د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جګړه

اېمل افغان 08.08.2016 12:07

د جمهوررئيس سردار محمد داؤدخان د حکومت له ړنګېدو را په دېخوا که په دې هېوادکې په تېرو سیاسي نظامونو اوبیا د هغه نظام په لوبغاړو، چې هغه زموږ ولس ته لکه د لمرپه څېرڅرګند دي رڼا واچو، په هغه وخت کې نظامونوپه ډېرلنډ اوتنګ وخت کې ادلون اوبدلونوموندلو، چې ښکاره بېلګې یې موږ د نورمحمدترکي، حفيظ الله امین، ببرک کارمل او وروسته دورې یادولی شو، هغوی هم په دومره کم وخت کې د بهرنيانو په لمسون لومړی په ملت اوبیا په خپلوځانونو له ډېروحشت خولې ولګولې، چې څنګه په افغانستان کې خپل واک ته ځان ورسوي اوڅرنګه بیا دغه واک په دې ولس پلی اویوه عملي بڼه ورکړي، تردې چې په ځوانانو اوښځو دا دورې دومره تنګې شوې، چې ژوندۍ ښځې اوتنکي ځوانان په دې دوروکې ترنن پورې خاورو لاندې ورک دي، مېرمنې، اولادونه یې تراوسه د خپلو پلرونو اومېړونو په هیله شپې او ورځې تېروي، چې وارثان به موژوندي وي اوموږ به یوځل بیا له هغوی څخه د مینې لاسونه را تاوو، هغه به پاک خدای ته معلومه وي، چې دغه ځوانان به په کومه کنده کې د چاه له لاسه هلته پراته وي او دځينوخو د ښاغلي ولسمشرحامدکرزي په واکمنۍ کې غایبانه جنازې اوفاتحې دکابل په جامعې جوماتونوکې واخیستل اود هغوی روح ته دعاوې وشوې، حال دا چې مړو شتون نه درلود، چې موږ د چا د جنازې لمونځ ادا کړو اود هغه په نوم خپل خدای ته لاسونه پورته اویوه د خیردعا د دې مړي په حق کې وغواړو.
دا ټولې هغه بدبختۍ، ناخوالې، د پېغلوچیغې، د هغوۍ بې عزته کېدل اود تنکیو ځوانانو وژل وچې زموږ سیاسي څېرو په هغه دوره اووخت کې په افغانستان کې د نورو په اشاره په نراوښځو د خپل واک د رسېدو اويا په واک کې د پاتې کېدو اود شخصي او دولتي جایدادنو د لوټ کولو په موخه په دې ولس عملي کړې خپل ځانونه، کورنۍ اوخپلوان یې لوړو پوړیو اوخپلو موخو ته د مظلومانوپه وینو ورسول.
ورک دې وي داسې ناوړه سیاستونه، ناوړه څېرې اوناوړه پلانونه، چې دې خلکو اوږه ورکړې، ولس ترپزې راغلی چې څه وکړي؟ څنګه له دې وحشت، چاودنو اود بهرنيو له ښکاره لاسوهنوځان اوهېواد وژغوري، ځکه دا هماغه بهرني سياستونه اوډلې دي، چې يووخت يې د روسانوپه ضد جنګولو امکانات يې راکول اونن يې راته دوه څلوېښت ملکونه ټول په افغانستان کې تش د اسلام دګټلو په نامه دښمنان ګرځولي چې په سرکې امريکايان اوبيا د هغوی ترلاس لاندې هېوادونه راته ښيي اووايي په دې خلکوجهاد رواه دی اوباید ووژل شي اوله افغانستان څخه و اېستل شي، حال دا چې له هرې چاودنې سره په لسګونو افغانان مري، نوراقتصادي اوفرهنګي زيانونه خوپه خپل ځای پرېږده د هغوخوڅوک حساب نه کوي.
