د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې له عقله کم وي؛ تل يې په کور غم وي

عبدالله ابک 01.02.2016 12:56

خلک وايي عقل فکر په ټکرو سر ته راځي خو سړی حيران شي چې زمونږ په سرونو کې عقل نشته او که ټکرې زورورې نه دي.
د دنيا سياستونه، سياستوال او دسيسې هم د جنت او دوزخ غوندې په ناليدلې توګه منو.
هر چا که د نورو له خوا د وطن د ورانۍ کومه طرحه راوړې نو مونږ طراح، پلي کوونکی او طرحه هر څه په پټو سترګو منلي او ورپسې لښکر شوي يو.
کله چې هغه دوره له منځه لاړه شي بيا پوهېږو چې وۍۍۍ دا خو يې تېر ايستو.
هيڅکله د شعور په زور فيصله نه کوو بلکې په هياهوی پسې ځو.
اوس نو نړۍ ته زمونږ د ضعف نقطې ښې معلومې دي. هغوی ښه پوهېږي چې دوی د چا شاليد او ايډيولوژۍ ته نه ګوري بلکې د دوی دين او وطنپالنه ټول په احساساتو او فولکلوري رواياتو ولاړ دي. دوی ته ووايه ته ډېر تکړه او ښه سپاهي يې نور نو لښکر جوړول دوی ته پرېږده.
دوی هيڅکله دا پوښتنه نه کوي چې رهبر مې ديني زده کړې څومره لري؟
عصري يې څومره کړي؟
ايډيولوژي يې څه ده؟
څومره ريښتونی دی؟
په خپله خبره ولاړ او ژمن دی که نه؟
تجربه يې کړو او کنه؟
مونږ هم د ملګرتيا کوم شرط ورته وړاندې کولی شو او کنه يو اړخيزه ملګرتيا ده؟
بس چې هر څوک راغلی نو زمونږ خلک د احساساتو ښکار شوي او ورپسې شوې دي.
کله چې يا په ورکېدو شي او يا ورک شي نو بيا وايي د نورو له خولې وپېژني او دا نو بيا هغه وخت وي چې د دوی کلي يې په کنډوالو بدل کړې وي او باغونه په هديرو!
خو بيا هم همغه پرديپال او خاين د قومي او قبيلوي ريښو له مخې اتل بولو او القاب ورکوو.
که تاسو د دې تېرو دېرشو کلونو جاج واخلئ او بې طرفه قضاوت وکړئ نو له کمونيزم او اخوانيزم رانيولې تر طالبانيزم او ډيموکراټانو ټول د نورو له خوا ټاکل شوي او دې خلکو د خدايي فرمان په څېر په پټو سترګو او دومره افراط منلي او نازولي چې د همغو په خوله يې هم ځانونه وژلي او هم يې نور وژلي او بښلي دي. خو دوی نه پوه شول نه شعوري، نه د بل په وژنه ستړي شول او نه په خپله وژنه، نه يې په ټکرو عقل او فکر سر ته راغلل او نه يې له تېرو تجربو زده کړه وکړه. دا دی اوس بيا دسيسه ګر لګيا دي له نوي رنګ او نيرنګ سره د جګړې طرحې جوړوي او دوی مخکې تر مخکې همدې دسيسه يي او تورمخې جرابي جګړې ته د وجاهت او مشروعيت په لټه کې دي.
څوک وايي دا به په واقعي معنی خلافت راولي،
څوک يې د راډيويي پروپاګنډو ستاينه کوي،
او څوک يې د ملګرتيا سوړې لټوي.