د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا معنوي اوس هم د ټاکنو کمیسیون ریس دی؟

ویښ افغان 17.04.2014 12:07

نږدې مې ددې لیکنې په پیل کې لیکلي و چې په دموکراسي او ټاکنو د خلکو د باور د احیا کولو لپاره ضرور ده چې زموږ د هیواد عدلي او قضایي ارګانونه په تیرو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلۍ وڅیړي او د هغه وخت دانتخاباتو د کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د محاکمې میز ته راکش کړي، تر څو په اوسنیو ټاکنو کې نور دده په څیر جرآت ونه کړي چې په ټاکنو کې د یوه تنظیم یا یوې سیمې په ګټه پراخې درغلۍ وکړي. خو دا خبره په اوسنۍ فاسده اداره کې ممکنه نه ده ځکه مې ونه لیکله.
ټولو ته د لمر په څیر روښانه ده چې د انتخاباتو کمیسیون د هغه وخت مشر فضل احمد معنوي په تیرو ټاکنو کې د فساد، درغلیو او د یوشمیر شنونکو او شاهدانو په وینا انتخاباتي خیانتونه وکړل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلۍ نه بلکې په درغلیو کې ټاکنې وشوې یعنې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او په هغو درغلیو کې بیا د ټاکنو د کمیسیون د هغه وخت ریس خپل کسان انتخاب کړل او هغه یې دټاکنو د وړونکو په توګه اعلان کړل. هغه سندونه ډیر ژر افشا شول چې په دوبۍ او شهزاده سرای کې زموږ د ټاکنو د برخلیک معلومیدل ترې څرګندیدل. د ځینو زورواکو ټیلفوني خبرې خو رسنیو هم خپرې کړې چې د چا د ناکامولو او بل چا د کامیابولو امرونه یې صادرول. دغه راز هغه تصویرونه هم وښودل شول چې یوه بهرنۍ میرمن د پیسو په بدل کې کاندید ته د هغه د کامیابولو ډاډ ورکوي. د ټاکنو د پای ته رسیدو په لومړیو شپو کې د معنوي د دفتر ریس هم له هیواده وتښتیده... داسې په سلګونو سندونه چې له بده مرغه د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو سم ونه څیړل.
کله چې د تیرو پارلماني ټاکنو د درغلیو موضوع رسوایي ته ورسیده او په دې اړه د خلکو پراخو اعتراضونو زور واخیست افغان ادارې ایله بیله د هغه وخت د ټاکنو د کمیسیون ریس فضل احمد معنوي له دندې ګوښه کړ. هغه یې د څیړنو لپاره محکمې ته ور ونه پیژاند.
په هر صورت اوس چې داسې شوي دغه ښاغلی د ټاکنو په کمیسیون کې داسې لاس وهنه کوي لکه چې ددغه کمیسیون برحال ریس وي. د خپل ریاست په وخت کې یې تنظیمي او سیمه ایز کسان چې مقرر کړي و یوازې ده ته وفادار دي. آن د غونډو له منځه ښاغلي معنوي ته ټیلیفوني پیغام ورکوي چې څه وکړي. ښاغلی معنوي بیا ورته هدایتونه صادروي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه تنه کمیشنران هر یو سریر احمد برمک او ملیحه احراري دواړه د معنوي ګوش به فرمان کسان دي. تیره ورځ چې ښاغلی سریراحمد برمک له یوې رسنۍ سره د مرکې لپاره راغلی و له مرکې وروسته یې له څو تنو سره د ټآکنو په اړه خبرې کولې. خبره د پنځه فیصده او لس فیصده رایو د اعلانولو په اړه وه. ده وویل چې موږ د شنبې په ورځ هم اماده و خو د رایو په سلنه کې څه ستونزې وې. د معنوي صاحب نظر داو چې سبا لس سلنه رایې په کوم ډول اعلان شي. یوه ترې وپوښتل، آیا معنوي د ټاکنو د کمیسیون مشاور دی که څه؟ برمک ورته ویل نه مشاور نه دی خو د بلا زوی دی ډیر پوهیږي او هلته ډیر بلد دی. موږ ډیرې مشورې له هغه سره کوو.
د تنظیمي ادارې یوه ستونزه خو همدا وي چې کارکوونکی تر خلکو او دولت خپل تنظیم ته وفادار وي. ویل کیږي معنوي د ټاکنو په کمیسیون کې په هره سطحه کې خپل کسان لري او د ټاکنو په اړه ورته هدایتونه کوي. همدا اوس معنوي، برمک او احراري د ولسمشرۍ له یوتن نوماند عبدالله سره په تفاهم کې هڅه کوي د یومیلیون هغو تقلبي رایو د قرنطین مخه ونیسي چې زیاتره یې د عبدالله دي. عبدالله د کمیسیون له کارکوونکو سره د پیسو پر سر جوړجاړی هم د معنوي په وسیله ترسره کوي.
ټول افغان ولس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له محترم مشرتابه څخه هیله لري چې له دغه کمیسیون څخه د مغرضو کړیو او زورواکو لاسونه لنډ کړي، او ثابته کړي چې د ټاکنو کمیسیون رښتیا هم خپلواک کمیسیون دی.