زه وايم راځۍ چې دا جهاد، جنت، چاودنې اودوزخ نور پرېږدو بېل اوګولنګ راواخلو خپل هېواد د ابادۍ اوتعليم له اړخه ابادکړو، جنت ځان ته په همدې هېواد کې جوړکړو. بس دی ډېرجهاد مووکړ، ډېرې مورګانې مو بورې کړې، د نورې نړۍ په مسلمانانوهم جهاد فرض دی که يوازې په افغان ولس فرض دی زه ځان ته ډوډۍ نه لرم جهاد به څه کړم، دنفقي پيدا کول او د خپل اولاد راټولول او د ملک پرمختګ هم فرض دي. که په خپلو اولادونو اسلامي تعليم وکړو اوهغه په سالمه توګه و روزو فکرکوم له دې به بل غټ جهاد نه وي. اوکه څوک يې راسره نه مني نومهرباني دې وکړي لومړی دې دی مخکې شي جهاد ته ورپسې به موږ اوبيا دې خپل زوی د هندوستان، امريکا، انګلستان اونورو عصري پوهنتونونوڅخه افغانستان ته د زده کړې لپاره راولي بيابه موږ دا ټول ورسره ومنو زه وايم چې دا به افغانيت نه وي دابه يوه غلامي وي چې دوی خپل ملک نور نه ابادوي اوجګړې ته د پای ټکی نه ږدي، ارګ مېشتي په ارګ کې ناست دي شاوخوا يې خپل باداران راغونډ کړي، خو د افغانستان له سياسي وضعيت نه خبرنه دي چې د کابل په لس کيلومترۍ کې څه نه تکراررېږي، د افغانستان په ټولو ولايتونوکې جګړه روانه ده، د دې جګړې د مهار کولو لپاره ضرور دی چې له ولسونوسره مشوره وشي، د هغوی مرګ ژوبله خوندي شي، له هغوی څخه مرسته وغوښتل شي ولې دوی نور هم کوښښ کوي چې د بهرنيانو په مشوره دغه ولس نورهم وځپي خو په هرصورت واک بايد داسې کسانو ته په لاس کې ورکړل شي چې هغه واقعاً دکارخلک وي په ښځو حکومت نه کېږي، زه د ښځو د کارکولوکوم مخالفت نه کوم.
د جګړې لمن راټولول په کار دي او د دايمي سولې راوستل ضرور دي که په دې شکل دا حکومت او ارګ مېشتي ويده وي فکرکوم افغان ولس به نورهم له ستونزو سره لاس اوګريوان شي، ځکه کوم ځوانان چې په دې خاوره کې ژوند کوي هغوی به هم دې ته اړشي چې خپل هېواد پرېږدي او د نورو پرديو ملکونو په لورمخه کړي.
افغان ولس د امنيتي ستونزو د را پيدا کېدوسخت مخالف دی اوله ټولوسياسي څېرو په ځانګړې توګه له ولسمشراو اجرائيه رئيس څخه په کلکه غواړي، چې دلته نور بې ځایه وينه توې نه شي، د ټوپک ځای قلم ته وسپارل شي، هغه ډلې اوټپلې چې د هېواد په تاوان دي له سياست اوچوکۍ څخه لرې اوپه کورکېنول شي، ځای اوقلم يې هغه چاته وسپارل شي چې هغه په واقعیت کې د دې خاورې اصلي بچی اوپه کارپوه وي ترڅو وکولای شو هغه نیمګړتياوې اوستونزې چې په ننني حکومت کې موجودې دي هغه ډکې او داسې څېرو ته واک ورکړوچې هغه په واقعيت کې له ځان سره په سلګونو نور ځوانان اوکورنۍ راماتې کړي او تل د هغوی په خوله کې د سولې نوم وي نه چې لکه نننی حکومت چې موږ يې ګورو اکثره ماشومان يې د وېش له مخې په حکومتي لوړو پوستونو ګومارلي لکه وياندويان چې سهار يوه خبره کوي اوغرمه بله، په ماشومانوحکومت نه کېږي اونه د ماشوم په خوله څوک پيازخوري.

((يوڅو په وينو سره لوګري ګرځي په ګلبڼ کې
د حسن څانګې ماتې دي ګلونه په ژړا دي
د ژوند سرور مې ولوټه بدرنګو هوښيارانو
د رنګ ميکدې ړنګې دي جامونه په ژړا دي))