د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وینا او آزادي

ویښ افغان 18.02.2016 13:15

کله چې په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شو نو په هیواد کې د دیموکراسۍ او د وینا د آزادۍ لاره هم پرانیستل شوه. دا دی دا ځل اوس په افغانستان کې د وینا آزادي شپاړلس کلنه مخینه لري، او دا آزادي د افغانستان د مدني ټولنې او د نړیوالې ټولنې د بې سارې مرستو او هلو ځلو له امله ترلاسه شوې ده. چې بې له شکه په افغانستان کې د وینا، او د رسنیو آزادي د تیرو لسو کلونو ستره لاسته راوړنه بلل کیږي. درنو لوستونکو د مقالې په دې برخه کې غواړم د وینا د آزادۍ یو لنډ تعریف وړاندې کړم له هغه وروسته به د نړۍ او افغانستان په اوسنيو قوانینو کې د وینا د آزادۍ اهمیت او صراحت وګورو.
د وینا آزادي په بشري حقونو کې یو د پام وړ ارزښت بلل کیږي او همداراز دا ښکارنده د هغو آزادیو له ډلې څخه یوه ده چې د دموکراسۍ او انساني کرامت بنسټ جوړوي او د وینا د آزادۍ لړۍ له هغې سرچینه اخلي. له دې امله د دغه حق د ساتلو او اجرا لپاره د اړوندو قوانینو وضع کول لازم دي. له دې مخې د وینا آزادي یواځې په هغو حکومتونو کې تامین کیداي شي چې خلک پر خلکو حکومت وکړي. که چیرې د یوې ټولنې وګړي پرې یو موضوع پریکړه نیسي نو لازمه ده چې د دغې موضوع په اړه د ټولنې له ټولو غړو نظر او رایه ترلاسه کړي. په داشان حکومتونو کې خلک په آزادانه توګه خپل نظرونه څرګندوي، پر دولت نیوکې کوي او دولتونه ځواب ویلو ته اړباسي.
د وینا د آزادۍ د پیژندو په موخه اړتیا ده چې د دې آزادي څرنګوالی او ځانګړنه له نورو آزادیو سره پرتله شي. له دې امله غواړم په دې ځاي کې په عمومي توګه د آزادۍ یو تعریف نقل کړم. ( عمومي آزادي هغه حالت او حقوقي اوضاع ته وايي چې په قوانینو کې وړاند وینه شوي وي او د هغې له مخې هر فرد، پرته له اجبار څخه، په ټولنه کې د ژوند کولو او فعالیت حق ولري. چې دا حق افرادو ته د قانون د حاکمیت په پایله کې ورکول کیږي. روزنه، پوهنه، فکري او سیاسي آزادي، او د وینا آزادي په یوه لیکه کې رازي. لکه څنګه چې پوهیږۍ د وینا آزادي د هرې دیموکراتیکې ټولنې اساسي معیار دی چې له دې آزادۍ څخه سرغړونه د نورو بشري حقونو تر پښو لاندې کیدو لاره اواروي. له دې امله دا آزادي، د بشري حقونو په نړیوالې اعلامېې او د دیموکراتیکو هیوادونو په اساسي قوانینو کې ځاي کیږي. د یادونې وړ ده چې د وینا د آزادۍ پر حد او اندازه هم یوه ټولیزه هوکړه موجوده ده. بې له شکه چې مطلقه او بې له قید او شرطه آزادي په هیڅ ټولنه کې نشته؛ سربیره پر دې چې د داشان آزادۍ زغمل نا ممکن دي. د وینا آزادي په خپل زات کې بې له قید او شرطه نده. په دې اړه هم د افغانستان اساسي قانون او هم د بشري حقونو نړیوالې اعلامېې یولړ حدود ټاکلي دي.
