د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان حکومت د سولې معکوس فورمول

نظرمحمد مطمئن 19.06.2016 13:12

د امریکا دفاع وزات ومنله چې د امریکا او ناټو پوځیانو په شتون کې د افغانستان امنیت تر پخوا خراب او د طالبانو د وخت له امنیت څخه د دوی د سروې له مخې تر ۴۰ سلنه زیات افغانان خوښ دي.

په نورو هیوادونو کې هره پروسه خپل تکمیلي دوران او وخت لري، زموږ په هیواد کې د حکومت مشران پریکړي او تګلاري په خپله خوښه ټاکي.

زه یو مثال وړاندي کوم، د سولې اوسنۍ د افغان حکومت تګلاره لاندي  فکرې ته ورته والی لري.

لومړی درمل خریداري کوي، بیا له هغه وروسته ډاکټر پیدا کوي، کله چې ډاکټر پیداشو بیا نو د روغتون جوړولو له پاره بودجه پیداکوي او روغتون جوړوي، کله چې روغتون جوړ شو، له هغه وروسته کلی ورته جوړوي، هلته د خلکو د میشت کیدو له پاره کمپاین کوي، کله چې کلی جوړ شي بیا نو مریضان پیداکیږي او ډاکټر به يې تداوي کوي!

مخکې له دي چې سولې ته د رسیدو په لاره غور وشي، ګډ حکومت تر هرڅه لومړي د خلکو په دسترخوان کې ډوډۍ ور پیداکوي، اقتصاد سموي، اقتصادي پروژې مخکې وړي.

په دویم قدم کې بیا امنیت د زور او جګړې د لارې راولي، هغه چې امریکا او ناټو يې په راوستلو کې عاجز پاتې شوو او حکومت په دي هم فکر نه کوي نه هم څیړنه کوي چې اصل کې د نا امنۍ عوامل څه دي؟ چې د جګړي عوامل باید له منځه یوړل شي.

درېیم قدم کې نو حکومت بیا سولې ته ترجیح ورکوي، کله چې اقتصاد سم شي، امنیت راشي، نو سوله په اتومات ډول سره هیواد کې راځي.

پداسي حال کې چې د نړۍ نور مفکرین او د ملتونو او هیوادونو مشران بیا تر هر څه لومړی ترجیح سولې او امن ته ورکوي، کله چې د قومونو او ملتونو ترمنځ اتحاد او روغه وشي، بیا نو په دویم قدم کې د امنیت راوستلو لپاره هڅي کوي، تر څو وګړي ځانونه په امن کې احساس کړي، کله چې خلکو  د امنیت احساس وکړ، بیا نو په اتومات ډول هلته سوداګر  سوداګري ته زړه ښه کوي، او چارواکي هم د لویو او اړینو اقتصادي پروژو له پاره پلانونه مخکې وړي.

کاش چې څیړنیز مرکزونه مو درلودلای، او د خپلو پوهانو نظریاتو ته مو غوږ نیولای. زه یوه وړه یادونه دلته کوم، د چابهار تجارتي بندر پرانستل شو، هلته د افغان تجارانو مالونه ورسېدل، مګر کمپیوټري سیسټم لاهم موجود نه دی، او افغان تجاران له دي حالت څخه کړيږي، د هغو تجارانو مالونه چې چابهار بندر ته په لاره دي، هغوی هم له ستونزو سره مخ دي، او نورو مالونو ته د سیسټم د نه فعالیت له امله د ورتګ اجازه هم نه ورکول کیږي، په لوی لاس بیا هم افغان تجاران پاکستان ته محتاجه کیږی، ښه به وای چې افغان حکومت تر هرڅه ډیره زیاته توجه سولې ته کړي وای، کله چې امن او سوله راشي بیا به چابهار او کراچۍ  دواړه بندرونه زموږ په چوپړ کي وای، کله چې سوله او امن راشي بیا اقتصادي پروژې له خنډ سره نه وي مخ، زه په شمال کې د حلقوي سړک یادونه هم اړینه بولم، هغه چې د ټولګټو وزارت ولسي جرګې ته په خپله لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې همدا لویه او ستره پروژه به په څو اونیو کې پېل کړي، خو د ایران هیواد د لاسوهني له کبله نږدې یو نیم کال کې همهغه پروژه همداسي په نیمګړي حالت کې پاتي ده، او لا هم نه ده پېل شوي.

اړینه ګڼم چې د اسلامي حزب سره د نږدې څلور میاشتو د سولې مذاکراتو یادونه وکړم، ولي د حکومت له خوا جواب سوړ دی؟ کومه ستونزه ده چې لا هم تر اوسه پاتې ده، یواځنۍ ستونزه داده چې د سولې له پاره ژمنتیا نشته او په جګړه ټینګار کیږي.

راځئ په ګډه په هیواد کې د سولې او امنیت له پاره کار وکړو، که دلته امن وي بیا مو ځوانان او ځوان استعدادونه بهر ته تېښته نه کوي، بیا په تورخم باندي پاکستان تاړاک نه کوي، بیا افغان هویت ته څوک په سپکه سترګه نه ګوري.

او که د پردیو په اشاره او فشار، د پردیو د ګټو لپاره د سولې پرځای په جګړه اصرار کیږي، کله چې په نږدې ۴۰ کلونو کې جګړې نتیجه ورنه کړه، په راتلونکي وخت کې هم جګړه ګټونکي نه لري، یواځي قربانیان به پکې افغان ځوانان وي.

د امن او زرغون افغانستان په هیله