د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارګ مېشتي دې ولولي

اېمل افغان 17.12.2016 14:52

څرنګه چې په دې ځای کې د ليکنې له سرليک څخه په ډاګه کېږي په افغانستان کې د تل لپاره قوانين لوړپوړو چارواکو بيا په ځانګړې توګه ارګ مېشتو ترپښولاندې کړي چې ښکاره بېلګې يې موږ له څلوېښت کلنې جګړې او واکمنۍ څخه راپه دې خوا که هغه هرګوند وه تر ننني حکومت پورې هره ورځ په سترګو وينوچې په نړيواله کچه جنايتونه په کې روان دي په دغه تېره يوه اونۍ کې درې د نه بخښلوپېښې د همدې خلکوله خواتکرار شوې چې لومړی جنايت يې د لومړي معاون له خوا په داسې يوه اسلامي اوبيا په افغاني ټولنه کې ترسره شوچې د نه هېرېدو دی په دې کارسره يوځل بيا ملت له خپل حکومت څخه مخ وګرځولو اوترڅنګ يې د طالب په نوم مخالف حکومت ته هم د دې زمينه برابره کړه چې د افغان حکومت په دننه کې لومړي معاون اونور لوړ پوړي چارواکي داسې جنايتونه ترسره کوي چې په حقيقت کې دا د حکومت په کمزوري مديريت نن دلالت کوي نوراځۍ چې مخ ترې وګرځوځکه دابه فکرکوم لومړی جنايت نه وي د دې سړي چې لاس يې پرې پورې کړی چې په نتيجه کې ټول افغان ولس اونړيوال ترپوښتنې اوخندا لاندې راوستل.
بل که زموږ ننني سياسي کارپوهان په سياست پوهېدای نوداسې بې سواده اشخاص يې بايد په دومره لوړو چوکيو نه وای ګومارلي چې نن بېرته خپله ولسمشرته سردرد جوړوي ځکه د دې سړي جنايت تمام ملت ته په دې شل کالوکې معلوم شوی چې د ډاکټرنجيب الله احمدزي غوندي يوپياوړی اود پاکستان سرسخت مېړه په څېرحکومت د همدې سړي له خوا په لومړي سرکې رانسکورشو چې د مزارشريف اويوڅه نورښارونه يې د حکومت مخالفينوته تسليم کړل اوحکومت يې چپه کړچې له هغه وروسته په افغانستان کې د بې ځايه وينو تويولو بهيرد همدې لړۍ پيلامه شوه، چې ملت يې نن محاکمه کول غواړي.
دوهم لوی جنايتکاراوجنګي مجرم چې نن افغان حکومت ته د انګلستان د حکومت له خوا تسليم شو اود هغه په تسليمېدو يې ملت ترپوښتنې لاندې راوستی اوملت ته هم د دې اندېښنه پيدا شوې چې ښاغلی قومندان زرداد فريادي دکابل جلال آباد په لويه لار د ځان لپاره حکومت جوړ اوپاټک يې اچولی وه چې د لويو لارو له مسافرو اوموټروانانوڅخه به يې په شين ظلم پيسې اخيستې چې په دې پاټک کې داسې خلک هم ده له ځان سره يوځای کړي وه، چې د سپيانوپه نامه مشهور وه اوچابه چې په هغه دښته اوپاټک کې د دوی له ځانګړوقوانينوڅخه سرغړونه کوله نوپه هماغه سپي به يې خلک داړل چې ډېرخلک د ده له لاسه وژل شوي اوځورول شوي، داهغه زرداد فريادي دی چې يوځل بيا هېواد ته د څو لنډغروپه چکچکو اوبدرګه کولوسره راوستل شو له ده سره اود ده په څېرله نورو ډېروجنګسالارانوسره بايد نننی حکومت حساب اوکتاب وکړي اوپه علني توګه داسې څېرې چې حکومت پرې بدنامه کېږي محاکمه شي ترڅو د نوروجنګسالارانولپاره د عبرت يوه لاروګرځي اونه څوک جګړې اوجنګسالارۍ ته له دې وروسته زړه ښه کړي.
بله د نه بخښلو اود ولسمشرمحمد اشرف غني اوعبدالله عبدالله په قانوني حکومت کې د ننګرهارهغه ناوړه پېښه دلته ولس په کلکو ټکوغندي اود دې پېښې د عاملينو محاکمه کول غواړي چې يوه خور د بلې په بدل کې په يوه شپه کې په نکاح کېږي اوهغه هم له پلټنو وروسته عدلي طب ثابته کړې چې په دې خوېندوکې کومه ګناه نه وه، بلکې د ګل کريم پياوړي سرګروپان په دې قضيه کې ښکېل دي او د هغه په مټ يې په دې ناوړه کارلاس پورې کړی چې بايد پلټنه يې وشي اود قانون منګولو ته دغه کسان وسپارل شي ترڅو ملت هم په دې پوه شي چې دغه قوانين د ځورواکو لپاره هم جوړ شوي دي نه چې يوازې د کمزورو خلکولپاره په دې خاوره کې پلي کېږي.
اوس دلته له ارګ مېشتوڅخه پوښتنه لرو، چې هغه د تحول اوتداوم ټيم څه شوچې په هره غونډه کې به يې د قانون د عملي کولوچيغې وهلې که حقيقت څخه لرې لاړنه شو له ده څخه هغه ټيم جوړشو چې خپل قانون يې په افغانستان کې په يوه عادي سړي هم عملي نه شوکړای.
دوهم د دې په خلاف به بيا هلته اوسني اجرائيه رئيس ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله په ښه لوړ آواز د خپل ځان د کاميابۍ لپاره نارې وهلي چې زموږکاري ټيم اصلاحات اوهمګاريي غواړي اوموږ هيله لرو په دې لاره لاړشواوخلکوته په خپله خاوره کې خدمت وکړو، څه شول هغه د دروغو شعارونه لکه چې دوی د خپل کمپاين په وخت کې د خپلو رايو د راټولولو اود ملت د غولولولپاره وهل او اوس په ارګ کې غلي ناست دي اوله پورته دريو واړو کرکجنواوناوړه پېښوڅخه چې د دوي په وس هم پوره دي يوه يې هم عملي کولای نه شي نوملت به له داسې دوه سري حکومت څخه څه هيله وکړي اوکوم بريالی سياست به د دوی يادکړي.
بياهم افغان ملت د قوانينوعملي کول غواړي، د جنايتکارانوپه عملي توګه محاکمه کول غواړي، خپل ملت پياوړی کول غواړي، لوړپوړي چارواکي چې افغان حکومت ته په داسې ناوړه شرايطوکې خنډ جوړوي اود پردي ملک د غلامۍ زنځيرونه يې د يودوه افغانيوپه وړاندې په غاړه کې اچولي له چوکۍ لرې کول غواړي، دا ملت هم نور له دې دوه ولسمشرانوڅخه خپل حق اوحقوق غواړي، که ولسمشران له دې وروسته غواړي، چې په راتلونکي تاريخ کې خپل نومونه په ښه شان سره ثبت کړي په کارده ملت نور ژوبل نه کړي، هغه په وينورنګ نه کړي ځکه داملت ابادۍ اويوې مړۍ ډوډۍ ته وږی ناست دی.
د آبادۍ له پلوه د ښاغلي اشرف غني په يوې ترخې ويناسره چې د پاکستان په خلاف يې په تېرکنفرانس کې کړې وه د خپل ملت پوره پوره زړونه يې لاس ته راوړل دومره داملت له جنايتونو اوجګړه مارانو ستړی شوی دی اوغواړي نورپه امن اوسوله کې ژوند وکړي.