د مثال په توګه: داسې خبرې چې اشخاصو ته زیان ورسوي لکه ( تور لګول، اوافترا) او یا داسې ویناوې چې د عامه نظم د ګډوډیدو لامل شي جرم بلل کیږي نه د وینا آزادي. همداراز ځیني اخلاقي مسایل او قضيي شته چې د یوشمیر هیوادونو په قوانینو کې ورته د وینا او اظهار حق ورکول شوی دی خو په یوشمیر نورو هیوادونو کې هغه جرم او یا غیر اخلاقي عمل بلل کیږي. همداراز یوشمیر کارپوهان د وینا له آزادۍ څخه د دفاع په موخه داسې استدلال کوي چې د وینا د آزادۍ محدودول دا خطر رامنځته کوي چې د سانسور په لور ولاړ شو چې زما په نظر که چیرې د وینا آزادي د یوه دیموکراتیک هیواد د وضع شویو قوانینو او د خلکو د عقایدو ته د احترام په پام کې نیولو سره عملي شي نو د وینا آزادي د بشري حقونو په ښه توګه د پلي کیدو لاره اوارولی شي. همداراز د وینا آزادي له بنسټیزو آزادیو څخه شمیرل کیږي اود اطلاعاتو آزادي هم د هغې پر بنسټ رامنځته کیږي.
د وینا آزادي د بشري حقونو د نړیوال قانون په نولسم بند کې، د اروپا کنګرې دبشري حقونو په لسمې مقالې کې، او د امریکا متحده ایالاتونو د کنګرې په څوارلسمه ماده کې ذکر شوی ده.
په عمومي توکه د وینا آزادي په ۱۷۸۹ کال کې د فرانسې له ستر انقلاب وروسته د بشري حقونو په نړیوالې اعلامېې کې ونغښتل شوه. له هغه مهال تر اوسه هڅه شوې چې د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هیوادونو په حکومتونو کې دیموکراسي او د وینا آزادي بنستیزه شي.
د وینا دآزادۍ تر ټولو مهم اسناد په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د مدني او سیاسي نړیوال کنوانسیون نولسمه ماده ده.
له هغې ډلې د بشري حقونو نړیوالې اعلامېې د ۲۹ مادې په (ب) بند کې داسې راغلي: " هر څوک د خپلو آزادیو او حقونو څخه په ګټې اخیستو کې، یواځې د هغو محدودیتونو تابع دي چې په یوې دیموکراتیکې ټولنه کې د آزاديو او حقونو د پیژندنې، د شرایطو او عامه سو کالۍ په موخه د قانون لخوا وضوع شوی وي."
له هغه وروسته د وینا د آزادۍ د بنسټیزه کیدو په موخه یوشمیر نورې غونډې هم جوړې شوې چې تر ټولو مهم یې په ۱۸۹۳ کال کې په شیکاګو د مطبوعاتو نړیواله کنګره، په ۱۸۹۴ کې د آزادې او د خبرونو د پیدا کولو او خپرولو په اړه په بلژیک کې جوړه شوې غونډه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ میلادي کال د خپور شوي منشور په لومړۍ ماده کې بشري حقونه او اساسي آزادۍ د جنس، ژبې، نژاد، مذهب او نورو توپیرونو پرته د هر انسان حق بلل شوی دی.
همداراز د اروپا د بشري حقونوکنوانسیون په ۱۹۵۰ میلادي کال کې په خپلې لسمې ماده کې داسې لیکلي دي( هر څوک د وینا د آزادۍ حق لري....) همداراز د اروپا د وزیرانو د شورا کمیټې په ۱۹۸۲ کال کې ، دوینا د آزادۍ د اعلامې په دوهمه ماده کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.
د دې ترڅنګ نور نړیوال قوانین او یوشمیر کنوانسیونونه شته چې د وینا د آزادۍ په اړه صادر شوي دي. د وینا د آزادۍ لپاره د انسان د پیدا کیدو له نیټې څخه هڅې شوي دي او دا هڅې اوس هم روانې دي. دا چې افغانستان د دې خاورینې کرې یوه برخه ده نړیوالې ټولنې افغانستان ته په راتګ سره هڅه کړې چې حکومتونه وهڅوي ترڅو په دې هیواد کې هم د وینا آزادي په بشپړه توګه عملي شي. لکه څنګه چې په تیرو لسو کلونو کې د وینا آزادي د افغانستان په بیلابیلو تصویب او نافظ شویو قوانینو کې نښتل شوې ده. له هغې جملې د افغانستان په اساسي قانون کې هم ورته روښانه اشاره شوې.
