې اصلي عوامل اود هغې پيداکېدل په هېوادکې فکرکوم د دواړو ولسمشرانو نه همغږي ده چې ولس ترې لرې پاتې شوی اودوی په خپل منځ کې په خپلو برخو يعنې پنځوس پنځوس غېږ په غېږ دي، په خپلو برخو نه جوړېږي اوپرې نښتي دي په تېرو دوه کالوکې دې ښاغليوکومه مثبته اود پام لاس ته راوړنه نه درلوده اونه يې لري دا نور درې کاله يې هم داسې فرض کړه، خو په هرصورت تاريخ هغه پټ مېړه نه دی چې د دې وخت نغاره به په دې ښاغليو په سې ښه په لوړ غږ ونه ډنګوي دا به هرو مرو پوښتنه کېږي اووخت يې ضايع شو، چې هره ورځ په ارګ کې جګړه روانه ده، بېرونۍ ښکاره اوپټې معاملې پاتې دي، د دروغو ژمنې دي چې ولس سره کېږي، ځوانانوله دې خلکو مخ ګرځولی، د پرديوهېوادونو په لور سرشوي دا هغه ستونزې دي چې نن يې له ماڅخه نيولې ټول ولس يې پړه په همدې دوه ښاغليو اچوي اوترې غواړي چې لومړی جګړه ختمه اوبيا خلکوته کارپيدا کړي، په ټول هېوادکې له بې کارۍ غلاوې، سړي تښتونې اونورفسادونه دومره زيات شوي چې ټول ولس په وېره کې دی، نن به له يوې پېښې سره مخ کېږو اوسبا به راباندې څه کېږي، خو دا ټول هغه مشکلات دي چې دې خلکو په هېوادکې د کمزوري مديريت په نتيجه کې رامنځ ته کړي.
راځو بېرته خپلې اصلي خبرې ته چې په کندزکې يوه ډوډۍ په پنځوس افغانۍ ده دا ډوډۍ به هغه وخت بېرته لس افغانيو ته راغورځېږي، چې کله دې ولسمشرانو په رښتينې توګه يوبل ته د اصلي کارکولو اود برکسل په کنفرانس د عمل کولو ژمنه وکړه، بيا به دلته سوله او ډوډۍ خپل ځای نيسي اوکه چېرته دوی له دې وروسته په خپل منځ کې جوړنه شي فکر نه کوم چې دلته به خلک په ارامه شي ځکه نن سبا تقريفاً د هېواد په ټولو ولايتونوکې د جګړې اور بل دی، ډوډۍ په لوړېدو ده او ولس په کې د همدې دوه ښاغليو له لاسه سوزي.
موږ د نننۍ جګړې مسؤليت ځکه د همدې دواړو پرغاړه اچو، چې دوی د ملت رايې خپلې کړي اود ملت حق اوحقوق نن ټول له همدوی سره دي، دوی دې مهرباني وکړي يوساعت دې د افغانستان په ولاياتوکې تېرکړي بيا به موږ ورسره دا خبره په سپين ميدان ومنو او وبه وايو چې رښتياهم دا دواړه ولسمشران دي اوغواړي هېواد اباد اوګلزارکړي، که داسې نه وي فکر کوم دې خلکوخپل عمرهم ضايع کړ اوملت يې هم د اورپه تبۍ کښېنولو.