د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زاخیلوال او د نیمی پیړۍ ویجاړه ډیپلوماسی

قاضی نجیب الله ” جامع “ 15.02.2016 10:28

بسم الله الرحمن الرحیم

پر تاریخی لحاظ ډیپلوماسی او د خبرو اترو فن تل د بشری ټولنو ترمنځ د نږدیوالی او خپل منځی نادودو د حل پر برخه کښی وړ او ګټور ثابت شوی، پرځانګړی ډول وروسته له هغه چی د ملت او دولت بحث  پر نړیوال معاصرو تعامولاتو کښی یو له منلی او ثابت بدیل بحثونوڅخه شمیرلي کیږي.
خو په دریمه نړی، او له جګړی وروسته پاتی هیوادونو کښی پر تاریخی کچه ډیر کله دغه ډول اړیکې او نږدې کونکی همغږه لیدلوری د کورنیو او متجاوزو غیری مشروع لورو د نا سالمو کړنو او متناقضوتګلارو او سټراټژیو له امله تر اغیزی لاندی راځی، او هغه ظرفیتی فرصتونه ګواښی کوم چی د هغي سیمی د وګړو ترمنځ د ګډی او روښانه راتلونکی زمینو د رامنځته کولو صلاحیت لری.
هغه ناخوالی او تحدید د منافعو چی که د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستی نیمه پیړی سیاسی او امنیتي، اقتصادی اړیکو کښی تر ژوری څیړنې او مطالعې لاندی ونیول شی، پایله به یی د هغه بحث محصول وی، کوم چی تل د متقابل احترام پر سترګه د یوی معقولي او باثباتي ډیپلوماسی تر عنوان لاندی یاد شوی، او چارواکی ورنه یوازی د ګیلې په ډول یادونه کوی.
دا ځکه مونږ ته له پاکستان سره نه یوازی پر سیاسی اړیکو کښی ګډی ګټی دیو لړ ځانګړیو ملی منافعو پر ډول لومړیتوب لری، بلکه لدینه تر ټولو بنسټیزه خبره پر ننی نړیوال سیاست کښی د یو بشپړ ډیپلوماټیک سنت او رویې پر اساس فرهنګی نږدیوالی، قومی ورته والی او سیمیز ګاونډیتوب هم دی. اما له یو لوری د تیری نیمی پیړی وروستی تناقض د ګټو او له یو بل څخه پر لری واټن بیلوالئ، او بل لورته د نړیوال سیاست پر محور د ژر بدلیدونکیو حالاتو څاریز سیر ددی غوښتنه کوی چی پر دا ډول مواقعو کښی تل دولتونه پر هغه نازکو ولی حساسو او نږدې کونکو ټکیو ته پر خپل بهرنی منځمحاله سیاست کښی ځای ورکړی کوم چی د متقابل درنښت، حسن نیت او تل پاتی باور پر رامنځته کولو کښی د پام وړ اغیزه لرلاي شی، او هغه یوازی او یوازی پرځواکمنه او خلاقه ډیپلوماسی کیدلاي شی، کوم څه چی د تیرې نیمی پیړئ ویجاړو ډیپلوماټیکو اړیکو په ترڅ کښی مونږ د دا ډول بدلون لیدونکی نه وو. مګر پر پاکستان او له  هغه وروسته پر افغانستان کښی، د سیاسی نظامونو د بدلون پړاو ته په کتلو، دا خبره څه اسانه کړه، چی ډیپلوماسی لکه د ایران او پنځه جمع یو(۱+۵) هیوادونو پر شان ددی صلاحیت لری، چی ډیر څه ته بدلون ورکړی، او هغه څه چی پر وسلو سمبالي لښکری او نظامی رسم ګذشت نشی حلولاي، پر عقلی استدلال او مشروعیت ولاړی ډیپلوماسی یی تل چاره کړی ده، د هغه بدلون نښې چي د حضرت عمر زاخیلوال پر څیر د نرم مزاجه، ورین تندی لرونکي، مدبر او ځیرک ډیپلوماټ  پر ویښ شتون کښی دغه تر هیلی پاتی  د حسن نیت، باور او ښو اړیکو چاپیریال ته رسیدل به نه یوازی حتمی وی بلکه پر دی اړوند به مونږ وتوانیږو د پاکستان او پر ټوله کښی د دې هیواد بهرنی سیاست د هغو لوبغاړو سره پر ګډو فرصتونو غور وکړو، کوم چی د دی ډاد رامنځته کوی چي د سیمی میشت وروڼه ملتونه د یو حتمی باور او د بشپړ امنیت او سولی په فضاه کښی ژوند وکوالی شی.
دا ځکه ماته د سیاست د نړی دیو کتونکی پرحیث د هغه څه پر اړوند چی مونږ له اسلام اباده پر څه باندی نیمی پیړی کښی غوښتی، او یا د هغه څه هیله چی اسلام اباد یی له کابله د یو سیاسی اړوند ډیپلوماسی په چوکاټ کښی مطرح کوی، ستره نقیضه او د ناباوری ټکی یی د دواړو لوریو د اړیکو پر اوږدمهاله تاریخی مخینه کښی داده چی؛ زمونږترمنځ د نږدیوالی پول یعنی سیاسی استازیتوب تل  له یو لوری د لنډمهالو موخو او چاپیریال د حالت تر اغیزی لاندی راغلی، او بل لورته سیاسی استازو پر فردی کچه دا وجاهت او استعداد نه لرل، کوم چی د وخت له وړیا فرصتونو سالمه ګټنه وکړی او یا که د دوی د ماموریت اړوند پر کورنی، سیمیز او نړیواله کچه د کړکیچ د رامنځته کولو متخاصم لوری وجود ولری، دهغوی سره پر یوه داسی قهرمانانه ډیپلوماټیک دریځ چلند وکړی، کوم چی ونه شی کوالی د دواړو دوستو هیوادونو او ملتونو د ښیرازه او باثباتی راتلونکی په وړاندی لوي ګواښ وبلل شی.
بنآ د افغان لوری او د ګډ حکومت د مشرتابه دا پریکړه چی ښاغلی زاخیلوال دی پر داسی یو حساس تاریخی پړاو کښی د افغان ډیپلوماسی لرلیدونکی ماموریت مشری وکړی پر نیک پال نیسم، او پدی اړوند د پورتنیو کرښو د لا وضاحت پر موخه هیله لرم د افغانستان پر سیاسی دستګاه یعنی بهرنیو چارو وزارت کښی جدی او د لمس وړ بدلونونه راولی، ولی بل لوری ته باید پر دی اړوند هم جدی عزم وجود ولری او هیر نه کړای شی چي د حکومت سیاسی کرښی هم د لازمو اصلاحاتو سره مل وی.

په درنښت