د افغانستان د اساسي قانون په ۳۴ ماده کې په صراحت سره د وینا د آزادۍ په اړه حکم شوی دی: " د وینا آزادي له تعرضه مصونه ده. هر افغان حق لري خپل فکر د وینا، لیکنې، تصویر او یا نورو وسایلو له لارې په دې قانون کې د مندرجو احکامو په پام کې نیولو سره اظهار کړي."
د دې قانون په بل بند کې، د مطبوعاتو د آزادۍ او د سانسور د غیر قانوني والي خبره شوې ده. " هر افغان حق لري د قانون د احکامو مطابق، دولتي چارواکو ته د خپلو مطالبو له مخکې ښودو پرته چاپ او خپاره کړي."
لکه څنګه چې لیدل کیږي د قانون په دې ماده کې د څو ډول آزادیو یادونه شوې ده چې د هغې له لارې انسان کولی شي خپل فکر، نظر او باطني افکار نورو انسانانو ته ولیږدوي. نو هر افغان کولی شي خپل نظرونه په روښانه توګه اظهار کړي.
د اساسي قانون له دې مادې پرته څو نورې مادې هم شته چې د بیلابیلو آزادیو په اړه راغلي دي.
شپاړلسمه ماده: " د رسنیو او مطبوعاتو نشر د هیواد په ټولو مروجو ژبو آزاد دی."
په څلیرویشتمه ماده کې آزادي د انسان طبعي حق بلل شوی دی " آزادي د هر انسان حق دی. دا آزادي له عامه مصالحې او د نورو آزادۍ پرته چې د قانون لخوا تنظیم شوی وي بل هیڅ محدودیت نلري."
اوس به د وینا آزادي د قراني آیاتو له نظره هم وګورو چې په قران کریم کې ورته څومره اشاره شوې ده.

دا آیت خلک د غوره کسانو د خبرو اوریدو او له هغوی څخه متابعت ته رابولي. دا ځکه چې انسان، حقیقت ته د رسیدو لپاره د نظریاتو اوریدو ته اړتیا لري.
د ال زمر آیت ژباړه:
" زما بنده ګانو ته زیری ورکړه، هغه کسان چې خبرو ته غوږ ږدي او د هغو له تر ټولو غوره څخه تبعیت کوي، هغوی هغه کسان دي چې الله تعالی ج هدایت کړي او هغوی پوه کسان دي. "
سربیره پر آیتونو چې په قرانکریم کې د وینا د آزادۍ په اړه راغلي په یوشمیر نورو اسلامي اسنادو او کتابونو کې د وینا د آزادۍ په اړه څرګندونې شوې او هغه ېې د انسانانو مشروع حق بللی دی.
خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې کله ناکله داسې پیښیږي چې جګړه مارې ډلې او په حکومت کې زورواکي پرته له دې چې رسمي مراجع په جریان کې وي د ځان په ګټه د وینا آزادي سانسور کوي یا یې مخه نیسي او ترڅنګ یې داسې رسنۍ هم شته چې د بیان له ازادي څخه ناوړه ګټه اخلي، دوی د افغانستان په نافذو قوانینو کې ذکر شوي مواد په پام کې نه نیسي، ډیر ځله په ځینو رسنیو کې د بیطرفي اصل نه مراعاتیږي، ځینې رسنۍ هغه څه خپروي چې دوی یا هم د رسنۍ څښتن یې غواړي او آن په ځینو مواردو کې د نورو سپکاوي کوي یا ملي او دیني ارزښتونه په پام کې نه نیسي.
په کار ده د دولت مسوول ارګانونه د بیان ازادي په پام کې نیولو سره په دې برخه کې د قوانینو د پلي کولو په برخه کې لازمه ګامونه پورته کړي.
ویښ افغان